ایا ناپلیون مصر کې په پټه مسلمان شوی و؟‌

بوناپارت په مصر کې

د عکس سرچینه، Heritage Images/Getty Images

د عکس تشریح، بوناپارت پوهېده چې د نیل دره کې به یې پوځونه له ستونزو سره مخامخ شي
    • Author, وائل جمال الدين
    • دنده, بي بي سي - قاهره

د فرانسې د پخواني امپراتور ناپلیون بوناپارت (۱۷۹۸-۱۸۰۱) پر مصر د فرانسوي امپراتورۍ د ښکېلاک پېر د اوسني مصر په تاریخ کې د بدلون پېر بلل کېږي؛ ځکه چې د مسلمانانو له واکمنۍ وروسته د لومړي ځل لپاره مصر د نا مسلمانو له خوا اداره کېده.‌

د اسلام له راتګ وروسته د اروپا مسیحیانو په مصر کې د ختیځ له مسلمانانو سره د یوځای کېدو د ایډیالوجۍ هڅه کوله.‌

بوناپارت له لومړي سره پوهېده چې دی او پوځ‌ به یې نیل دښتې ته له کوزېدو وروسته له ډېرو سختیو سره مخامخ شي.

"د اسلام ملاتړی"

مصریانو د ناپلیون برید ته - لکه څرنګه چې فرانسوي سرچینو د "ختیځ پوځ" د برید نوم ورکړی - د لوېدیځ له خوا د اسلام د نابودولو د یوې هڅې په سترګه کتل، یا لږترلږه د ختیځ د شتمنیو د لوټلو نوې هڅه، لکه څرنګه چې له هغه مخکې جان دو بریین په ۱۲۲۱ کال پر مصر د پنځمې صلیبي جګړې پرمهال دا کار وکړ او په ۱۲۴۹ کال نهم لویس په اوومه صلیبي جګړه کې همدا چم وکړ.

خو ناپلیون د اسکندرې سمندرغاړې ته د خپلو جنګي بېړیو مخې ته ظاهراً د "اسلام د ملاتړي" او "اتل" په بڼه ځان رسولی و، چې په دې اړه فرانسوی جنرال برتران د "د مصر او سوریې جګړې" په نامه په یوه تاریخي ګواهي کې همدا خبره کړې ده:

"د فرانسوي پاچاهانو د ټیکاو پروړاندې دین د یوه لوی خنډ په توګه ګڼل شوی، په ۱۷۸۸ کال فرانسوي مستشرق فولنېه لیکلي وو، په مصر کې د ټیکاو لپاره درېیو جګړو ته اړتیا ده: لومړۍ د انګلستان پروړاندې، دویمه د واکمن عثماني خلافت او درېیمه چې تر ‌ټولو ډېره ګرانه هم ده، د هغو مسلمانانو پروړاندې چې ددغه هېواد ډېری وګړي جوړوي."

ناپلیون مصر کې دودیزو او مذهبي مراسمو لمانځلو ته دوام ورکړ، چې د مصریانو زړونه خپل کړي او اسلامي نړۍ ته ځان د اسلام او مسلمانانو ملګری وښيي

د عکس سرچینه، Apic/Getty Images

د عکس تشریح، ناپلیون مصر کې دودیزو او مذهبي مراسمو لمانځلو ته دوام ورکړ، چې د مصریانو زړونه خپل کړي او اسلامي نړۍ ته ځان د اسلام او مسلمانانو ملګری وښيي

هر اروپايي ښکېلاکګر ته خپلو سیاسي او پوځي موخو ته په رسېدو کې د اسلام پخپله خاوره کې یو خنډ ګرځېدلی. د ځوان ناپلیون بوناپارت په ګڼو کتابونو کې موندل شوې چې د عربو تاریخ او د اسلام د پیغمبر ژوند یې ډېر لوستلی دي.‌

فرانسوی تاریخپوه فرانسوا چارل-رو د "بوناپارت اسلامي سیاست" په نامه څېړنه کې، چې "ناپلیوني څېړنې" مجله (۱۹۲۵ - ۲۴ ګڼه) کې خپره شوې ده، وايي:

"محمد ته د یوه دیني بنسټګر، د ولسونو مشر او قانون جوړوونکي په سترګه ګوري. تاریخ او د محمد تګلارې له ډېر وخت پر هغه اغېز کړی، ان مخکې له دې چې مصر ته ورسېږي، د عربو تاریخ یې ښه لوستلی، قرآن یې لوستی او له نورو دیني کتابونو سره یې یوځای یو ټوک قرآن پر مصر د برید پرمهال پخپل دفتر کې ساتلی دی."

ناپلیون د مصر خاوره کې د لومړي ګام تر اېښودلو وروسته پخپلو کړنو او څرګندونو کې له لومړۍ ورځې راهیسې دا ټینګار درلود چې ګني د اسلام د دین نابودولو او د مسلمانانو د ځورولو لپاره نه دی راغلی، بلکې په ډېرو ځایونو کې یې خدای، د اسلام پیغمبر او قرآن ته د درناوي اشاره کړې ده، هغه "اسلام سره یوځای" کېدو ته هم اشاره کړې او خپل پوځیان یې "مخلص مسلمانان" بللي."

مصریانو د ناپلیون برید ته د اسلام د نابودۍ په سترګه کتل، چې غواړي د منځني ختیځ شتمنۍ ولوټي.

د عکس سرچینه، DeAgostini/Getty Images

د عکس تشریح، مصریانو د ناپلیون برید ته د اسلام د نابودۍ په سترګه کتل، چې غواړي د منځني ختیځ شتمنۍ ولوټي.

"د پاک او متعال خدای عبادت کوم"

ناپلیون بوناپارت هغه لومړنی مستعمِر (ښکېلاکګر) دی چې له دیني اړخه یې د مصریانو له احساساتو سره د لوبې په موخه بېلابېل الفاظ کارولي، لکه څرنګه چې په عربي ژبه د هغه لومړنۍ وینا کې - چې مستشرقینو فانتور او مارسیل لیکلې ده - په ډاګه شوې ده.‌

د ناپلیون په خپله لومړنۍ وینا کې چې مصري تاریخپوه عبدالرحمن الجبرتي راخیستې ده، داسې راغلي:

"بسم الله الرحمن الرحیم، له خدای پرته بل معبود نه شته، هغه بچی نه لري، او پخپله پاچاهۍ کې شریک نه لري، د ازادۍ او برابرښت پربنسټ د فرانسې د عسکرو د مشر او د فرانسوي پوځونو د مشر بوناپرته له خوا، د مصر ټول وګړي پېژني.... تاسو ته ویل شوي چې، زه ستاسې خوا ته نه یم راغلی، مګر ستاسې د دین د نابودۍ په مقصد، دا یو ښکاره دروغ دي، مه یې منئ، او دروغ ویونکو ته ووایئ چې زه دلته د ظالم له لاسونو ستاسې د حق اخیستو لپاره راغلی یم، او زه له هغو پاچاهانو یم چې د پاک خدای عبادت کوم،‌ د نبي او قرآن عظیم احترام یې کوم."

بوناپرټ زیاتوي: شیخانو او قاضیانو... خپل ولس ته ووایئ چې فرانسویان هم مخلص مسلمانان دي، ددې ثابتولو لپاره دا ده چې دوی لوی روم ته ننوتل او د پاپ څوکۍ یې ماته کړه، هغه چې تل به یې مسیحیان د اسلام دښمنۍ ته هڅول... مصریانو ته زېری ورکوم چې له ځنډ پرته له موږ سره موافق دي، مال یې وساتل شو او مرتبې یې لوړې شوې، هغو ته هم زېری دی چې پخپلو کورونو کې کېناستل او یوې ډلې ته هم د جګړې لپاره ماېل نه شول... خو هغو لره هلاکت دی چې زموږ پرضد جګړه کې له ممالیکو سره یوځای شول، چې بیا وروسته یې د خلاصون لار ونه مونده او هېڅ اثر یې هم پاتې نه شو."

ناپلیون بوناپارت هغه لومړنی ښکېلاکګر و، چې له دیني اړخه یې د مصریانو له احساساتو سره لوبیز توري کارولي

د عکس سرچینه، Heritage Images/Getty Images

د عکس تشریح، ناپلیون بوناپارت هغه لومړنی ښکېلاکګر و، چې له دیني اړخه یې د مصریانو له احساساتو سره لوبیز توري کارولي

په فرانسوي اصل متن کې ځینې چاپ شوې نسخې په توپیر چاپ شوې، لکه د ضابط د جان جوزېف مواریه د ختیځ پوځ د برید په یادښتونو کې چې "د مصر د جګړې یادښتونه" په نامه و او ۱۸۸۱ پاریس کې چاپ شوي، راغلي:

".... اې شېخانو او قاضیانو... خپل ولس ته ووایئ موږ د مسلمانانو ریښتیني ملګري یو. ایا پاپ او د مالتا سپاهیان مو ختم نه کړل؛ ځکه چې دوی باور کاوه خدای له دوی نه د مسلمانانو وژل غوښتي. "

بونابارت پوځ ته پخپل لومړني فرمان کې د ۱۷۹۸ د جولای پر ۱۲مه، چې د "لوریان (ختیځ) " د قوماندې له بېړۍ صادر شوی، راغلي:

"داسې جګړه به کوئ چې د نړۍ په تمدن او تجارت کې اثر ولري، انګلستان ته به لوی ګوزار وي، ښه ګوزار به ورکوئ، تګلوری به ډېر ګران وي، ګڼ نور جنګونه به هم کوئ، او بریا به زموږ وي ځکه چې تقدیر زموږ په ګټه دی."

ناپلیون پخپلو خبرو او کړنو کې هڅه کوله چې ځان د اسلام د دین او مسلمانانو ضد ونه ښيي

د عکس سرچینه، Apic/Getty Images

د عکس تشریح، ناپلیون پخپلو خبرو او کړنو کې هڅه کوله چې ځان د اسلام د دین او مسلمانانو ضد ونه ښيي

بوناپارت په همدې متن کې د دوو ډلو (فرانسوي مسیحي و مصري مسلمان) ترمنځ د تعامل سپارښتنه کړې چې د تلفاتو مخه پرې ونیوله شي:

"پوه شئ هغه ولسونه چې موږ ورسره اوسېږو، محمدي ولسونه دي، د دوی د ایمان لومړنی اساس دا دی چې له الله پرته بل معبود نه شته او بېشکه محمد د الله رسول دی، له دوی سره مخ مخامخېږئ له دوی سره د یهودیانو او ایټالویانو معامله وکړئ، د دوی د مفتیانو او امامانو احترام کوئ، لکه څرنګه مو چې د پادریانو او راهبانو درناوی کاوه، د دوی هغه دود او دستور ته وګورئ چې قرآن ورته ټاکلی، جوماتونو ته یې په هغه سترګه وګورئ، کټ مټ لکه د یهودانو عبادتځیو ته مو چې کتل، هغه یهودان چې د موسی او مسیح د دین پیروي چې کوي."

د مراسمو تګلاره

بوناپارت د خپلې ژمنې پوره کولو لپاره د مراسمو له تګلارې په ګټې اخیستو د مصریانو د زړونو ګټلو هڅه وکړه، او اسلامي نړۍ ته یې اعلان کړه چې ګني د اسلام او مسلمانانو ملګری دی، هغه د نب‍ي د مولود مراسم ولمانځل او حج ته یې مصطفی کتخدا د ۱۷۹۸ کال دسپتمبر پر لومړۍ نې‍ټه امیر وټاکه،‌ لکه څرنګه یې چې د مکې مشر ته ولیکل چې د حرمینو اوقاف به وراستوي، چې ځان او خپل انځور د اسلام د ملګري په بڼه وښيي.

بوناپارت د ازهر د شېخانو په اړه پوهېده چې دوی د نبوي مولود کلنیو مراسمو جوړولو هوډ نه لري، دی یې په لامل پوه شو، شېخانو ویل چې پوره پیسې نه ورته لري، له همدې فرصته په ګټې اخیستو او د اسلام د ملګري د انځور ښودلو په بڼه یې د نبوي مولود د مراسمو لپاره کافي مالي امکانات برابر کړل.

په خبرو کې د ناپلیون هر راز احتیاط د مصریانو وېره کمه نه کړه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په خبرو کې د ناپلیون هر راز احتیاط د مصریانو وېره کمه نه کړه

فرانسوي پوځيانو هم د نبوي مولود په مراسمو کې ګډون وکړ، پوځي ننداره یې وړاندې کړه، د سندرو مېلې او اورلوبې وشوې، بوناپارت په دې مراسمو کې د خپل داخلي سیاست د تایید لپاره شیخ البکري په مصر کې د شریفزاده ګانو مشر وټاکه.

بوناپارت په مصریانو کې د ازهر د شېخانو په مقام پوهېده، همدا ده چې د هغوی د نژدې کولو هڅه یې وکړه، ناپلیون قومندان مارمون ته د ۱۷۹۸ د اګسټ پر ۲۸مه یو لیک واستاوه:

"شیخ المسیري ته ورشه، ورته ووایه چې زه له مشرانو سره ګورم، د قاهرې مشرانو سره هرو لسو ورځو کې څلور ځله، تر ما هېڅ بل څوک د اسلام د دین د پاکۍ په اړه ډېر قناعت نه لري."

دغه فرانسوي قومندان به د ازهر د علماوو او شېخانو په مجلسونو کې ګډون کاوه، د اسلام په اړه به یې له هغوی پوښتنې کولې.

بونابرت

د عکس سرچینه، Hulton Archive/Getty Images

د عکس تشریح، بوناپارت د ۱۷۹۹ د اګسټ میاشتې پر ۲۳مه نیمه شپه کې فرانسې ته وتښتېد او خپل قومندان کلیپر ته یې یو ډېر مهم له وصیت ډک لیک پرېښود:

ناپلیون په ګڼو متنونو کې اسلامي عبارات کارولي، او دا ادعا یې کوله چې ګني په زړونو پوهېږي او مصر ته یې راتګ او واکمنېدل د "قرآن په ایاتونو کې" راغلي، الجبرتي یوه وینا په عربي ژبه راخیستې ده، دا کټ مټ هماغه فرانسوي متن دی چې د فرانسې جګړې ورځپاڼې "کورییه دو لیجیبت" په ۲۳ ګڼه کې راغلی:

"بسم الله الرحمن الرحیم، د فرانسوي پوځیانو د امیر له خوا د مصر ټول ولس ته خطاب، عام او خاص ته،‌ تاسو ته وایم چې ځینې بې عقله لارورکي خلک په فتنه کې ایسار شوي، چې خدای د خپل عمل او ناوړه نیت له کبله هلاک کړل، خدای ما ته امر وکړ چې پر بندګانو شفقت او زړه سوی وکړم، نو امر مې یې پرځای کړ، پر تاسو ورحمېدم او شفقت مې درباندې ولوراوه."

بوناپارت زیاتوي: "له خدای تعالی نه مخالف نجات نه مومي، (هرڅه د خدای په لاس کې دي، عاقل پوهېږي چې موږ د خدای تعالی په تقدیر، اراده او قضا هرکار کړی، څوک چې شک لري هغه به احمق او ړوند وي، پوه شئ چې الله د اسلام دښمنان په ازل کې هلاک کړي، او له لوېدیځه د مصر ځمکې ته د ظالمانو د هلاکولو لپاره زما راتګ ازل کې و... عاقل هېڅ شک نه لري چې دا د خدای تقدیر، اراده او خوښه ده."

"قرآن عظیم په ډېرو ایاتونو کې د هغه څه چې ترسره شوي، وړاندوېینه کړې، او په نورو ایاتونو کې یې په راتلونکې کې د راتلونکو پېښو وړاندوېینه کړې او د خدای کتاب کې د الله خبره رښتیا او حق ده چې هېڅ اختلاف پکې نه شته."

فرانسوي ځواکونه په پیل کې پر مصر د ناپلیون د برید له هدفه خبر نه وو

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، فرانسوي ځواکونه په پیل کې پر مصر د ناپلیون د برید له هدفه خبر نه وو

بوناپارت او د مینو جنرال اسلام

د فرانسوي جګړې یو وتلی جنرال مینو د پوځي پرمختګ په فکر کې و، غوښتل یې په ولس کې ځان ورګډ کړي، په تېره بیا د مصر شمالي رشید ښار کې چې دی پکې واکمن و، همدا وو چې مسلمان شو.

بلکې تر دې هم وړاندې ولاړ،‌ له یوې داسې کورنۍ سره یې خېښي وکړه چې نسب یې د اسلام پیغمبر ته رسېږي، مینو د زبیده په نامه له یوې نجلۍ سره واده وکړ، چې د سلیم اغا نعمت الله مطلقه وه، د الرشید ښار د یوه مخور محمد البواب لور وه.

د مینو د کوزدې شرعي عقد د هغه د اسلام په راوړلو او د شهادت د کلمې په ویلو اعلان شو، او خپل نوم یې عبدالله جاک مینو د ۱۷۹۹ کال د مارچ پر دویمه اعلان کړ.

که څه هم د مینو دا ګام پوځ‌ کې ملنډه وګرځېده، خو بوناپارت خوښي پرې وښوده او هرکلی یې وکړ. لکه څرنګه چې په "مصر کې د ناپلیون بوناپارت ورځني عسکري اوامر" ټولګه کې راغلي، هغه جنرال مینو ته د اسلام راوړلو مبارکي ورکړه:

"د غزه قوماندې مرکز جنرال مینو ته،‌۸ فانتوز، ۱۷۹۹، فبروري ۲۶مه، (اې وطندار جنراله د جنورۍ پر ۲۷مه ستا له لیک نه خبر شوم چې جومات ته د امامت لپاره تللی وې. "....

په عکا کې د ناپلیون له ماتې وروسته، هغه په قاهره کې د دیني فتوا صادرولو هڅه وکړه او له ده سره د مصري ولس د دوستۍ ښکاره کولو نیت یې درلود

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په عکا کې د ناپلیون له ماتې وروسته، هغه په قاهره کې د دیني فتوا صادرولو هڅه وکړه او له ده سره د مصري ولس د دوستۍ ښکاره کولو نیت یې درلود

"سُنتول او د شرابو څښل"

د عکا کلابندۍ کې د بوناپارت له ماتې وروسته هغه قاهرې ته ستون شو او د یوې دیني فتوا صادرولو هڅه یې وکړه او "ولس ته یې له هغه سره د ملګرتیا د لوړې امر" وکړ، دې کار شیخان په ستونزه کې واچول، ځکه چې له ده سره د هغوی د ملګرتیا او اخلاص یوه ازموینه وه، خو علماوو له دې ستونزې د وتلو لپاره له هغه وغوښتل دا چې د اسلام پیغمبر یې خوښېږي او خپلې بریاوې د خدای له ملاتړ سره تړيو نو ولې خپل اسلام نه اعلانوي او خپل پوځ ولې نه مسلمانوي؟

جنرال برتران وايي، بوناپارت د یوې غولونې پلان جوړ کړ: "دوه شیان د هغه او د پوځ د اسلام نه راوړلو خنډ‌ ګرځېدلی و: سُنتول او د شرابو څښلو حراموالی. او تر دې مهمه ده چې مخکې له دې چې د اسلام راوړلو حد ته ورسېږي، باید پوځ ته د اسلام پوهاوي او عملي کولو لپاره کافي وخت ورکړل شوی وای، چې لږترلږه دوه کاله وخت ته ضرورت و."

جنرال برتران پخپلو یادښتونو کې وایي، چې مسلمانانو ته د ناپلیون فرمانونه له چل او فرېب پرته بل څه نه وو:

"دا غولول وو،‌ خو په لوړه کچه فرېب، بل خوا یې دا کار ځکه کاوه چې ښکلي عربي ادبیات یې ژباړل... (بوناپارت) ویلي، هغه فرانسویان چې له ما سره وو، په دې کې یې له خندا پرته بل څه نه موندل".

ناپلیون د ګټورو او تاواني معاملو ترمنځ ښه توپیر کولی شوی، همدا وو چې د ۱۷۹۹ اګسټ میاشت کې یې له مصر نه د تېښتې فرصت وموند

د عکس سرچینه، Hulton Archive/Getty Images

د عکس تشریح، ناپلیون د ګټورو او تاواني معاملو ترمنځ ښه توپیر کولی شوی، همدا وو چې د ۱۷۹۹ اګسټ میاشت کې یې له مصر نه د تېښتې فرصت وموند

"خدای پامان بوناپارت"

ناپلیون بوناپارت د ګټورې او زیانمنې معاملې ترمنځ په توپیر ښه پوهېده، همدا وو چې د ۱۷۹۹ په اګسټ‌ میاشت کې یې له مصر نه د تېښتې لاره غوره کړه، او خپل مخکښ جنرال کلیپر ته یې یوه لیک کې د مصر د واکمنۍ او د ختیځ د پوځ مسؤولیت وروسپاره.

د تاریخپوه هینري لورانس په وینا، په قاهره کې یې د وروستۍ استوګنې پرمهال، هېچا ته د خپل نیت او هوډ په اړه د پټو معلوماتو افشا کولو اجازه نه ورکوله، همدا وو چې د قاهرې دېوان ته ولاړ او ځان یې د خدای راستولی استازی اعلان کړ.

بوناپارت د ۱۷۹۹ د اګسټ میاشتې پر ۲۳مه نیمه شپه کې فرانسې ته وتښتېد او خپل قومندان کلیپر ته یې یو ډېر مهم له وصیت ډک لیک پرېښود:

"څوک چې قاهره کې د لویو شېخانو باور ترلاسه کوي، په اصل کې د مصري ولس باور تضمینوي، د ولس مشرانو کې تر شېخانو لږ خطرناک کسان نه شته، ځکه دوی بې زړه قوم دی چې جګړه نه شي کولی، چې دا د تعصب نښه ده او دوی متعصب نه دي، له دې اړخه دوی کاهنانو ته ورته دي."

ناپلیون د ابوالهول مخې ته

د عکس سرچینه، DeAgostini/Getty Images

د عکس تشریح، بوناپارت پرته له دې چې پر مصر واکمن شي، ختیځ پرېښود، عکا ورته تسلیم نه شوه

بوناپارت د قاهرې دېوان ته هم په یوه لیک کې لیکلي چې "مواریه" پیې پخپله ګواهي کې متن داسې راوړی: "د قوماندې له مشرې د لاس اخیستو هوډ‌ مې وکړ او زما غیاب کې مې جنرال کلیپر ته مشري وسپارله، پر هغه زه ویاړم، له هغه مې وغوښتل له علماوو او شېخانو سره هماغسې مینه وکړي لکه ما چې ورسره لرله."

بوناپارت زیاتوي: "تر خپله وسه هڅه وکړئ چې (کلیپر) هم د مصري ولس هومره باور ترلاسه کړي لکه ما چې لاره، دا ولس په دوو یا درېیو میاشتو کې زما تر ستنېدو پورې زما د نېکبختۍ سرچینه وي، او په ستنېدو کې به د شېخانو ستاینه او مکافات زما دنده وي."

بوناپارت پرته له دې چې پر مصر واکمن شي، ختیځ پرېښود، عکا ورته تسلیم نه شوه، د ۱۷۹۸ کال د اګسټ پر دویمه د "ابو قیر" په جګړه کې د سمندري د بوناپارت د سمندري ځواکونو له ماتېدو وروسته مدیترانه سمندر د انګرېزانو لاس ته ولوېد، همدارنګه د بوناپارت ځواکونه د ممالیکو (د هغه وخت واکمنانو) پر ماتولو ونه توانېدل او د مصریانو مقاومت هم مات نه شو.

د بوناپارت "اسلامي" خوب په مصر کې ټیک یو بل کال هم همداسې پاتې شو، په دې موده کې ختیځ او لوېدیځ له تاریخي او فکري اړخه نژدې وګرځېدل، که څه هم فرانسوي قومندان د "ختیځې امپراتورۍ" جوړولو خپل خوب پوره نه شو کړای، خو لږترلږه یې د "لوېدیځې امپراتورۍ" د خوب رښتیا کېدو ته نوې فرصت و.

بوناپارت د خپلو ځواکونو مخ کې شو او د اسکندریه سمندرغاړې ته یې خپلو جنګي بېړیو ته ځان ورساوه.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، بوناپارت د خپلو ځواکونو مخ کې شو او د اسکندریه سمندرغاړې ته یې خپلو جنګي بېړیو ته ځان ورساوه.