یمن ته د ایراني بالسټیک توغندیو د پرزو رسولو په تور، یوه پاکستاني وګړي ته د ۴۰ کاله بند سزا واورول شوه

د عکس سرچینه، US Department of Justice
- Author, اشیتھا ناګیس، ساجد اقبال او کرسټي بریور
- دنده, بي بي سي
امریکا کې محکمې یو پاکستاني وګړي ته په دې تور چې له ایرانه یې د بالسټیک توغندیو پرزې او نور وسلې یمن ته رسولې، د ۴۰ کلونو بند سزا واوروله.
د محمد پهلوان په نوم پر دې پاکستاني وګړي تور و چې د کب نیوونکو له کښتۍ په ګټه اخستو یې د ایران د بالسټیک توغندیو پرزې په یمن کې د ایران پلوي حوثي وسله والو ته رسولې دي.
محمد پهلوان د ۲۰۲۴ کال په جنورۍ کې په عربي سمندر کې د امریکا د هغو پوځي عملیاتو پر مهال نیول شوی و، چې په ترڅ کې یې د امریکا سمندري ځواکونو دوه سرتېري هم ډوب شوي وو.
هغو کسانو چې له پهلوان سره یې کار کاوه، امریکا کې محکمې ته شاهدي ورکړه چې پهلوان له دوی سره دوکه کړې او دروغ یې ویلي دي. د عملې په وینا، دوی یوازې پر دې پوهېدل چې د کب نیوونکو په توګه کار کوي.
امریکايي پوځ تېر کال دغه عملیات په داسې وخت کې وکړل د ایران پلوه حوثي وسله والو د حماس د ملاتړ اعلان کولو سره پر اسرائیلو توغنديز او ډرون بریدونه وکړل. حوثيانو په سرې بحیرې او عدن خلیج کې پر نړیوالو سوداګریزو بېړیو هم بریدونه کړي وو.

د عکس سرچینه، US Department of Justice
ایران له حوثیانو سره د وسلو مرستې په پرله پسې توګه رد کړې دي.
د امریکا ویرجینیا ایالت په محکمه کې د محمد پهلوان د همکارانو څرګندونې له دغو غیر معمولي قاچاقي چارو پرده لري کوي، چې له لارې یې حوثيانو د لویو بریدونو کولو وس وموند.
د امریکا فدرالي څارنوالۍ له دې محاکمې وروسته وویل چې د پهلوان کښتۍ کې موندل شوي توکي 'یو له هغو پرمختللو وسلو وو چې ایران یې نورو ترهګرو ډلو ته رسوي.'
۴۹ کلن محمد پهلوان ته د پنجشنبې پر ورځ د ۴۰ کلونو بند سزا واورول شوه، خو تر دې وړاندې پر هغه د ترهګرۍ مالي مرستې او ویجاړونکو وسلو قاچاق په ګډون پنځه تورونه ثابت شوي وو.
'تګ راتګ کوونکی مړی'
د عملې اتو غړو چې په محکمه کې یې شاهدي ورکړه، وویل چې دوی نه پوهېدل چې د 'یونس' نومې کښتۍ په لویو بکسونو کې څه شی دي.
د عملې یوه غړي وویل چې کله یې له پهلوان په دې اړه پوښتنه وکړه، نو ورته ځواب ورکړل شو چې یوازې پر خپل کار پام وکړي.
د پهلوان د موبایل ډیټا ښیي چې هغه پر دې پوهېده چې کارګو څومره خطرناکه ده.
هغه له خپلې مېرمنې سره په ټېکسټ پیغامونو کې ځان 'تګ راتګ کوونکی مړی' بللی و او ویلي یې وو چې 'یوازې دعا وکړه چې موږ په خوندي ډول بېرته راورسېږو.' د هغه مېرمنې په ځواب کې ویلي وو چې 'تاسو ولې داسې خبرې کوئ.' په دې اړه پهلوان ځواب ورکړی و چې 'زما دنده همداسې ده.'
دا پیغامونه د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ میاشتې کې له نیول کېدو مخکې لېږل شوي وو او په محکمه کې د شواهدو په توګه هم وړاندې شول.
سفر ته له تګ مخکې پهلوان خپلې مېرمنې ته پیغام پرایښي و: 'ما په خپلو دعاګانو کې یاد ساته. خدای دې ما په خوندي ډول هلته ورسوي او بېرته دې راولي، سمه ده. دعا کوه.'
د دې سفر لپاره پهلوان ته ۳۳ زره او ۲۷۴ ډالره ورکړل شوي وو، چې څارنوالانو په محکمه کې د دې 'خطرناک سفر' لپاره یوه درنه بیه بللې وه.
د امریکا د دفاع وزارت (چې اوس د جنګ وزارت په نوم یادېږي) د جون میاشت کې په یوه بیان کې ویلي وو چې دا سفر ' یوه لویه عملیاتي چاره وه' چې مالي مرسته او ملاتړ یې د دوو ایراني ورونو، یونس او شهاب میرکازي، لخوا شوی و.
په بیان کې ویل شوي چې میرکازي وروڼه ادعا کېږي چې د ایران له پاسدارانِ انقلاب سره تړاو لري. امریکا پاسدارانِ انقلاب ترهګره ډله بللې ده.
پر شهاب او یونس میرکازي دواړو د امریکا حکومت تورونه لګولي، خو دوی لا هم پټ دي او داسې انګېرل کېږي چې په ایران کې دي.
پهلوان تر دې وړاندې د ۲۰۲۳ کال په اکټوبر او ډیسمبر کې ورته بریالي سفرونه کړي وو. هغه په دې کار کې د مرستې لپاره ۱۲ کسان په دنده ګمارلي وو چې ټول یې د پاکستان وو او د کار موندلو په لټه کې له پولې پورې غاړې ایران ته تللي وو.

د عکس سرچینه، US Department of Justice
په محکمه کې وویل شول چې د ۲۰۲۴ کال په ډیسمبر کې له سفره مخکې، په ایران کې د چابهار په جنوبي بندر کې دغو کسانو ته په کښتۍ کې د لویو بکسونو د بارولو دنده سپارل شوې وه.
له پنځو یا شپږو ورځو وروسته په سمندر کې، کله چې دوی د سومالیا ساحل ته نږدې وو، یوه بله کښتۍ ورته راغله چې له پنځو تر شپږو کسانو په کې وو او بیا هغه ټول توکي هغې کښتۍ ته ولېږدول شول.
د عملې غړي، مهندي حسن، محکمې ته وویل چې پر هغه بلې کښتۍ کې سپرو خلکو په داسې ژبه خبرې کولې چې هغه نه پرې پوهېده.
مهندي حسن په محکمه کې وویل چې د دوی بل سفر د ۲۰۲۴ کال په جنورۍ کې و. چابهار ته له تګ مخکې یې سفر د کونارک له یوه کوچني بندره پیل شو، هلته عملې ته امر وشو چې درانه بکسونه کښتۍ ته پورته کړي.
د امریکا سمندري ځواکونو په وینا، په دې کڅوړو کې د ایران جوړ شوي بالسټیکي توغندیو پرزې، د بېړۍ ضد کروز توغندیو پرزې او د توغندي سر ګلولې ځای پر ځای کېدلې.
د عملې د شاهدۍ په وینا، په سمندر کې د سفر پر مهال پهلوان هڅه کوله چې ځان خوندي وساتي او ډېری وخت به په کابین کې کېناسته او خپل تلیفون کې یې فلمونه کتل.

مهندي حسن وویل چې ځینې وخت به پهلوان پر بل سیټلایټ ټلیفون خبرې کولې، خو دوی نه پوهېدل چې هغه څه وایي، ځکه په داسې ژبه یې خبرې کولې چې دوی نه پرې پوهېدل.
د مهندي حسن په وینا، د جنورۍ پر ۱۱مه هغه د کښتۍ پر سر د چورلکې د الوتنې او د امریکا سمندري ځواکونو د یوې بېړۍ پر غږ را ویښ شو.
د هغه په وینا، په همدې وخت کې پهلوان له کابین راووت او ټولو ته یې وویل چې ' مزل روان وساتئ او کښتۍ مه دروئ.' مهندي حسن وایي، شاید پهلوان داسې انګېرله چې دا کښتۍ او چورلکې سمندري غلو پورې اړه لري.
د عملې یوه غړي وویل چې د امریکا د سمندري ځواکونو او ساحلي ګارډ وسله والو سرتېرو هڅه وکړه چې 'یونس' نومې کښتۍ ته پورته شي او په دې ترڅ کې ډېره ګډوډي رامنځته شوه.
د امریکا سمندري ځواکونو وروسته په یوه بیان کې وویل چې په دې حالت کې د ځانګړو جنګي عملیاتو افسر کریسټوفر چیمبرز له کښتۍ راوغورځېد او د لومړي ټولګي د ځانګړو جنګي عملیاتو افسر ناتن ګیج انګرام هڅه وکړه چې هغه وژغوري.
د بیان له مخې، دواړه سرتېري پر درنو تجهیزانو سمبال وو او په څو شېبو کې ډوب شول. وروسته په یوه راپور کې وویل شول چې د دواړو هېڅکله هم ونه موندل شول او ۱۰ ورځې وروسته مړه اعلان شول.
په محکمه کې وویل شول چې عمله د امریکا سمندري ځواکونو بېړۍ ته تر لېږدول کېدو مخکې د دوو ورځو لپاره په 'یونس' کښتۍ کې وساتل شوه، چیرته چې دوی په دوو ډلو ووېشل شول او په کانتینرونو کې مېشت شول.
پهلوان عملې ته امر وکړ چې دروغ ووایي او داسې ووایي چې کپتان لا دمخه تښتېدلی دی.

د عکس سرچینه، US Department of Justice
د عملې یوه غړي، اسلم حیدر، محکمې ته وویل: 'کپتان موږ ته وویل چې ورته ووایاست چې زه کپتان نه یم، که تاسو داسې ونه کړل، زه تاسو ته سخت زیان رسولی شم.'
د هغه په وینا: 'پهلوان موږ ته ګواښونه پیل کړل او زموږ د مېرمنو او ماشومانو د وژلو ګواښ یې هم وکړ، موږ ډېر ووېرېدو او غلي شوو.'
وروسته امریکايي چارواکو په بېړۍ کې د عملې له هر غړي په جلا توګه پوښتنې وکړې. له پهلوان سره په بېړۍ کې له هرچا پوښتنې وشوې. د امریکا د څارنوالۍ په وینا، پهلوان په دې ترڅ کې په پرله پسې توګه دروغ وویل او هڅه یې وکړه چې پر معاملو پرده واچوي.
د امریکا پوځ په وینا، د حوثي وسله والو لخوا په سره سمندرګي کې پر بېړیو بریدونه له دې پېښې څو میاشتې وړاندې پیل شوي وو. خو دا د ایران د وسلو لومړنۍ هغه زېرمه وه چې امریکا ونیوله.
د ملګرو ملتونو د یوه راپور له مخې، د ۲۰۱۵ او ۲۰۲۳ کلونو ترمنځ، د امریکايي ځواکونو او د هغوی ملاتړو په عربي سمندر کې له کوچنیو کښتیو مهمات، ۳۶۵ د ټانک ضد کڼټرولېدونکي توغندي، او تر ۲۹،۰۰۰ زیاتې کوچنۍ او سپکې وسلې ونیولې.
په عمومي توګه، قاچاق وړونکي د سومالیا ساحل ته نږدې د توکو د لېږدولو لپاره له 'ډهو' (Dhows) کار اخلي دا د کوچنیو کښتیو یو ډول دی، چې ډېر وخت د کب نیولو لپاره کارول کېږي.
د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر د راپور له مخې، په همدې ډول کښتیو کې وسلې د یمن د جنوبي ساحلونو لرې پرتو بېدیاو ته لېږدول کېږي چې بیا د صحرا له لارې د حوثیانو تر واک لاندې سیمو ته قاچاقېږي.
د برېتانیا د 'کونسل این جي او سټراټیژۍ په نوم د څېړنیز مرکز کارپوه، ویلیم فریر، بي بي سي ته وویل چې د حوثیانو ډېر بریدګر سپکې وسلې لري، خو هغه توکي چې د پهلوان کښتۍ کې موندل شوي 'ډېر پېچلي' دي.
د هغه په وینا، د حوثي وسله والو د بریدونو له امله 'ډېر ژر، لېږدونکو شرکتونو پرېکړه وکړه چې پر سره سمندرګي کې د تېرېدو پرځای، خپلې بېړۍ د جنوبي افریقا شاوخوا ته وګرځوي.'
د هغه په وینا، دا اوږده لاره په هر ځل نږدې ۱۰ تر ۱۲ ورځې ډېر وخت نیسي او تېل هم ډېر مصرفوي.
امریکا، برېتانیا، اسرائیل او سعودي عرب پر ایران تور لګوي چې حوثیانو ته له سمندر له لارې توغندي او نور وسلې قاچاقوي. ایران دغه تورونه رد کړي دي.
په روان کال کې د جون پر پنځمه پهلوان د ترهګرو ډلو لپاره د مالي مرستې او سرچینو د برابرولو په جوجاړي کې مجرم وګڼل شو.
په محکمه کې په وروستۍ غوښتنه کې، د پهلوان وکیل ولیکل چې د پهلوان د واده له امله یې مېرمن له خپلې کورنۍ د اوږدې مودې لپاره جلا ده او د هغه له نیول کېدو وروسته، د هغې او د هغې د ماشوم ژوند 'ډېر ستونزمن او سخت' شوی دی.
د هغه وکیل وویل چې 'د منصفه پلاوي له پرېکړې وروسته، د پهلوان د تلیفوني خبرو اترو ډېر پام د هغه د کورنۍ پر ښېګڼې و. هغه د ځان یا خپل برخلیک په اړه خبرې نه کوي. هغه په دې سوچ ژاړي چې د هغه پر مېرمن او ماشوم به څه وړ وخت راشي.'
له غوښتنې وروسته محکمې پرېکړه وکړه چې د دې جرم جدي بڼې ته په کتو، پهلوان ته ورکړل شوې سزا مناسبه ده.











