د اردن موسا دره؛ یو میلیون سیلانیان ورغلي

د عکس سرچینه، AFP
پر ۲۰۰۷ کال اردن کې پیترا ښار د نړۍ اووه نویو عجایبو کې شامل شو. تېرو دوو کلونو کې اردن ته د سیلانیانو تګ هم ډېر شوی او دا سیمه منځني ختیځ کې د سیلانیانو لپاره خوندی ځای بلل کېږي.

د عکس سرچینه، AFP
د پیترا د پرمختګ او ګرځندوی څانګې مشر سلیمان فراجان له رویټرز سره مرکه کې ویلي: دا مهال پیترا ته د لس لکه سیلانیانو په راتګ ډېر خوشال یو، دا یو لوی ریکارډ دی.

د عکس سرچینه، AFP
د سلیمان فراجات په خبره، دا لومړی ځل دی چې یوه کال کې لس لکه سیلانیان پیټرا ته تللي، باور وکړئ، دې سره ګرځندویانو ته د اسانتیاوو او ځای برابرولو کې په موږ فشار دی

د عکس سرچینه، AFP
پیترا ته ته سیلانیان تر ډېره په اوښ راځي، ځکه دغه لرغوني ښار کې اوښبه وو ته د اوښ کرایه کولو ښه چانس برابر شوی دی.

د عکس سرچینه، AFP
د ډالیو اخیستلو ډول ډول توکي شته. سیلاني الخزانه ودانۍ سره انځور اخلي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس سرچینه، Getty Images
دا لرغوني ښار موسا دره کې د غرونو منځ کې جوړ شوی دی. د کاڼو د بې جوړې رنګ له امله روز سیټي هم ورته وايي.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس سرچینه، AFP
۔




