د سوشانت سېنګ مړینه: د هند سترې محکمې د فدرالي پلټنو امر وکړ

سوشانت

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، سوشانت سینګ راجپوت په ۲۰۱۳ کال کې سینمايي فلمونو ته لار ومونده

د هند سترې محکمې د دغه هېواد د پلټنې فدرالي ادارې ته امر کړی چې د بالیووډ فلمي ممثل سوشانت سینګ راجپوت د مړینې په هکله معلومات راټول کړي.

راجپوت د جون پر ۱۴ مه په ممبۍ ښار په خپل کور کې مړ موندل شوی و. پولیس وايي، هغه ځان پخپله وژلی دی، خو له هغې ورځې راهیسې د نوموړي، ژوند، فعالیت‌، رواني روغتیا او ان مالي حالت په هکله پریمانه ناتایید شوي رپوټونه او ګنګوسې لاس پر لاس کېږي.

د سترې محکمې یوه قاضي اوس ویلي، د بیهار ایالتي حکومت عریضه منل شوې چې غواړي دغه قضیه د هند اطلاعاتو فدرالي ادارې (سي بي ای) ته د څېړنې لپاره ورکړل شي.

محکمې دغه راز ممبۍ پولیسو ته ویلي، چې هغه ټول معلومات او ثبوتونه هم باید سي بي ای ته وسپاري چې دوی تر اوسه پورې راټول کړي دي. د نوموړي کورنۍ هم غواړي دغه دوسیه له ممبۍ لېرې کړل شي.

دوی د سوشانت سینګ راجپوت د ملګرې رهیا چکرورتي خلاف هم ځانوژنې ته د سوشانت لمسولو عریضه کړې. پر خواله رسنیو پر نوموړې تورونه لګېدلي چې ګواکې (خپل چاروکې) ده او له سوشانته یې (د هغه پیسې تروړلې) دي.

بل لور ته اغلې چکرورتي دغه تورونه ردوي او د کورنیو له چارو وزیر امیت شا یې غوښتنه کړې چې د پېښې په هکله شفافه او بې پرې څېړنه وکړي. نوموړې له محکمې غوښتي چې د پېښې عدلي څېړنه دې ممبۍ کې وشي.

له نوموړې نه یو شمېر تحقیقاتي ادارو پوښتنې ګروېږنې کړې دي.

سوشانت

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د کرېکټ لوبغاړي ایم ایس دهوني د ژوند پر کیسه جوړ شوی فلم د سوشانت سینګ کامیاب فلم بلل کېږي

سوشانت سینګ راجپوت څوک و؟

نوموړی د هند له ډېرو بې وزله ایالتونو په یوه کې چې بیهار نومېږي، لوی شو. خورا تکړه محصل و، د انجنرۍ یوه مشهورې فاکولتې ته یې لاره ومونده، خو زړه یې په تمثیل مین و او د زده کړو په نیمايي کې د هندي فلمونو نړۍ (بالیووډ) ته لاړ.

تر کلونو پورې یې په تیاتر، فلمونو او ټلویزیون کې یو نیم عادي رول ولوباوه، سخته خواري یې وکړه، چې وروسته یې یو ټلویزیوني ډرامه بریالۍ وبلله شوه او بالاخره یې فلمونو کې مهم او مرکزي رول وموند.

د نوموړي د ژوند کیسه د کوچنیو ښارونو ډېرو اوسېدونکو لپاره د الهام سرچینه بلل کېږي او ښايي له همدې امله یې مړینه ډېرو ته شخصي غم او درد معلومېږي.