ایا بالیووډ سیاسي غږ موندلی؟

پوډوکون

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، اغلې پوډوکون د جواهر لال نهرو پوهنتون له محصلینو سره له لیدو لپاره پوهنتون ته تللې وه

د بالیووډ یوه مشهوره ممثله د سې شنبې پر شپه د هند په یوه مشهور پوهنتون کې ناڅاپه راڅرګنده شوه. دیپیکا پوډوکون د جواهر لال نهرو نومي پوهنتون (جې این یو) د هغو محصلینو تر څنګ ولیدل شوه، چې ادعا کوي د لومړي وزیر نرېندرا مودي واکمن ګوند (بي جي پي) اړوند محصلینو یوې ډلې یې د اونۍ پای کې پر لیلیه برید کړی و.

اغلې پوډوکون هلته ماښام نژدې اووه نیمې بجې ورسېده او له ځینې محصلینو سره له لیدو وروسته یې کومه وینا و نه کړه او پټه خوله بېرته ستنه شوه، خو څو دقیقو کې پر خواله رسنیو په دې اړه د غبرګونونو یوه غوغا جوړه شوه.

د پوډوکون د هنر مینه والو او د محصلینو ټولنو د نوموړې د هغو محصلینو تر څنګ دریدل چې ادعا کوي د ښاغلي مودي د حکومت ښي اړخه پلویانو ځورولي، ستایلي دی او ځینو بیا پرې نیوکه کړې چې ګواکې نوموړې د خپل فلم لپاره تبلیغات کوي.

اغلې پوډوکون د لکشمي اګروال نومې نجلۍ د ژوند پر کیسه فلم چمتو کړی، چې تېزاب پرې ښېندل شوي و

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، اغلې پوډوکون د لکشمي اګروال نومې نجلۍ د ژوند پر کیسه فلم چمتو کړی، چې تېزاب پرې ښېندل شوي و

په هند او پاکستان کې ګڼ شمېر کسانو جواهر لال نهرو پوهنتون ته د دیپیکا پوډوکون ورتګ په تړاو غبرګون څرګند کړی دی.

په دې کسانو کې د پاکستاني پوځ رسنیز دفتر مشر جنرال اصف غفور هم شامل دی، چې له خپله شخصي ټویټر حسابه یې په دې اړه ټویټ وکړ، خو وروسته لېرې کړل شوی.

اصف غفور ټویټ

د عکس سرچینه، TWITTER/@PEACEFORCHANGE

د عکس تشریح، د پاکستاني پوځ رسنیز دفتر مشر ډګر جنرال اصف غفور د پوهنتون محصلینو تر څنګ د دیپیکا پوډکون درېدل ستایلي

ان هغو کسانو چې د بالیووډ په فلمونو پورې خاندي هم ویلي، د نوموړې نوی راتلونکی فلم(چهپاک) به وګوري چې د یوې داسې نجلۍ د ژوند پر کیسه چمتو شوی چې تېزاب پرې شېندل شوي دي.

بل لور ته د ښاغلي مودي د حکومت پلویانو نوموړې سخته ترټلې. دوی وايي، دې سره اغلې پوډوکون د خپل فلم لپاره د بازار موندنې هڅه کوي.

۳۴ کلنې دیپیکا پوډوکون د بالیووډ په لسګونو کامیابو فلمونو کې رول لوبولی او دغه راز پر خواله رسنیو هم ډېره فعاله ده چې پر ټویټر یې د فالوورز شمېر ۲۶ میلیونه او ۴۲ میلیونه کسان یې د انسټاګرام حساب تعقیبوي یا یې خوښ کړی دی.

ډاکټر مونیکا نومې ټویټر کارنې لیکلي، ''د پوډوکون فلم لیدو پلان مې ځکه لغو کړ، چې په وینا یې دغه ډول د ملتپالنې ضد کسان د خلکو د مینې وړتیا نه لري. ''

پوډوکون

د عکس سرچینه، TWITTER/@DRMONIKA_LANGEH

د یادونې ده چې د نرېندرا مودي حکومت پالیسیو خلاف د اغلې پوډوکون غږ له بالیووډه لومړنی هغه نه دی، بلکې له دې مخکې هم د هندي تابعیت یوه ناندریز قانون او د جې این یو پوهنتون برید خلاف یو شمېر فلمي شخصیتونو د احتجاجیانو تر څنګ غږ پورته کړی دی.

په پوهنتون کې د محصلینو له لیدو مخکې اغلې پوډوکون یوې خبرې شبکې ته وویل، روان حالت (ځورولې) ده.

بل لور ته ښاغلی مودي هم د بالیووډ له نړۍ سره نژدې اړیکي ساتي او څو ځله له پلوي فلمي شخصیتونو سره د سیلفي تصویرونو اخیستو په حال کې لیدل شوی دی.