'استانبول کې د افغانستان کونسلګري ښايي‌ د طالبانو استازي ته وسپارل شي'

Kabul

د عکس سرچینه، Social Media

یوې معتبرې سرچینې بي بي سي ته ویلي،‌ ټاکلې د طالبانو حکومت لخوا معرفي شوی دېپلومات 'ګل محمد ځدراڼ' استانبول کې د افغانستان کونسلګرۍ کې کار پیل کړي.

دې سرچېنې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، وویل ښاغلی ځدراڼ به دمګړۍ دې کونسلګرۍ کې د کارمن په توګه کار پیلوي، خو لېرې نه ده چې د کونسلګرۍ سرپرستي هم پر غاړه واخلي.

هغه شپږ میاشتې وړاندې د طالبانو حکومت لخوا معرفي او د سرچېنې په وینا د ترکیې حکومت لخوا منل شوی و، خو د ځینو لاملونو له کبله تر اوسه نه و توانېدلی چې دې کونسلګرۍ کې کار پیل کړي.

همدا راز دا هم ویل شوي چې استانبول کې د افغانستان کونسلګرۍ درې دېپلوماتان د طالبانو په غوښتنه ګوښه کړل شوي.

خو له دې سره دا یادونه هم شوې چې د دغو دېپلوماتانو درې کلن ماموریت پای ته رسېدلی و.

ترکیه او په ځانګړې توګه استانبول کې ګڼ شمېر افغانان ژوند کوي.

په دوی کې د جمهوریت د مهال ځینې چارواکي او د طالبانو مخالفې څېرې هم دي.

د یادونې ده چې د طالبانو د بهرنیو چارو چارسمبالی وزیر امیر خان متقي او ترکیې ته د طالبانو یو تللی پلاوی د تېر ۲۰۲۲ کال مارچ کې په لومړي ځل انقره کې د افغانستان سفارت ته ورغلي وو.

هغه مهال د افغانستان سفارت کې یوې سرچینې بي بي سي پښتو پاڼې ته ویلي و چې ښاغلی متقي او د طالبانو د اطلاعاتو کلتور وزارت چارسمبالی خیر الله خیرخوا په انقره کې د افغانستان د سفیر له خوا وربلل شوي.

Kabul

د عکس سرچینه، AFGHAN EMBASSY

دې ته په کتو استانبول کې د افغانستان کونسلګري له هېواده بهر د افغانستان په مهمو دیپلوماتیکو مرکزونو کې ګڼل کېږي.

د طالبانو حکومت له ترکیې سره نژدي اړیکي پالي او پخوا داسې رپوټونه هم وو چې ترکیه هڅه کوي د افغانستان د هوايي ډګرونو په اداره کولو کې له طالبانو سره مرسته وکړي.

د یادونې ده چې په دې وروستیو کې تایید شوه چې د ایران حکومت تهران کې د افغانستان سفارت سرپرستي هم د طالبانو لخوا معرفي شوي استازي ته سپاري.

د افغانستان ژغورنې لپاره د ملي مقاومت په نوم شورا چې د طالبانو حکومت مخالفې څېرې پکې راټولې شوې، یوه اعلامیه کې پر افغانستان د طالبانو حاکمیت نامشروع او د ایران لخوا دوی ته تهران کې د افغانستان د سفارت د سپارلو پرېکړده د دېپلوماتیک عرف خلاف بللې.

تر اوسه یوه هېواد هم افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

خو د روسیې، چین، قطر، پاکستان او ترکمنستان په ګډون ځینو هېوادونو خپلو پلازمېنو کې د افغانستان دېپلواماتیکې استازولۍ د طالبانو لخوا معروفي شويو استازو ته سپارلې دي.