افغان شاعر او سیاستوال بارق شفیعي ومړ

بارق شفیعي

د عکس سرچینه، FB

د عکس تشریح، بارق شفیعي د افغانستان په ادب کې یوه پېژندل شوې څېره وه

افغان شاعر او سیاستوال بارق شفیعي په جرمني کې د ۸۶ کال په عمر د ورپېښې ناروغۍ له کبله ومړ.

نوموړی چې کابل کې زېږېدلی و او د افغانستان خلق دیموکراتیک ګوند له سرلارو او د دغه ګوند د واکمنۍ پر مهال یې د نورمحمد تره کي په کابینه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت تر څنګ یو شمېر نورې رسمي دندې هم تر سره کړې وې.

نوموړی د یاد ګوند د خپروندی ارګان ' خلق ' مجلې مسوول مدیر و.

محمد حسن چې په بارک شفیعي مشهور و، د سیاسي فعالیتونو تر څنګ د دري ادب په نړۍ کې هم یوه پېژندل شوې څېره وه.

افغان شاعر او لیکوال سلیمان لایق، چې د بارق شفیعي نژدې شخصي او سیاسي ملګری و، نوموړی د دري ازاد شعر په نوښتګرو کې بولی:

''زه دا خبره تاییدوم، چې بارق شفیعي صیب په افغانستان کې د فارسي ازاد یا غیر عروضي شعر په دودولو کې له مخکښانو یو و، دغه راز هغه د افغانستان د خلق دیموکراتیک ګوند د رهبري له کسانو یو و، هغه د سیاسي بیورو غړی و، چې دا په حزب کې یو خورا مهم او تګلاره ټاکونکی مقام دی او په دې توګه نوموړی په افغانستان کې له مهمو شخصیتونو یو، خو هغه په وطن میین سړی و او د ادب په څېر په سیاست کې هم یو نفیس انسان و. ''

بارک شفیعي افغانستان کې د کورنیو جګړو پر مهال له هېواده کډوال شو او د عمر تر پایه په جرمني کې پاتې شو.

چاپ شوي اثار

د ' ستاک ' په نوم د نوموړي یوه شعري ټولګه په ۱۳۴۲ کال کې له چاپه راووته، چې ډېر مینه وال یې وموندل او د 'شهر حماسه ' او 'دوران ساز ' په نومونو دویمه او درېیمه شعري ټولګې په ۱۳۵۸ او ۱۳۵۹ کلونو کې چاپ شوي.

افغان شاعر او لیکوال سلیمان لایق، چې د بارق شفیعي نژدې شخصي او سیاسي ملګری و، نوموړی د دري ازاد شعر په نوښتګرو کې بولی:

د عکس سرچینه، FB

د عکس تشریح، افغان شاعر او لیکوال سلیمان لایق، چې د بارق شفیعي نژدې شخصي او سیاسي ملګری و، نوموړی د دري ازاد شعر په نوښتګرو کې بولی.

د 'میلاد انقلاب ' په نوم یې څلورمه ټولګه په ۱۳۶۶ کال کې چاپ شوه.

د نوموړي زوی پروېز شفیعي بي بي سي ته وویل، چې د ښاغلي شفیعي د جنازې مراسم به راتونکې جمعې پر ورځ د جرمني په هانوور ښار کې تر سره شي او همالته به خاورو ته وسپارل شي.