تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
سلمان خان: هندی یم او د هوسیو ښکار مې نه دی کړی
د هند فلمي نړۍ بالیووډ، وتلي ستوري سلمان خان د توررنګه هوسیو وژنې قضیه کې پر ده لګېدلي تورونه بې بنسټه بللي دي. د نوموړي په وینا دی په بشپړه توګه بې ګناه دی او د دسیسې ښکار شوی دی.
له جودپور سیمې د سلمان خان مدافع وکیل هستیمل سارسوت، بي بي سي ته ویلي، د محاکمې بهیر کې له ښاغلي خان نه ۶۵ پوښتنې شوې او هغه په دې لړ کې پر ده لګېدلي ټول تورونه بې بنسټه بللي دي.
نوموړی د سلمان خان له قوله وايي، چې د امنیتي ملحوظاتو له کبله هغه بهر ته نه شوای تللای او هېڅ ډول ښکار یې نه دی کړی. د وکیل سارسوت په وینا د فلمونو ثبت مهالوېش ډېر مصروف وي، چې له کبله یې نورو چارو ته وخت نه پاتې کېږي.
سلمان خان د جودھپور محکمې ته ویلي، چې د ډاکټر نیپالیا رپوټ کره و، خو وايي وروسته د ځنګلونو ساتنې ادارې خیالي رپوټ ورکړی. د نوموړي په وینا په یوه ځايي ورځپاڼه کې د رپوټ له خپرېدو وروسته د نوموړي ښکېلولو لپاره د ځنګلونو ساتنې ادارې د هغه خلاف محکمې ته عریضه وړاندې کړه.
کله چې محکمې له سلمان خانه د نوم او توکم په اړه پوښتنه وکړه، نوموړي ځان ( هندی ) وباله.
د تورو هوسیو د ښکار په قضیه کې د سلمان خان تر څنګ د یو شمېر نورو فلمي ستورو، سیف علي خان، سونالي بېندرې، نېلم، تبو او دشینت نومونه هم شامل دي.
دا ۱۸ کاله پخوانۍ قضیه ده، چې د 'هم ساتھ ساتھ هي' نومي فلم ثبتولو پر مهال پر سلمان خان او نورو فلمي لوبغاړو د دوو تورو هوسیو د ښکارولو تور پورې شوی و.
سیف علي خان هغه تورونه رد کړي، چې ګواکې سلمان خان یې د ښکار لپاره لمسولی و. سونالي بېندرې، نېلم، تبو او دشینت له هغو تورونو انکار کړی، چې ګواکې د ښکار پر مهال دوی هم سلمان خان سره په موټر کې یو ځای وو.
د سلمان خان وکیل وايي، د محاکمې بله جلسه به د فبرورۍ پر ۱۵ مه کېږي.