د بالیووډ هغه سندرې چې لسګونه میلیونه روپۍ پرې لګول شوې

د عکس سرچینه، Devdas@erosePictures
د هنرمن شاه رخ خان، مادهوري دکشت او ایشوریه رای بچن د مشهور فېلم "دېواداس" له خپرېدلو پنځلس کلونه تېرېږي.
د دې فېلم سندره "ډولا ري ډولا" ډېره مشهوره وه او خلکو د دې سندرې د ریکارډ ډول هم ډېر خوښاوه.
د فېلم ډایرېکټره سنجي لیلابنسالي د دې سندرې لپاره ډېره ښکلې او ګران بینه ودانۍ هم جوړه کړې وه..
دا سندره د هندي سینما په خورا ګرانبیه نغمو کې ګڼل کېږي.

د عکس سرچینه، Mugal E azam Twitter @film history pics
د فېلم د نڅا ډیزاینر سروج خان وايي، د سندرې پر شوټېنګ نږدې ۲۵ میلیونه روپۍ مصرف راغلی و.
د هغه په خبره، دا سندره یې په نټوری ډول فېلم کړې وه، ځکه چې د ځانګړو مراسمو لپاره وه.
"پر شوټېنګ یې ۱۳ ورځې تېرې شوې، په دې سندره کې د نڅاګرو لویې لویې ډلې وې. ور سره یې سینګار هم ډېر ګران و. له درانه ساړي او ګاڼو سره په نڅاګرو کې اول مادهوري او ایشوریه دواړه نڅېدلې، په خپل زیار سره یې سندرې ته سا ور کړه".

د عکس سرچینه، Mugal E azam Twitter @film history pics
پر دې سربېره په هندي فېلمونو کې څو نورې داسې سندرې دي چې پر جوړولو یې د اوبو په څېر پیسې لګول شوې دي.
په دې کې یوه هم د "دهوم تري" فېلم سندره "ملنګ" ده، د فېلم کارپوهان وايي، پر دغه سندره نږدې پنځوس میلونه روپۍ لګول شوې دي.
د عامرخان او قطرینه کېف دغې سندرې ته۲۰۰ بهرني جمناسټیان هم ور بلل شوي وو.
پر ۱۹۶۰ کلاسیک فېلم "مغول اغظم" د سندرې( کله چې مینه وي ډار ولې وي) ډایریکټر اصف شش محل جوړ کړ.

د عکس سرچینه، Mugal E azam Twitter @film history pics
دا شش محل کټ مټ تاریخي شش محل ته ورته و او د ودانۍ په جوړولو یې نږدې دوه کاله وخت ولګېد.
فېلم پوهان وايي، ۱۵۰ فوټه اوږد او ۸۰ فوټه پراخ دغه ځای باندې د پاتې فېلم له بودیجې ډېر مصرف وشو.
د دغه شش محل د جوړولو لپاره له بلجیم شیشه را غوښتل شوې وه.
هیښوونکې خبره دا ده چې مغول اعظم یو تور او سپین فېلم و، خو دا سندره په ټیکني رنګ سره ریکارډ شوې وه.
فېلم پوهان وايي، که اوس دا سندره فېلم کېږي، نو نږدې ۲۵ میلیون روپۍ مصرف پر راځي.

د عکس سرچینه، universal picture
د "پریم رتن دن پایو" فېلم ته هم د مغول اعظم په څېر شش محل ۳۰۰ کارګرو په ګډه جوړ کړی و.
د فېلم پر و دانۍ د فېلم ټایټل هم په ډبره کې توږل شوی و. ډایریکټر سورج برجاتیا د دې ودانۍ لپاره ۲۵ میلیونه روپۍ مصرف کړې وې.
د ودانۍ ډیزاینر نتن دیسايي وايي، "موږ د ودانۍ جوړولو لپاره ۳۰۰ مزدوران وګومارل، خو بیا هم د ودانۍ پر جوړولو شپږ میاشتې وخت ولګېد".
د روهټ شیټي په " ګول مال ټو" فېلم په " ټاکر کي ګولي مار" سندره کې لس خورا ګرانبیه موټر په چاودنه کې له منځه یووړل شول.








