پاکستان کې ټاکنو ته ولاړ نرښځی: "مه مې نر ګڼئ، مه ښځه، انسان مې وګڼئ"

- Author, آسیه انصر
- دنده, بيبيسي اردو
"د ټاکنو کمیسون ته له ډېرو هيلو سره ورغلم، خو هلته چې ورسېدلم نو راته ویل يې چې په فورم کې دوه خانې دي، یا باید د نارينه خانه ډکه شي او یا د ښځينه، ستاسې لپاره خو داسې هېڅ کومه خانه پکې نه شته. ما د کمیسون کارکوونکو ته وویل چې مه مې نر ګڼئ، مه ښځه، انسان مې وګڼئ"
دا د ثوبیه خان خبرې دي. هغه د پاکستان له لومړنيو نرښځيو یا هيجړاګانو دی چې د ایالتي اسمبلۍ څوکۍ لپاره د خپلواک نوماند په توګه په راروانو ټولټاکنو کې برخه اخلي. خو د نوماندۍ د نوملیکنې پر مهال د ټاکنو کميسون دې خبرې د خیبر پښتونخوا پېښور ښار دا اوسېدونکی خپه کړی چې ګواکې د کانديدېدو په فورم کې د نرښځيو لپاره خانه نه شته.
ثوبیه خان وايي چې له دې ځواب سره سره هغې بیا هم د نوماندۍ فورم ډک او نوملیکنه وکړه او وروسته یې محکمې ته په دې برخه کې د نرښځيو د حق غوښتنې غوښتنلیک هم وسپاره.
ثوبیه خان څوارلسم پاس او خبریاله ده.
پاکستان کې په راروان ۲۰۲۴ میلادي کال کې ټولټاکنې کېدونکې دي او د نوماندانو تر منځ ټاکنيزې سیالۍ په زیاتېدو دي. خو د دوی تر منځ نرښځي یا خواجه سرا د نوملیکنې تر څنګ په بېلابېلو برخو کې له توپيري چلند او خنډونو سره مخ دي.
ثوبیه خان له تېرو لسو کلونو راهیسې د نرښځيو د حقونو لپاره مبارزه کوي. څو ورځې مخکې د نوماندۍ نوملیکنې لپاره د ټاکنو کمیسون ادارې ته له دې هیلې سره ورغله چې ښايي د شناختي کارډ غوندې به د نوماندۍ په فورم کې هم د نارينه او ښځينه تر څنګ د نرښځيو لپاره هم د غوراوي خانه وي، خو دا ګمان یې غلط وخوت.
ثوبیه خان وايي، "ما چې فورم ولید نو نه مې د نر او نه مې د ښځې خانه ډکه کړه بلکې د خپل شناختي کارډ نوم بلال خان او تر څنګ مې يې ټرانس جېنډر ولیکه. بیا مې د کميسون کارکوونکو ته وویل چې ما ته د نر یا ښځې نه بلکې د انسان په سترګه وګورئ"
"د خپل هویت له کبله به مو نوملیکنه رد شي؟"

د اسلام اباد اوسېدونکی او ټولنيز فعال نایاب علي هم نرښځی دی او هغه هم یو ځل بیا دغو ټاکنو ته ځان نوماند کړی دی.
هغه تر دې مخکې د ۲۰۱۸ کال په عمومي او د ایالتي حکومت په ټاکنو کې برخه اخیستې وه.
په هغه کال ټولټال ۱۳ نرښځيو د نوماندۍ لپاره نوملیکنه کړې وه او لومړی ځل و چې د پاکستان د ټاکنو کمیسون پر ټاکنو د څار لپاره هم ځينې خواجه سرا ګمارلي وو.
د پاکستان د ټاکنو کمیسون چې د روانې دسمبر میاشتې پر ۲۵مه د ښځو او لږکیو څوکيو لپاره د نوماندانو شمېر خپور کړ نو ویې ویل چې ټولټال ۲۸۶۲۶ نارینه او ښځينهو ځانونه کاندید کړي دي خو هېڅ ځای یې د نرښځيو یادونه ونه کړه.
نایاب علي دا موضوع وننګوله او پر خپله اېکس پاڼه یې ولیکل چې، "د ټاکنو کمیسون د اعلامیې له مخې په ټاکنیزو سیالیو کې د ګډون لپاره یوازې نارينه او ښځينه نوماندانو نرانو نوملیکنه کړې ده خو په قانوني توګه د منل شوي درېيم جنسهو په حېث موږ هم نوملیکنه کړې وه."
هغه اوس اندېښمن دی چې هسې نه د خپل جنسیت له کبله یې د کاندیدۍ اسناد رد شي او د وضاحت غوښتنه یې کړې ده.
نایاب علي وايي چې تېر ځل هم پنځو خواجه سراو په ټاکنيزو سیالیو کې ګډون کړی و خو په وینا یې، "زموږ په خلاف کرکجنې څرګندونې وشوې. خلکو له پامه وغورځولو چې دا خو نرښځي دي، تل یې خیرات غوښتی دی. ځینو بدرد راته وویل او ځينو خو به لاس کې پنځوسي راکېښود چې بس ځئ"
خو نایاب علي وايي چې کله یې پر خواله رسنیو دا موضوع راپورته کړه نو د ولسوالۍ ټاکنيزې ادارې یوه چارواکي بښنه وغښته او دا هیله منه ده. وايي، یوازې د نرښځيو نه بلکې د ټولنې ټولو وګړو استازيتوب کول غواړي.
وخت نا وخت پاکستان کې نرښځي وژل کېږي

په پاکستان کې له نرښځيو یا خواجه سراو سره نامناسب چلند نوې خبره نه ده.
د پېښور فرزانه ریاض هم نرښځی او د ۲۰۱۸ کال ټاکنو پر مهال څارونکې وه خو وايي چې ګڼو ټاکنيزو حوزو ته د ورننوتلو اجازه نه ورکول کېده.
فرزانه وايي، "ما به اعتراض وکړ او دوی به مې دننه کړې. په ټاکنيزو سیالیو کې ګډون کول زموږ جمهوري حق دی خو خلک په موږ مسخرې وهي"
دا همدا راز ګیله کوي چې د توپيري چلند تر څنګ وخت نا وخت له نرښځيو سره تاوتريخوالی هم کېږي او زیاتوي، "زموږ د ټولنې کسان د تعصب تر څنګ له تاوتريخوالي سره هم مخ دي. وخت نا وخت اورو چې چا یو خواجه سرا وژلی وي. د داسې ستونزو تر منځ موږ ته د خپل حق لپاره غږ اوچتول ډېر سخت دي"
په ټاکنيزو اسنادو کې بدلون ممکن دی؟
د پاکستان د ټاکنیزو کميسون مسولیت که یو خوا د رڼو ټاکنو ډاډمنولو دي نو بلخوا د ۲۰۱۷ د ټاکنو قانون له مخې باید ټولو رایه ورکوونکو ته پرته له کوم توپيره د رایې ورکولو حق ورکړل شي.
نو دې ته په کتو د ټاکنو کمیسون څه کوي؟ د بي بي سي د دې پوښتنې په ځواب کې دغه کميسون وویل چې تر اوسه تر ۳۰۰ ډېر نرښځي د رایه ورکوونکو په توګه ثبت شوي دي.
خو دا چې د نوماندۍ په فورم کې یوازې د نر او ښځې خانه شته مګر د نرښځيو یا درېيم جنسيت لپاره نه شته، کميسون یې په اړه وايي، "د نوماندۍ په اسنادو کې بدلون د ټاکنو کميسون په واک او اختیار کې نه دي او باید قانون جوړوونکی پارلمان باید دا هر څه وکړي"
خو له دې هر څه سره سره نرښځي هیلهمن دي چې که د پارلمان برخه شي نو په ټولنه کې شته ستونزې به په ښه توګه رابرسېره کړای شي او په خپله د نرښځيو او درېيم جنسه کسانو په ژوند کې به هم مثبت بدلونونه راوستلی شي.











