د ټرمپ د لوړې مراسمو پروګرامونو کې د سلمان خان سندره "د جمعې شپه" غږول کېږي

د جنورۍ پر شلمه د امریکا متحده ایالتونو د واشنګټن پر مهال غرمه ټاکلی ولسمشر ډونلډ ټرمپ لوړه کوي.

کله چې ډونلډ ټرمپ سپینې ماڼۍ ته ننوځي، نو د وختېري پروګرام هم په پام کې نیول شوی. په دې پروګرام کې بالیووډ ستوري هم خپل هنر وښيي.

په دغو مراسمو کې د سلمان خان د یو فېلم مشهوره سندره د "جمعې شپه" هم غږول کېږي او عجیبه خبره دا ده چې د جنورۍ ۲۰ هم جمعه ده.

په ممبيي کې د نالاسوپارا مېشت سریش مکند نڅاګرو ( د نڅا ډلې) پر ۲۰۱۵ کال په امریکا کې د هپ هاپ نڅا سیالیو کې د میسو یا برنزو جایزه ګټلې وه.

سریش مکند هم د ولسمشر ټرمپ د هرکلي مراسمو لپاره د بالیووډ نڅا برابره کړې او خپل هنر به وښيي.

د بالیووډ نڅا تیاروونکي نامي نڅا پوه سریش مکند دی او له بي بي سي سره یې خبرې کړې دي.

په دې مراسمو کې بالیووډ ته ۷ دقیقي وخت ور کړل شوی چې ځانګړې پنځه سندرې وړاندې کړي.

په دې سندرو کې د سلمان خان د یو فېلم مشهوره سندره د جمعې شپه ده. د کترینه کیف ( تورې سترګې) او درې نورې سندرې شاملې دی.

ځواکمنه ماډله او د ۲۰۱۰ کال د هند مېرمن نوم ګټونکې منسوي منګايي به په دې مراسمو کې د بالیووډ د نڅا مشري لري. له هغې سره به ۳۰ هندي توکمه امریکایي ځوانان هم برخه لري.

سریش مکند وايي، چې دوی به د بالیووډ سندرو سره د هند مختلف ډوله کلتور وړاندې کړي.

سریش مکند د امریکا لوړې مراسمو کې له پروګرام لرلو ډېر خوشال دی او وایي، دا ډېره د خوښي خبره ده چې اول ځل په داسې مراسمو کې بالیووډ نڅا کېږي.

دا چې ډونلډ ټرمپ به د بالیووډ له هنر څومره خوشال شي، نو د جمعې په شپه به یې پته ولګي.