تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
مسلم لیګ نواز په دوو ډلو وېشل کېږي؟
- Author, اصف فاروقي
- دنده, بي بي سي اردو، اسلام اباد
دا ډېره لرې خبره او په ناشونې ښکاري چې واکمن ګوند مسلم لیګ نواز ګوند د مشر نواز شریف او د ده د ورور شهباز شریف ترمنځ په دوو ډلو ووېشل شي، خو له نظرونو او سیاسي خبرو داسې ښکاري چې دا ګوند په دوو ډلو وېشل کېږي.
لاهور کې د مسلم لیګ نواز ګوند د مشرانو نواز شریف او شهباز شریف سره د نږدې کسانو او مشرانو په نارسمي خبرو کې د دواړو لورو د کسانو ترمنځ د نظر لوی توپیر په ښکارېدو دی.
یوه خوا د ناهیلۍ څپو په سر اخیستې او بله خوا کې د خورا لوړې کچې ځانباوري لیدل کېږي.
د نواز شریف نږدې کسان تر دې برید هېواد او خپل سیاسي راتلونکي ته ناهیلي دي، چې دوی د راتلونکو ټولټاکنو په کېدلو هم باور نه لري.
خو د شهباز شریف مرکز کې داسې باور دی چې نوموړی راتلونکو ټولټاکنو کې لومړی وزیر کېږي او ان له هغه وروسته د نوموړي د بهرنۍ پالیسۍ د ستراتیژۍ پر جوړولو خبرې کېږي.
د شهاباز شریف په نږدې ملګرو کې د ځینې مشرانو لپاره دا ایښوونکې نه ده چې د پنجاب اعلی وزیر د مسلم لیګ له لوري د لومړي وزارت نوماند شي، ځکه دوی وايي، که نواز شریف ناوړ کېدلی هم نه، نو د ۲۰۱۸ کال په ټاکنو کې به لومړي وزارت ته شهباز شریف نوماندېده.
خو د نواز شریف مرکز کې ناهیلي تر دې بریده ده چې دوی راتلونکې ټولټاکنې پرېږده بلکې په مارچ میاشت کې د مشرانو جرګې په ټاکنو کېدو هم باور نه لري.
د نواز شریف له اند سره نږدې لیګي غړي او مشران د خپل ځان له خوا پر جوړو شویو فرضیو دومره ولاړ دي چې وايي، ځینې ادارې له پاکستان ولسواک او سیاسي ټغر ټولول غواړي.
د دوی په باور اوسنی نظام له فرورۍ مخ ته نشي تللی، چې له هغه وروسته به مسلم لیګ ن له سیاسی کړکېچ سره مخ شي او د دې ګوند اړوند خلکو ته به راتلونکو ټولټاکنو کې ګډون ستونزمن شي.
دوی د علامه طاهر القادري او عمران خان، د خلکو ګوند او نورو ډلو ترمنځ د یو ځای کېدلو هڅې د دې لړۍ یوه کړۍ بولي.
په بل مرکز کې د علامه قادري او د حکومت د پرځوونکو او هغو ډلو په هکله چې له لوبې د ن لیګ د بهر کولو خوبونه ویني دا ویل کېږي چې دوی ته یوازې په سیاست کې د لوبېدلو چانس په لاس ورغی، خو د شریفانو د پرځولو او بند ته لېږلو کیسې زړې شوې دي.
دا به ژر روښانه شي چې له دې دوو فکري مکتبونو کوم یو حقیقت ته ډېر نږدې دی، خو له هغه وخت راتللو مخکې ځینې شنونکي وايي، نواز ډله له دا دوه ډوله څرګندونو سیاسي ګټه اخلي.
د نواز شریف د مرکز بیان د رایې د خوندي کولو وړاندیز کوي، خو د شهباز شریف مرکز د ښه راتلونکي خوب ویني.
په دې سره د پارلمان د هغو ګوندي غړو پښو ته ځنځیرونه اچوي چې له څه مهال راهیسې یې په تړاو ویل کېږي د ن لیګ ډوبېدونکې بېړۍ پرېږدي او د ښه راتلونکي لپاره د خورا ډېرو خوندي کښتیو مساپر جوړېږي.
مطلب هغو سیاسی ډلو ته ور ګډېږي چې د اسټمبلېشمنټ لاس یې پر سر دی.