د بالیووډ فلمي ستوری ریشي کپور د ۶۷ کلونو په عمر ومړ

Bollywood actor Rishi Kapoor

د عکس سرچینه، NASA

د عکس تشریح، د کپور د هنر ملګرو او سیاستوالو د نوموړي پر مړینې غمشریکي ښودلې ده.

د بالیووډ وتلی ستوری ریشي کپور د ۶۷ کلونو په عمر د هند په ممبۍ ښار کې مړ شو، دوه کاله وړاندې د نوموړي د سرطان ناروغي تشخیص شوې وه.

نوموړی د کپور کورنۍ هغه فلمي هنرمن و چې د هند پر سینما بالیووډ یې له اوږدې مودې واک درلود.

دغه فلمي ستوري په ۱۹۷۳ کال په بوبي - د زلمیتوب مینې کیسه- کې د لومړی ځل لپاره د مخکښ په رول کې وځلېده.

ریشي کپور په تېرو دوو لسیزو کې په ګڼو فلمونو کې رومانتیک رول لوبولی دی.

ریشي کپور په لومړي ځل د ممثل په توګه په ۱۹۷۰ کال د خپل پلار راج کپور په یوه فلم "مېرا نام جوکر" کې را څرګند شو.

د ریشي کپور تر مړینې یوه ورځ مخکې د بالیووډ یو بل وتلی فلمي ستوری عرفان خان هم مړ شو.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

په ۲۰۱۸ کال د ریشي کپور سرطان ناروغي تشخیص شوې وه، نیویارک ته د درملنې لپاره تللی و چې په سپتمبر کې بېرته هند ته ستون شو.

د هغه ورور راندیر کپور د هند پرېس ټرسټ خبري اژانس ته ویلي، ورور یې د چارشنبې په ګهیځ وروسته تر هغه چې له تنفسي ستونزې شکایت وکړ، روغتون ته یووړ.

د کپور د هنر ملګرو او سیاستوالو د نوموړي پر مړینې غمشریکي ښودلې ده.

د بالیووډ فلمي هنرمن امیتاب بچن چې له کپور سره یې په ګڼو بریالیو فلمونو کې کار کړی، پر ټوېټر لیکلي "هغه ولاړ... ریشي کپور ولاړ...‌ بس مړ شو. زه تبا شوم."

Rishi Kapoor dancing

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ریشي کپور یو مسلکي نڅاګر و.

د هند کانګرس ګوند مشر راهول ګاندي هم د هغه د مړینې په اړه ټویټ کړی: "دا د هند د سینما لپاره د غمشریکۍ اونۍ ده، چې یو بل ستوری ریشي کپور هم ولوېد. هغه یو په زړه پورې اداکار و، چې څو نسلونه یې ډېر مینه وال لرل."