عمران خان خپلې سلاکارې ته د واده وړانديز کړى

    • Author, اظهارالله
    • دنده, بي بي سي پېښور

د پاکستان تحريک انصاف ګوند وايي مشر يې عمران خان خپلې روحاني سلاکارې "بشرى مانيکا" ته د واده وړانديز کړى.

دغه گوند د يوې وينا پاڼې په خپرولو ويلي د ښاغلي خان له لوري د واده وړانديز شوى خو د آغلې مانيکا له لوري يې ځواب لا نه دى ترلاسه کړى.

د تحريک انصاف گوند وينا د هغه خبر له خپرېدو وروسته مخې ته راغله چې ويل يې گواکې ښاغلي خان دريم واده کړى.

خبر پاڼې د عمران خان واده په تړاو پر رسنيو د خبرونو خپرېدل نا اخلاقي کار بللى.

خبر پاڼه زياتوي د پاکستان د يوې رسنۍ له لوري خپاره شوي دغه رپوټ له امله چې په اټکلونو ولاړ و، ښاغلى خان، بشرى مانيکا او د نوموړې بچيان ځورېدلي دي.

د پاکستان يوې رسنۍ په دې وروستيو کې داسې يو رپوټ خپور کړ چې گواکې عمران خان بشرى مانيکا سره چې موړي ته روحاني سلا مشورې ورکوي، واده کړى.

د تحريک انصاف سرچينې وايي کله چې له عمران خان سره د واده په اړه د آغلې مانيکا پرېکړه مخې ته راشي، نو ښاغلى خان به يې په خپله له ولس سره شريکه کړي.

د پاکستان دغه پخواني وتلي کرېکټ ستوري وړاندې دوه ودونه کړي خو له خپلو دواړو مېرمنو جلا شوى دى.

د عمران خان د واده خبر خپرېدو په اړه پر خواله رسنيو بېلابېل غبرگونونه مخې ته راغلي دي.

ځينو دا کار د يوۀ چا په شخصي چارو کې لاسوهنه بللې، خو بيا ځينې نور د نوموړي د واده په اړه کره مالومات تر لاسه کول د ولس حق بولي.