
ارواښاد کټوازي له ١٣٤٩ څخه تر ١٣٥٧ کال پورې د هېواد په ځينو خپرونو په تېره بيا په راډيو کي ليکنې او څېړنې وکړې.
شاعر، ژورنالست لیکوال او د اطلاعاتو او کلتور پخوانی وزیر خیال محمد کټوازی د ۶۵ کالو په عمر هالنډ کې په حق ورسېد. د نوموړي جنازه به د فبروري د میاشتې په نهمه نیټه د هالنډ په روتردام ښار کې ادا شي.
ارواښاد کټوازی ۱۳۲۹ کال د پکتیکا په مرکز شرنه کې وزېږېد او د خپلې سیمې په علي بابا لېسه کې له لومړنیو زده کړو وروسته يي د کابل پوهنتون د ادبیاتو اوبشري علوموپوهنځي د ژورنالیزم په څانګه کې لوړې زده کړې سر ته ورسولې.
نوموړي د هغه وخت په سیاسي فعالیتونو کې فعاله ونډه درلوده. په ۱۳۴۹ کې يې په راډیو افغانستان کې دنده پیل کړه او په ١٣٥٥ کې د راډيو د خپرونو د لوی مديريت مرستيال شو. ١٣٥٧ لمريز کې د سولې او پيوستون د ټولنې ریيس او وروسته يې داطلاعاتو او کلتور د وزير په توګه کار وکړ.
ارواښاد کټوازی له ١٣٤٩ څخه تر ١٣٥٧ کال پورې د هېواد په ځينو خپرونو په تېره بيا په راډيو کي ليکني او څېړني وکړې.
افغانستان ته د شوروي عسکرو د راتلو پر مهال نوموړی ونیول شو او د څرخي پله په زندان کې له نژدې نهه کلن زندان وروسته راخلاص شو. له يو کال وزګارۍ وروسته د باندنيو چارو په وزارت کي د سلاکار وزير او څه موده وروسته د همدې وزارت د معين په توګه په کار وګومارل شو.
ارواښاد کټوازی په ١٣٧٠ لمريز کال په لېبيا کي تر يو نيم کال پورې دافغانستان سفير و او له هغه وروسته هالنډ ته کډوال شو ، چې د مړینې تر مهاله هلته پاتې شو.
د رڼا بهير، پرېشانه ولولې او د ستورو ورا د ارواښاد کټوازي چاپ شوې شعري ټولګې دي. د ارواښاد کټوازي د خپلوانو له قوله ویل شوي، چې جسد به يې وروسته کابل ته ولېږدول شي.












