کېرتي سېنن: د مینې تار سره هنر کې پرمختګ نه کېږي

کیرتی سینن

د عکس سرچینه، SPICE PR

د عکس تشریح، د کیرتي رابطه فېلم خپرېدونکی دی.

له هنرمن ټایګر شروف سره د "هېرو پنتي" فېلم څخه د فېلمي رول پیلولو هنرمنه کیرتي سینن وایي، د فېلم صنعت کې هم خپلپالنه له یو چا سره یواځې په څو فېلمونو کې مرسته کولی شي.

له بي بي سي سره په خبرو کې هغې زیاته کړه، "خپلپالنه په هره څانګه کې وي، فېلمي صنعت کې هم وي، خو ستا خپل هنر به تا مخکې بیايي".

کیرتی سینن

د عکس سرچینه، SPICE PR

د عکس تشریح، کیرتي له هنرمن سوشانټ سنګ راجپوت سره اړیکي ردوي.

کیرتي وايي، د فېلم صنعت اړوند کسان د نویو هرمنانو تصور نه جوړوي، بلکې لیدونکو ته دوی تر یوه بریده له اوله هم معلومېږي. "له لیدونکوسره اړیکي له دوی سره پوره مرسته کوي، هلته له بهر راتلونکو هنرمنانو ته د ځای خپلول لږ مشکل وي".

کیرتی سینن

د عکس سرچینه، SPICE PR

د عکس تشریح، په دل والي فېلم کې کیرتي

خو کیرتي خوشاله ده چې د فېلم کمپنۍ سره له وار مخکې اړیکو پرته یې د خپل هنر په لومړي پړاو کې د روهټ شیټي د"دل والي" په څېر داسې لویو فېلمونو کې د کار چانس تر لاسه کړ، چې شاه رخ خان، کاجول او ورون دهو هم پکې و.

د کېرتي په باور، د "دل والي" ډېر بري په سبب هغې ډېر شهرت او نوم وګاټه چې د هنر لپاره یې ډېر مهم او اړین و.

کیرتی اور سوشانت

د عکس سرچینه، UNIVERSAL PR

د عکس تشریح، د کیرتي په خبره، په اړیکو سره هنري نړۍ کې پرمختګ نه کېږي.

په دې وختونو کې له هنرمن سوشانټ سنګ راجپوت سره د کیرتي سینن د اړیکو خبرونه خپرېږي، چې د 'رابطہ' فېلم د پرمختګ سب هم بلل کېږي.

خو نوموړې دا خبرونه ردوي اووايي، "زه د دا ډول پرمختګ مخالفه یم، زه په خپله هم حیرانېږم چې دا ډول خبرونه له کومې خوا راځي؟ فېلمي اړیکو کې شخصي اړیکو ته اړتیا نشته، که فېلم ښه نه وی، نو دا ډول خبرو به دا فېلم کامیاب کړی نه و".

کیرتي وایي، هندي لیدونکي پوهېږي او یواځې له فېلم سره مینه لري.