افغانستان کې د ادبي جايزې مراسم

د ویډیو تشریح، افغانستان کې د ادبي جايزې مراسم

په افغانستان کې د زري کړکۍ ادبي جایزه دا ځل شپږو لیکوالانو او شاعرانو ته ورکړل شوه چې دوه په کې ښځې وې. دا جایزه په دري او اوزبيکي کې شعري ټولګو او په پښتو کې د دغه کال په بهیر کې چاپ شویو دريو څېړنيزو اثارو ته ورکړل شوه. د دې جایزې د ورکړې مراسم له اتو کلونو راهیسې د اپريل پر ۲۳مه د کتاب پر نړيوالې ورځ کابل کې جوړېږي. نورګل شفق ورغلی و او دا رپوټ يې پرې جوړ کړی.