حوثي ډلې د اماراتو کښتۍ خوشي کولو په اړه د ملګرو ملتونو غوښتنه رد کړه

د عکس سرچینه، almasirah.news
د يمن حوثي ياغيانو د شبنې پر ورځ (۱۵ جنوري) د متحده عرب اماراتو د کښتۍ سملاسي خوشي کولو په اړه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا غوښتنه و نه منله.
د المسيره تلويزيون د راپور له مخې د حوثي ډلې د بهرنيو چارو مرستيال حسين العزيز ويلی، "دغې بېړۍ د ماشومانو لپاره د لوبو سامان نه بلکې د اورپکو لپاره وسلې لېږدولې".
د ملګرو ملتونو امنيت شورا د جمعې په ورځ پر حوثيانو غږ وکړ چې بېړۍ او د هغې ۱۱ تنه عمله دې ژر تر ژره خوشي کړي.
د يمن حوثي ډلې د جنورۍ پر ۱۳ مه نېټه په سور سمندرګي کې د حديده بندر ته څېرمه دغه کښتۍ او د هغه عمله نيولي وو.
د کښتۍ له نيول کېدو لږ وروسته، حوثيانو يوه ويډيو خپره کړه چې په کې پوځي وسايل او وسلې ليدل کېږی.
خو متحده عرب امارت دا د ملکي کارګو يا توکو د لېږد بېړۍ بولي او وايي د سعودي يوه شرکت ته په کرايه ورکړل شوې وه چې د روغتونو لپاره يې د اړتيا وړ تجهيزات لېږدول.

د عکس سرچینه، almasirah.news
متحده عرب اماراتو ويلي، حوثي ياغيانو دغه کښتۍ په نړيوالو اوبو کې نيولې ده.
د امنيت شورا په خپله بيانيه کې له دواړو غاړو غوښتي چې د خبرو مېز ته کېني او دغه ستونزه د خبرو له لارې حل کړي.
خو د المسيره ټلويزيون په وينا چې له حوثي ډلې سره تړاو لري، وايي، حسين العزيز ملګري ملتونه د "وژنکو او نړيوالو قوانينو د سرغړونکو په ملاتړ تورن کړي دي" او دا کښتۍ يې د هغه هېواد بللې چې د يمن په جګړه کې ښکېل دي.
متحده عرب امارات چې د سعودي په مشرۍ ائتلاف کې دويم لوی هېواد دی د حوثيانو کړنې سمندري غلا بللې ده.












