امریکايۍ خبریاله ولې پاکستانۍ ممثله وبلل شوه؟

نور

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، نور التاجوري امریکايۍ خبریاله ده

د امریکا مشهورې فېشن مجلې 'ووګ ' له دې کبله بښنه غوښتې چې د فبرورۍ ګڼه کې یې د امریکایۍ مسلمانې خبریالې نور التاجوري له تصویر سره په تېروتنه د پاکستانۍ ممثلې نوم لیکلی.

۲۴ کلنه نور التاجوري وايي، له خپل تصویر سره د نور بخاري د نوم لیدو له کبله یې 'زړه ټوټې ټوټې ' شو. التاجوري وايي، امریکا کې د 'مسلمانانو ناسم استازیتوب او ناسمه پېژندګلوۍ ' یوه تل پاتې مساله ده.

انسټاګرام فعالې او رضاکارې نور التاجوري هغه ویډیويي کلیپ هم خپور کړی، چې مېړه یې ثبت کړی او د مجلې پاڼو اړولو حال کې لیدل کېږي.

لومړي سر کې د نوموړې خوښې د لیدو ده، چې وايي ' دا ډېر شاندار دی، زه له خوښۍ بې حاله یم ' خو کله چې تېروتنه ویني وايي، 'ودرېږه، ودرېږه. ' د بې باورۍ همدې حالت کې مجله نغاړي او وايي، 'دا څه ډول ټوکه ده؟ '

د دغه پیغام ژبه ښايي ځینو لیدونکو ته مناسبه نه وي.

دې Instagram پوسټ نه تېرشئ
ایا له Instagram نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ Instagram پای

نور وايي، دا یې ارمان و، چې دغسې مجله کې یې تصویر خپور شي، خو د دغې خپرونې په اړه یې داسې تصور هم نه و کړی، چې 'دومره معتبره ' یې بلله.

هغه وايي، څو ځله داسې شوي، چې په رسنیو کې د ناسمې پېژندګلوۍ له کبله ان ژوند له خطرونو سره مخامخ شوی او وايي، تر خپله وسه یې مبارزه کړې، چې په وینا یې کله نا کله فکر کوي، ماته یې خوړلې.

د امریکايي ټلویزیون سي این این رپوټ کې ویل شوي، پروسږ کال د نور التاجوري تصویر د هغه بریدګر د مېرمنې نور سلمان د تصویر پر ځای خپور شوی و، چې یوه نایټ کلب کې یې پر خلکو ډزې وکړې.

نور التاجوري یوه رضاکاره ده او ۲۰۱۶ کال کې د بالغو کسانو ځانګړې مجلې پلې بوای کې د لومړنۍ مسلمانې په توګه حجاب کې راڅرګنده شوه.

بل لور ته ووګ مجلې مسوولینو ویلي، 'دغې تېروتنې له زړه خواشیني کړي دي '

نور التاجوری

د عکس سرچینه، Getty Images

مجلې لیکلي:

''موږ د تاجوري تصویر او معلوماتو موندلو له کبله خوښ وو، خو د پېژندګلوۍ تېروتنه یې ځورونکې اشتباه ده. موږ په دې هم پوهېږو، چې رسنیو کې په ځانګړې توګه د غیر سپین پوټکو ناسمه پېژندګلوي یوه لویه ستونزه ده. موږ به راتلونکي کې ډېر پام کوو، له نور التاجوري او نور بخاري بښنه غواړو چې له دې کبله له شرم سره مخامخ شوې. ''

بل لور ته ځینې کسانو د ووګ پر بښنه غوښتو هم نیوکه کړې او په وینا یې د غیر سپین پوټکو له یادوولو یې هدف تور رنګي خلک وو.

له سي این این سره خبرو کې نور التاجوري وايي، موږ د دې ملاتړ له کبله مننه کوو، چې له کبله یې دغه خبره مخکې لاړه:

''دا یوازې زما د ناسمې پېژندګلوۍ یا ناسم استازیتوب خبره نه ده، بلکې د هغو ټولو خلکو خبره ده، چې ځنډې ته شوي دي، چې تل وروسته یادېږي او رښتیا یې څوک نه ويني. ''