ښکلا ضرور ده که ځان پېژندل؟

د عکس سرچینه، Habiba Nowrose
یوې عکاسې پر دې کار کړی چې وښيي په بنګله دېش کې پر ښځو څومره فشار دی چې ښکلې ښکاره شي. ۲۹ کلنه عکاسه حبیبه نوروزي وايي"د ښځو په توګه موږ ډېری وخت ځان مجبور احساسوو چې د ځان ښکلې بڼه وښیو."
اغلې نوروز وايي "د دې لپاره چې له خپل ښایسته ګټه واخلو موږ خپل انفرادیت، کیسې او د بدو ورځو یاد ترشا پرېږدو. موږ ان ځان ته نا اشنا کېږو او هویت مو پټ پاتې کېږي."
د حبیبې په عکسونو کې ښځې روښانه او رنګینې ښکاري خو مخونه یې په بشپړ ډول پټ دي، چې د دوی دننه شخصیت د نه معلومېدو په معنا ده، سره له دې چې ډېره خواري یې ایستلې چې ظاهري ډول ښکلې ښکاره شي.
حبیبې هڅه کړې د بنګله دېشیو ښځو پام دې ته واړوي چې څومره باید له ځانه تېرې شي چې نور خلک خوشحاله کړي.

د عکس سرچینه، Habiba Nowrose
د بي بي سي بنګالي ژبې سره مرکه کې حبیبې وویل، دا فکر تر یوې ترخې شخصي تجربې وروسته ورپیدا شو.

د عکس سرچینه، Shams Jerin
حبیبه وايي "کله چې له پوهنتونه فارغه شوم، پام مې شو چې خلک له ما ډېره تمه لري. زه باید واده وکړم، ماشومان ولرم، د ښه معاش وظیفه ولرم. ما ولیدل چې له ډېرو نجونو سره همداسې وشول. پر هغوی فشار و چې له خپلو غوښتنو تېرې شي."

د عکس سرچینه، Habiba Nowrose
حبیبه وايي د عکاسۍ په لومړي کال کې یې احساس کاوه چې هر څومره ډېر کار وکړي بیا هم کافي نه دی. حبیبه وایي "ښځه باید د نر دوه برابره ډېره هڅه وکړي چې ځان ثابت کړای شي."
بالاخره حبیبې ځان قید احساس کړ. "ماته داسې ښکارېدل لکه د یوه شخص په توګه چې مې ځان له لاسه ورکړی وي."

د عکس سرچینه، Habiba Nowrose
نژدې شپږ کاله وروسته له دې چې حبیبې د عکاسې په توګه کار پیل کړ د "څېرې بدلولو" لړۍ یې پیل کړه.
"ما دا لړۍ د دې لپاره جوړه کړه چې د دغو تجربو مخالفت وکړم او د نورو خلکو له ورته تمې انکار وښيم."
کله چې په ۲۰۱۶ کال کې حبیبې په ډاکه کې نندارتون جوړ کړ، خلکو ورسره په کنجکاوۍ چلند وکړ. په ټوله کې هنري نړۍ کې یې ښځې په پيغام پوهېدلې خو حبیبه وايي چې نرانو به ډېرې تشرېح ته اړتیا درلوده.

د عکس سرچینه، Habiba Nowrose
حبیبه وایي یوه ستونزه دا ده چې په بنګله دېش کې ډېرې ښځینه عکاسانې نشته. خو دا شی په بدلېدو دی.
"کېدی شي د دې مسلک په ټولو برخو کې احساس نه شي خو زما په رشته کې داسې خلک شته چې د ښځو له خوا د ښځو د خلقتونو په ارزښت پوهېږي."
"په بنګله دېش کې زما هیله د ښځو لپاره دا ده چې هماغسې چې پیاوړې وې پاتې شي، او خپل دوست او دښمن وپېژني."

د عکس سرچینه، Habiba Nowrose
مرکه د بي بي سي بنګالي شیادل اسلام کړې ده.








