بالیووډ کې سرطان

تېره اونۍ د سپټمبر پر ۲۹ د بالیووډ هنرمن رشي کپور یوه ټوېټ کې ولیکل چې د یو څه وخت لپاره رخصت اخلي او امریکا ته د درملنې لپاره ځي.

هغه دا هم زیاته کړه، چې دا کومه د اندېښنې خبره نه ده او په دې تړاو اټکلونه مه کوئ.

"د خپلو مینوالو په دوعاوو سره به ژر را ستون شم".

هغه خو وویل، چې له ځان خبرې مه کوئ، خو ځینې عادتونه کله پرېښودل کېږي.

هند او پاکستان کې رسنیو د هغه د ناروغۍ په هکله ډېرې خبرې او اټکلونه وکړل.

ورور مې هم نه پوهېږي

تر دې چې ورور یې رندیر کپور په ښکاره وویل، چې رشي کپور کېنسر یا سرطان نه لري او دا ټولې ګنګوسې دي.

"لا یې هم ازموینې کېږي، تراوسه هغه خپله نه پوهېږي چې څه ناروغي لري، نو دغسې حالت کې خلک څنګه اوازې ګډوي".

ښايي د داسې ګنګوسو خپرولو یوه وجه دا هم وي چې د بالیووډ لږ تر لږه دوه ستوري په سرطان اخته دي.

هنرمنه سونالي بیندري

تېره جولای سونالي بیندري یوه انسټاګرام پوسټ کې وویل، چې سرطان لري:

"دا مرض په داسې وخت کې دی چې هیله مې یې نه وه، نو ژوند ستونزمنېږي".

هغي ولیکل چې د دې ناروغۍ تصور یي هم نه درلود:

"ما کله هم په دې هکله سوچ نه و کړی، یو درد و، څه ازموینې مې وکړې او دا ناروغي مې شته".

له دې وروسته سونالي بیندري د خپل دې سفر څو انځورونه انستاګرام او ټوېټر کې پرلیکه کړل.

هنرمن عرفان خان

عرفان خان مارچ کې یوه ټوېټ سره دا خبره وکړه چې درنه ناروغي لري.

"ما کله هم دا فکر نه کاوه چې د ناویاتو کیسو موندلو په هڅه کې د داسې ناروغۍ ښکار شم چې ډېر کم خلک یې لري".

له دې پیغام سره یې له خلکو دا هم غوښتي و چې بې ځایه اټکلونه ونه کړي.