ګیتانجلي شري؛ لومړنۍ هندۍ لیکواله چې د بوکر نړېواله جایزه یې وګټله

د عکس سرچینه، PA Media
ګیتانجلي شري ته دا جایزه د هغې د "ټامب اف سېنډ" یا "د رېګو څلی" ناول له کبله ورکړل شوې ده. په دغه ناول کې د هند د وېش د مهال د یوې کورنۍ کیسه شوې او تر ډېره پر یوې اتیا کلنې کونډې راڅرخي.
دا د هندي ژبې لومړنی کتاب و چې د ګڼو نورو اثارو ترمنځ د ۵۰ زره پاونډو په ارزښت دې جایزې ته نوماند و.
اغلې شري وايي، "ما هېڅکله د بوکر جایزې په اړه فکر نه و کړی او نه مې ګومان کاوه چې زه به یې وګټم. اوس دا زما لویه پېژندګلوي ده. خوشاله یم او ویاړم".
د جایزې د اخیستلو پر مهال یې وینا کې وویل "زما او د دغه کتاب تر شا د هندي او د نورو سویلي اسیايي ژبو د ادبي پنځونو یو پرمختللی او بډایه دود پروت دی. د نړۍ ادبیات به هم د دغو ژبو له ځینو غوره لیکوالانو سره د اشنايۍ په برکت لا وغوړېږي".
ایرلنډی لیکوال فرانک وېن د دغو جایزو د داورانو یا ټاکنډله کې و. هغه وايي، ټوله ډله د دې د ناول "زړه راښکونکي ځواک" ته حیرانه وه. "دا د هند او د دغه هېواد د وېش یو ځلانده ناول دی. یو داسې رومان دی چې د ځوانۍ او د پاخه عمر جادو او مینه، ښځې او نر، کورنۍ او یو ملت یې په سندریز ډول سره پېلي دي".
د دغه کتاب د جایزې پیسې به د کتاب د لیکوالې ګیتانجلي شري او امریکا مېشتې ژباړنې ډيسې راکوېل تر منځ ووېشل شي.
بوکر نړېواله جایزه

د عکس سرچینه، Getty Images
بوکر نړېواله جایزه هر کال هغه کتاب ته ورکول کېږي چې له بلې ژبې انګلیسي ته ژباړل شوی او په برتانیا یا اېیرلېنډ کې خپور شوی وي.
دا جایزه له من بوکر جایزې سره توپير لري چې په انګلیسي ژبه لیکل شویو ناولونه ته ورکول کېږي او په تېر کې هغه جایزه هم ځینو هندي لیکوالانو هم ګټلې ده، لکه ارونداتي رای او اروېند ادیګا.
د ګیتا شري د "رېګو څلی" ناول له پنځو نورو ناولونو سره د سیالۍ وروستي پړاو ته رسېدلی و چې لیکوالان یې میکو کاواکمي، بورا چونګ، جان فوسي، کلاوډيا پېنيرو او د دې جایزې پخوانۍ ګټونکې اولګا ټوکرکزوک وو.
د ګیتانجلي شري پېژندګلوي او د ناول کیسه
هندۍ لیکواله ګیتانجلي شري د اوترپردېش ایالت په ماینپوري ښار کې زېږېدلې او اوس ۶۴ کلنه ده. تر اوسه یې درې ناولونه او د کیسو څو ټولګې چاپ شوې دي.
د رېګو څلی یې لومړنی کتاب دی چې په بریتانیا کې خپرېږي.
دغه کتاب په اصلي ژبه هندي کې په ۲۰۱۸ کې د [رېت سمادهي] په نوم خپور شوی و او د یوې داسې کونډې د دربدره ژوند کیسه کوي چې د خپل مېړه له مړینې وروسته له خپګانونو سره مخ وي. وروسته پرېکړه کوي چې له هنده تازه جلا شوي پاکستان ته لاړه شي خو د پېغلتوب پر مهال د دغو دواړو هېوادونو د وېش له کبله له رامنځ ته شویو شخړو د دغې روغې وتلې ښځې په ژوند کې لا هم ګڼې ستونزې پاتې وي.
لیکوالې ګیتانجلي د دغه کتاب په سریزه کې لیکلي، "کله چې د ښځې او د پولې خبره شي، نو کیسه پخپله ځان درباندې لیکي. ان یوازې ښځه هم بس ده، ځکه چې ښځې پخپل ځان کې ډېرې کیسې لري چې له ټکانونو او رازونو ډکې د هوا پر څپو وزر وهي او د وښو هرې تېرې ژۍ کې نښلي".
له بي بي سي سره په مرکه کې اغلې شري وویل، "په دغه ناول کې ګڼې کیسې سره یو ځای شوې دي. خو د یوې داسې زړې ښځې کیسه هم ده چې په پرله پسې ډول د مرګ له بسترې راپورته کېږي چې خپل ژوند بېرته جوړ کړي".
د "رېګو څلی" ناول د ګیتانجلي شري پخپل هېواد هند کې هم ډېر ستایل شوی دی. هندي ورځپاڼې د هندو یې په اړه لیکلي، "دا ناول د داسې زورورو او زړه راښکونکو کیسو په اړه دی چې هېڅکله نه مري".
د ناول ژباړونکې اغلې راکوېل ویلي، د رېګو څلی یو له هغو کتابونو دی چې دې ته یې ژباړل ډېر سخت وو، ځکه چې په خبره یې، اغلې شري د لیکلو او د بیان ځانګړی انداز او ژبه لري. خو زیاتوي چې یوه ښه او له خونده ډکه تجربه هم وه.










