تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
جنسي صحنې په بالیووډ کې بری تضمینوي؟
ښکلې سندرې، عشقي او پاروونکي صحنې او بې باکه تبلیغ د فلم د بریالیتوب ضمانت کولی شي؟
ځواب هو او نه دواړه دی.
۱۹۹۰ کلونو کې کله چې "استا" او "کاما سوترا" په څېر څرګند سیکسي فلمونه جوړ شول، موخه یي ځان ته د پام اړول نه و.
بلکې د انساني فطرت نور اړخونه را پورته کول و یا د داسې څه د را برسېره کولو او جاج اخیستلو هڅه وه چې د هغو په هکله خبري کول منع بلل کېدې.
خو مهیش بټ او د هغه ورور مکیش بټ دا نظریه بشپړه بدله کړه.
بټ کېمپ پر ۲۰۰۱ کال "قصور" فلم سره دا نظریه په نوي انداز وړاندې کړه او د هغوی دا فارمولا د "راز" فېلم د سریال سره په کامیابۍ مخته لاړه.
له دې مخکې فلم جوړوونکو د داسې فېلمونو خپرولو ته زړه نه ښه کاوه، خو بټ کېمپ له ډار پرته نه دا چې دا فلمونه خپرول پیل کړل بلکې د دوی لپاره اعلانونو خپرولو کې یې هم له اړتیا ډېره مساله اچوله.
بیا په دې تجربه شوي فارمول نورو فلم جوړوونکو هم کار پیل کړ او "جسم"، "وژنه"، "راګني اېم اېم اېس" او"گرمه کیسه" لړۍ پیل شوه.
د دې لویه بېلګه پر ۲۰۰۴ کال وژنه یا مرډر فېلم و چې د هغه وخت د شاه رخ او پریتي زنټا د فلم "ویر زارا" سره یې سخته سیالي وکړه.
دا ډول د ګرمه کیسه یا هاټ سټوري سیریال لارښود وشال پانډي وايي، داسې هم نه ده چې په لوی لاس داسې لوڅې صحنې فلمونو ته واچوي، بلکې له مینوالو څه پټولی نه شي:
"دا چې دا فلمونه تل کامیاب وي، داسې نشم ویلی، خو دا فېلمونه خپل مینوال لري، که نه یې لرلی ګینګز اف واسع پور، کهاني او کیون په څېر فېلمونه به کله کامیاب شوي وو"؟
بله خبره د ټرېنډ هم ده، اوس بالیووډ کې لوی لوی نومونه نشته، بلکې د وړو وړو ښارونو خورا لومړنۍ مسلې پلورل کېږي.
یو مثال یې پر ۲۰۰۵ کال د بنټي اور ببلي، بریلي کي برفي، کوین او تېره اونۍ خپور شوی "سونو کې ټیټو کې سویټي" دي، چې په یوه اونۍ کې یې په ټولیز ډول له سل کروړو یا زر میلیون روپیو و ډېر کار وکړ.
دا اونۍ د وشال پانډي یو بل حساس فلم هاټ ستوري فور خپور شو، د دې فېلم اتله اوروشي راوټیلا د ښځو په ملاتړ ناره وکړه او ویې ویل د خوښۍ خبره ده چې دا فلم د ښځو په نړیواله ورځ خپرېږي.