عامر خان ولې بښنه غوښتې؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, نصرت جهان
- دنده, بي بي سي لندن
مشهور بالیووډ ستوري عامر خان د خواله رسنیو له لارې ویلي، که ده په شعوري یا غیر شعوري توګه د چا زړه ازار کړی وي، بښنه ترې غواړي.
خو پوښتنه دا ده چې ښاغلي خان ولې بښنه غوښتې؟نو اصلاً خبره دا ده چې د جین مذهب پیروان روانه اونۍ له خپلې عقیدې سره سم ځینې مراسم لمانځي او د مراسمو پای کې له یوه بله بښنه غواړي، ښايي په همدې مناسبت عامر خان هم بښنه غواښتي، خو عامرخان ته د بښنې غوښتل داسې اسان هم نه دي تمام شوي.
د عامر خان له دغه ټویټ پیغام وروسته ځینې کسانو ورته د بښلو لپاره ان شرطونه ایښي دي. یوه ویلي، ''ځه بخښم دې، خو په دې شرط چې راتلونکي کې به د ټهګز اف هندوستان غوندې بې خونده فلمونه نه ثبتوې ''.
یوه ټویټر کاروونکي ترې د دغه فلم ټکټ لپاره ورکړې پېسې بېرته غوښتې او یوه خو لیکلي:
''ورځه! د ټهګز اف هندوستان په څېر فلم او د پایرټ اف د کرېبین د جاني ډيپ احمقانه تقلید لپاره مې وبښلې. ''

د عکس سرچینه، Getty Images
یوه بل کاروونکي بیا نه یوازې د ټهګز اف هندوستان نومي فلم له کبله پر عامر خان نیوکې کړې، بلکې د نوموړي د مېله، او اګ یادونه یې هم کړې او د عامر خان له بښلو یې انکار کړی دی.
خو عامر خان له مخکې نه یوازې د ټهګز اف هندوستان ناکامي پړه پر غاړه اخیستې، بلکې بښنه یې هم غوښتې ده. بل لور ته هندي رسنیو فلمي ستوري سلمان خان ته د نژدې سرچینو له قوله ویلي چې نوموړی غواړي دبنګ تهري نومي فلم یې د دسمبر پر ځای د اختر په مناسبت نندارې ته وړاندې شي.
که څه هم ښاغلي خان تېره اونۍ د سنجې لیلا بهنسالي انشاالله نومي فلم ثبتولو له چارو درېدو سره سم سلمان خان راتلونکې اختر پر مهال نندارې ته د وړاندې کولو خبره کړې وه.
بل لور ته فلم جوړونکي کرن جوهر د دوستانه نومي سیریال د نوي مرکزي رول لپاره د نامه اعلان سره سم پر نوموړي د خپلوۍ پالنې تورونه پورې شوي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
نوموړي پر ټویټر لیکلي، ''له نیکو هیلو سره د لکشې هرکلی وکړئ، چې د دوستانه ۲ برخه به شي. ''
ټویټر کاروونکو له نوموړي پوښتلي چې د اکشې پلار څوک دی او دا چې نوموړی مو د کوم فلمي ستوري دوست زوی دی، نو ځواب کې کرن جوهر وايي، اکشې بالیووډ کې نوی دی، البته له دې مخکې یې ټلویزیوني ډرامو کې رول لوبولی دی او له یوې رسمي ازموینې وروسته فلمي رول ورکړل شوی دی.








