ترکیې ته د ملا عبدالغني برادر سفر: هلته مېشت افغان او ترکي پانګه وال یي افغانستان کې پانګونې ته وربللي

د عکس سرچینه، @FDPM_AFG
ترکیې ته د طالبانو د حکومت لوړ پوړي چارواکي ملا عبدالغني برادر د سفر په څلورمه (جمعې) ورځ د ترکیې د بهرنۍ سوداګرۍ د دفتر له مشر او نورو مشهورو پانګه والو سره کتلي دي.
د طالبانو د حکومت د اقتصادي مرستیال له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي " ملا عبدالغني برادر اخوند د یادې لیدنې پر مهال افغان او ترکي پانګوالو ته ډاډ ورکړ چې په افغانستان کې د سرتاسري امنیت په ټینګېدو سره اوس د پانګونې لپاره ښه زمینه برابره شوې."
په خپرپاڼه کې راغلي دا کتنه چې د ترکیې بهرنۍ سوداګرۍ دفتر په مرکزي ودانۍ کې ترسره شوه پکې ملا برادر افغان او ترکي پانګه وال وهڅول چې حکومت یې د کانونو، کرنې، برېښنا تولید، زېربناوو، صنعت، مخابراتو، سوداګرۍ او نورو بېلا بېلو برخو کې پانګونې ته آسانتیاوې برابرې کړې او د پانګوالو بشپړ ملاتړ کوي.

د عکس سرچینه، @FDPM_AFG
په افغانستان کې ځينې ترکي شرکتونه وار له مخه ښه پانګونه لري او دغه هېواد کې ترکي توکي هم ښه نوم لري.
د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال دفتر په خبرپاڼه کې ویلي " د ګډونکوونکو کمپنیو استازو چې ډېری یې په افغانستان کې د پانګونې مخینه او تجربه لري، په افغانستان کې پانګونې ته بشپړه لېوالتیا وښوده او څرګنده یې کړه چې له شته فرصتونو به د دواړو هېوادونو په ګټه استفاده کوي."
د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو دا لوړ پوړی پلاوی د سې شنبې پر ورځ ترکیې ته په سفر تللی او له پانګه والو سره له لیدنې مخکې یې د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر سره هم کتلي دي.
د ملا برادر او د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر غونډه

د عکس سرچینه، Turkish foreign ministry /twitter
د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا مرستیال ترکيې ته تللی. عبدالغني برادر چې د ملګرو ملتونو د سفر بندیزونو په نوملړ کې يې هم نوم شته د ترکيې له بهرنیو چارو وزیر حقان فیدان سره يې هم کتلي.
د هغه دفتر ویلي چې په یاده کتنه کې د اقتصادي همکاریو په پراخېدو، سوداګرۍ او د کډوالو د موضوعاتو په ګډون په دوه اړخیزو موضوعاتو خبرې شوې.
د ترکيې د بهرنیو چارو وزارت پر خپله رسمي ټويټرپاڼه د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا د مرستیال ملا عبدالغني برادر او د ترکیې د بهرنیو چارو د وزیر حقان فېدان د لیدنې تصویرونه خپاره کړي او لیکلي يې دي چې دوی په انقره کې سره کتلي.
د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت هم په یوه خبرپاڼه کې کښلي چې دوی په دې کتنه کې "د دوه اړخیزو مناسباتو، سوداګرۍ، سیمهییز اتصال او دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا په" اړه خبرې کړې.
په دې اعلامیه کې راغلي چې دوی "د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ ګډې خونې پر جوړېدو، د دواړو هېوادونو ترمنځ د هوایي دهلېز پر پرانیستلو، د ترکي پانګوالو له لوري په افغانستان کې د پانګونې پر زیاتوالي او افغانانو ته د وېزو په ورکړه کې د آسانتیاوو په برابرولو" هم غږېدلي.
د ملا برادر دفتر زیاته کړې چې هغه په دې کتنه کې له ترکیې غوښتي چې "په دې هېواد کې له مېشتو افغان مهاجرینو سره ښه سلوک وکړي".

د عکس سرچینه، Turkish foreign ministry /twitter
ملا عبدالغني برادر چې د طالبانو د تحریک له بنسټګرانو دی د دغې ډلې دویم مشر او د حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال هم دی او د سفر د بندیزونو په نوملړ کې یې د نوم له شتون سره سره په تېر یوه کال کې تر ټولو لوړپوړی طالب چارواکی دی چې بهر سفر کوي.
ترکیه چې د ناټو سازمان غړی هېواد هم دی لا یې د نورې نړۍ په څېر د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی خو د ایران او د سیمې د یو شمېر نورو هېوادونو په څېر يې د افغانستان سفارت طالب استازو ته سپارلی.
که څه هم د ترکيې د بهرنیو چارو د وزیر او د ملا برادر په لیدنه کې د پخواني حکومت لخوا ګومارل شوی سفیر هم په هغو تصویرونو کې لیدل کېږي چې د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت پر خپله ټویټر پاڼه خپاره کړي.
ترکيه دغه راز د ګڼو هغو افغان څېرو کوربه توب هم کوي چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت مخالف دي او ځینو خو یې له طالبانو سره د وسله والې جګړې او مخالفت اعلان هم کړی.











