عکسونه: د نورستان سلګونه تاریخي اثار ملي موزیم ته ولېږدول شول
د افغانستان له نورستان ولایته سلګونه تاریخي اثار د هېواد ملي موزیم ته لېږدول شوي.
ددغو اثارو ډېره برخه له لرګي په لاس جوړ شوي، چې له اتلسمې او نولسمې پېړیو سره تړاو لري. دا اثار نورستان کې یوه سړي راغونډ کړي او څو کاله یې هلته ساتلي دي. هغه دا اثار د افغانستان ملي موزیم ته ډالۍ کړي دي.
ددغو اثار شمېر ۵۱۹ دی. عکسونه د کابل کې د خبریال او عکاس ماني مشکین قلم دي.

د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست طاهر زهیر ددغو لرګینو اثارو د لېږد پرمهال دا "ډېر ارزښتناک" توکي وبلل.

نورستان تر ۱۸۹۵ کاله خپل قانون درلود، خو د هغه وخت د مشر عبدالرحمن خان په امر دا سیمه مسلمانه شوه.

د نورستانیانو نفوس ۱۲۵ زرو تر ۳۰۰ زرو پورې اټکل شوی چې په نورستاني ژبه غږېږي.

په دې اثارو کې ستنې، د ستنې سرونه، د وره دړې او زینې، د ګاڼو صندوقچه، اونګ، دیکچه، چاینکه، کوچداني او ګڼ نور توکي لیدل کېږي.
د نورستان خلک تر اسلام قبلولو مخکې د انمیسم به نامه مذهب پلویان وو، چې د هندویزم یوه برخه وه.


ددغو اثارو ډېره برخه لرګینه او په لاس جوړه شوې ده، چې قدامت یې تر اتلسمې او نولسمې میلادي پېړۍ پورې رسېږي.










