د کیتي پیري ټویټر مینه وال ۱۰۰ میلیون ته ورسېدل

د عکس سرچینه، AFP/GETTY
د امریکايي سندرغاړې او سندرلیکونکې کیتي پیري د ټویټر تعقیبوونکي ۱۰۰ میلیون کسانو ته رسېدلي دي.
ټویټر له ۲۰۰۹ کال راهیسې د هغې یوه انځوریزه وېډیو هم خپره کړې ده، او هغه پیغام یې خپور کړی چې دا په کې وايي: "نن #
د تاریخ شاهدان یو".
د ویلو ده چې (عیني شاهدان) او (ویټنیس) د پیري د نوي البوم نوم دی.
پر ټویټر د ډېرو مینه والو دویم ځای کاناډايي جسټن پیبر نیولی، چې د مینه والو شمېر یې ۹۶٫۷ میلیون کسانو ته رسېدلی، درېیم ځای د امریکا مخکېني ولسمشر بارک اوباما د نژدې ۹۰ میلیون کسانو په خپلو سره ګټلی.
د امریکا اوسنی ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر ټویټر د ډېرو مینه والو لیست کې د ۳۲٫۴ میلیون کسانو په لرلو سره ۳۳ م ځای لري ترې وروسته د هند لومړی وزیر نریندرا مودی دی چې د مینه والو شمېر یې ۳۰٫۷ میلیون ته رسېدلی.
خو تر اوسه جوته نه ده چې ایا د ټویټر په ډېرو مینه والو لرونکو کسانو کې څومره یې حقیقي او څومره جعلي دي.




