''تېرو ۱۰ ورځو کې ۱۰ تنه نرښځي خېبرپښتونخوا کې وژل شوي او ټپیان شوي دي''

نرښځي

په خېبرپښتونخوا کې د نرښځیو د ټولنې مشران وايي له تېرو څو مياشتو راهيسې د دوی پرضد د تاوتریخوالي پېښې ډېرې شوې چې په ترڅ کې یې لسګونو نرښځیو ته مرګ وژبله اوښتې ده.

دوی له حکومته غوښتنه کړې چې د امنیت لپاره یې سملاسي گامونه پورته کړي.

په پېښور کې د نرښځیو د حقونو يو فعال او مدافع وکيل تيمور کمال وايي یوازې په تېرو ۱۰ ورځو کې ۱۰ تنه نرښځي د تاوتریخوالي په پېښو کې وژل او ټپيان شوي دي.

د ښاغلي کمال په وینا په دې لړ کې تازه پېښه اوړمه ورځ د پېښور په قصه خوانۍ بازار کې رامنځ ته شوه چې یو نرښځی په ډزو ووژل شو.

دغه راز څو ورځې وړاندې په مردان کې هم د نرښځیو پر دیرې په یوه برید کې یو تن نرښځی ووژل شو او یو بل ټپی شو.

د هغه په وینا څو ورځې وړاندې په مهانسیره کې هم پر نرښځیو په یو برید کې څلور نرښځي ټپیان او یو تن ووژل شو.

د معلوماتو له مخې له ۲۰۱۵ کال راهیسې ۷۵ تنه نرښځي په خېبرپښتونخوا کې په بېلا بېلو پېښو کې وژل شوي دي.

د نرښځو مدافع وکیل تیمور کمال وايي کله چې نرښځي ووژل شي د هغوی کورنۍ یې مړي اخیستلو ته چمتو نه وي ځکه نو د نورو نرښځیو لخوا په هدیرو کې خاورو ته سپارل کېږي.

د نوموړي په وینا د نرښځیو د حقونو لپاره هلې ځلې کېږي خو دا به ډېر وخت ونیسي چې خلک پر دې قانع کړای شي چې نرښځي هم انسانان دي.

په تېر کې د خېبر پښتونخوا ایالت په ځینو سیمو کې د نرښځیو پر نڅا او سندرو ویلو بندیز هم لګول شوی و او نرښځي نه پرېښودل کېدل چې ځینو سیمو ته لاړ شي.

چارواکي ویلي و بندیز یې د خلکو په غوښتنه په دې خاطر لګولی دی چې ځوانان د نڅاوو په محفلونو کې شخړې کوي، شراب څښي او ډزې کوي.

د نرښځیو د حقونو مدافعین نرښځې د ټولنې یو محروم قشر بولي او غوښتنه کوي چې باید حقونو ته یې پام وشي.