د بلوڅي ژبې لومړنی فلم د سینما پر پرده، له ښځې پرته د نارینه وو کیسه

د عکس سرچینه، ZARAAB
- Author, سحر بلوچ
- دنده, بي بي سي کراچۍ
'زراب ' په بلوچي ژبه ثبت شوی لومړنی فلم دی، چې د سینما پر پرده نندارې ته وړاندې شو. جان البلوشي د دغه فلم پروډیوسر او ډایریکټر دی، چې بحرین کې یې له نندارې وروسته دا وروستیو کې د بلوچستان ګوادر او پسني ښارونو کې دغه فلم نندارې ته وړاندې کړ.
د فلم کیسه د څلورو نارینه وو یوې کورنۍ د ورځني ژوند پر حال راڅرخي. دغه یو ساعته فلم کې د ښځې رول نه شته او چمتو کوونکي یې وايي، له دې وروسته به دغه فلم د کراچۍ سینماګانو کې هم نندارې ته وړاندې کړي.
د فلم یوه لوبغاړي ذاکر داد له بي بي سي سره خبرو کې وویل، دغه فلم ګوادر سیمه کې د ۲۰ ورځو مودې کې ثبت شوی دی. نوموړي فلم کې د ښځینه رول نشتوالي په اړه وویل:
''۱۹۷۰ یمو کلونو کې د (حمل او ماه ګنج) په نامه یو فلم چمتو شوی و، خو نندارې ته له وړاندې کېدو مخکې یې د نجلۍ د رول په تړاو دومره ناندرۍ وشوې، چې سیاسي موضوع ورنه جوړه شوه او هغه فلم تر اوسه نندارې ته نه دی وړاندې شوی، نو موږ نه شو کولای اوس داسې څه وکړو، چې وروسته زموږ لپاره یا مو د همکارانو لپاره د پښېمانۍ لامل شي. ''
ذاکر داد وايي، د پسني ټولنیزې خیر ښېګړې په نامه سالون یو مهال د ادب او کولتوري فعالیتونو مرکز و، ځکه نو د (لکهنو) نوم ورکړل شوی و، خو په کیچ سیمه کې د وسله والو بېلتون پالو او حکومتي ځواکونو تر منځ جګړې د سیمې پر هنري او ادبي فعالیتونو اغېز کړی دی.

د عکس سرچینه، ZARAAB
د دغه سالون برنډو ته خلک د (قطعو یا کارتونو) لوبې لپاره راځي.
اوس له مودو وروسته دغه سالون یو ځل بیا پرانیستل شوی او یاد فلم پکې نندارې ته وړاندې شوی دی.
ذاکر داد وايي:
''زموږ د دغې هڅې موخه د عکاسي، تمثیل او فلم تخنیک هنرونو ته د بلوچستان خلکو او په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو هڅول دي. موږ ګومان کوو، زموږ پرتله دوی په ښه توګه کولای شي خپلې کیسې نورو ته وکړي، موږ خو یوازې یوه وسیله یو. ''








