د سمرقند سفر؛ ازبکستان په انځورونو کې

- Author, فریدالله نظري
- دنده, بي بي سي / کابل
تېره میاشت مې په تاشکند کې د افغانستان د سولې په اړه په جوړېدونکې غونډه کې د ګډون لپاره په کابل کې د ازبکستان سفارت ته خپل اسناد وسپارل. ما اورېدلي وو چې د ازبکستان حکومت له رسنیو سره سخت چلند کوي، نو ځکه د ویزې د نه را کولو وېره را سره وه.
خو کله مې چې سفارت ته اسناد وسپارل زما د پخوانیو انګېرنو خلاف یې سمدستي ویزه راکړه.
په ازبکستان کې مو د لارښودې په مرسته ډېر تاریخي او تفریحي ځایونه ولیدل چې هغه یې د ځینو تاریخي شالید هم راته ووایه.

پراخ ډګر د تاشکند ښار په زړه کې جوړ دی چې په مرکز کې یې د امیر تیمور ګورګاني مجسمه درول شوې. امیر تیمور په (۱۳۳۶-۱۴۰۵) کال کې په سمرقند کې زېږېدلی هغه د تیموریانو لومړی پاچا و.
دا ډګر د روسي امپراطورۍ انجینرانو طراحي کړی چې د ښار مرکزي بڼ په نوم یادېږي.
د امیر تیمور مجسمه په ۱۹۹۳ میلادي کال کې جوړه شوې. له هغه مخکې دې هوايي ډګر کې د "کارل مارکس" او "ستالین" مجسمې ولاړې وې.

سمرقند د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو لپاره زړه راښکونکی ښار دی. دا ښځې د ازبکستان له بېلابېلو ځایونو سمرقند ته راغلي. اوس د سمرقند وګړي کولی شي په تاجکۍ پارسۍ هم خبرې وکړي.

له ۱۹۸۹ تر ۲۰۱۶ کلونو پورې اسلام کریموف د ازبکستان ولسمشر و. هغه په ۱۳۹۵ کال چې د ۲۰۱۶ کال د ډیسمبر له دویمې سره سمه ده د مغز د سکتې له کبله ومړ او له وصیت سره سم یې سمرقند کې خاورو ته وسپاره. کریموف د مړینې پر وخت ۷۸ کلن و. د هغه مقبره په سمرقند ښار کې د مرمر له تیږو جوړه شوې.

د ازبکستان دولت په ۲۰۱۷ کال کې د اسلام کریموف مجسمه په سمرقند ښار کې ودروله.

ریګستان په سمرقند کې د هغو لرغونو ودانیو ټولګه ده چې په ۱۵ میلادي پیړۍ کې د تیموریانو د دولت پلازمېنه وه.

دا مدرسه په یوولسمه پېړۍ کې جوړه شوې چې په جوړولو کې یې له سرو زرو کار اخیستل شوی دی.

عبدالهادي د افغانستان د بادغیس ولایت دی. نوموړی ۲۰ کاله کېږي چې سمرقند کې ژوند کوي هغه د "شیردروازه" په مشهوره ودانۍ کې افغانۍ قالینې پلوري.

د بزګر مرکزي بازار په سمرقند کې د امیر تیمور د ښځې "بیبی خانم" جومات ته څېرمه موقعیت لري. په دې کلیوالي بازار کې تر ډېره لاسي صنایعې لیدل کېږي.

ازبک صنعتکاران بېلابېل سکښتونه په دې لوښو کې نقشوي.

ازبکي خواړه هم د دې هېواد د خلکو د کلتور یوه برخه ده

په ازبکستان کې بېلابېل ډول ډوډۍ هم پخېږي، چې لاندې هغه یې په ځانګړي ډول د ودونو د مراسمو لپاره دي.









