په قطر کې د فوټبال ۲۰۲۲ کال نړیوال جام، د سرو زرو بوټ به د چا په نصیب شي

زرین بوټ

د عکس سرچینه، Getty Images

د فوټبال هرې بلې سیالۍ په په نړیوال جام کې یوه له جذابو او جالبو ننګونو دا ده چې د سیالو لوبډلو لوبغاړي هڅه کوي د ټورنمنټ د ګول کوونکي لقب او یا هم د دغو سیالیو د سرو زرو بوټ ترلاسه کړي.

دا هغه جایزه ده چې ښايي د نړۍ هر لوبغاړی یې د ترلاسه کولو هیله ولري. خو سږنۍ سیالۍ په دې هم جالبې وي چې د اوسني نسل دوه مشهور او نړیوال ستوري کریستیانو رونالډو او لیونل مسي به د غه بوټ ترلاسه کولو لپاره خپلې وروستۍ هڅې کوي.

دغه جایزه په ۱۹۳۰ کال کې د ارجنتین لوبغاړي ګیرمو استابیله له لومړي نړیوال جامه ترلاسه کړه. هغه په هغو سیالیو کې اته ګولونه وکړل.

په ۱۹۵۸ کال کې فرانسوي لوبغاړي ژوست فونتن په نړیوال جام کې ۱۳ ګولونه وکړل دا په یوه نړیوال جام کې د یوه لوبغاړي له خوا تر ټولو ډېر ګولونه وو، چې دا ریکارډ تر اوسه هم پر خپل ځای دی.

وبه کتل شي چې د قطر په نړیوال جام کې به کوم لوبغاړی د دغې جایزې تر لاسه کولو لپاره خپل بخت وازمايي.

هري کېن (۲۹ کلن انګلیس)

هري کېن

د عکس سرچینه، Getty Images

د تاتنهام لوبډلې بریدګر لوبغاړی هري کېن په ۲۰۱۸ کال کې لومړی ځل په نړیوالو سیالیو کې ګډون وکړ. هغه شپږ ګولونه وکړل او د غوره ګول وهونکي جایزه یعنې د سرو زرو بوټ یې وګاټه.

هري کېن تر ګری لېنکر (۱۹۸۶) وروته دوسم انګلیس لوبغاړی چې دغه جایزه یې ګټلې ده. انګلستان په ۱۹۶۶ کال کې په لومړي ځل د فوټبال اتلولي خپله کړه، اوس به هري کېن هڅه کوي چې د خپل هېواد لپاره ډېر څه وکړي.

کیلیان امباپه ( ۲۳ کلن فرانسه)

کیلیان امباپه

د عکس سرچینه، GPA

د پاریس جرمن دغه بریدګر لوبغاړي په تېر نړیوال جام کې په ګډون سره د دغو سیالیو د ځوان لوبغاړي لقب ترلاسه کړ. هغه د روسیې په نړویوال جام کې ۴ ګولونه وکړه، له هغې ډلې د سیالیو د پایلوبې یو ګول وو، چې له کروشیا سره په سیالۍ کې یې وواهه او هغه سیالي ۲-۴ د فرانسې په اتلولي سره پای ته ورسېدې. امباپه د روسیې له نړیوال جامه تر اوسه ۱۶۸ ګولونه کړي دي. هغه په روان فصل کې هم د پاریس جرمن لپاره په شلو سیالیو کې ۱۹ ګولونه کړي دي. که څه هم هغه د ۲۰۲۰ کال یورو سیالیو کې کوم ګول ونه کړ خو د فرانسې لپاره ۲۸ ملي ګولونو په درلودلو سره به د خپلې لوبډلې لپاره مهم رول ولوبوي.

کریم بنزما (۳۴ کلن فرانسه)

کریم بنزما

د عکس سرچینه، EPA

کریم بنزما په ۲۰۲۲ کال کې د سرو زرو توپ ګټونکی شو. د ریال مادرید دغه بریدګر لوبغاړي د امباپه برخلاف په یورو سیالیو کې څلور ګولونه وکړل. په هغو سیالیو کې د پرتګال لوبغاړي کریستیانو رونالډو او د چک جمهوریت لوبغاړي پاتریک شیک پنځه پنځه ګولونه په خپلو نومونو کړل.

باید وویل شي چې په ۲۰۱۸ کال کې له ریال مادرید لوبډلې د رونالډو تر تګ او په پور له تاتنهام لوبډلې سره د ګرت بېل یو ځای کېدو وروسته کریم بنزما د ریال مادرید لپاره په کلیدي لوبغاړي بدل شوی دی. هغه په تېر فصل کې په ۴۶ سیالیو کې ۴۴ګولونه وکړل. هغه په تېر نړیوال جام کې د فرانسې په لوبډلې کې لوبه ونه کړه، د قطر سیالیو کې به هڅه کوي چې خپل وروستي چانسونه وازمايي او غواړي ثابته کړي چې د نړۍ غوره فوټبال لوبغاړی دی.

کریستیانو رونالډو (۳۷ کلن پرتګال)

کریستیانو رونالدو

د عکس سرچینه، Reuters

کریستیانو رونالډو پنځه د سرو زرو توپونه ګتلي. دا ځل په داسې حال کې نړیوال جام سیالیو ته ځي چې د خپل هېواد په ګټه یې ۱۱۷ ملي ګولونه وهلي او د دغه هېواد په تاریخ کې تر ټولو غوره ګول وهونکی دی. 

رونالډو د فوټبال په تاریخ کې یوازینی لوبغاړی دی چې په انګلستان، اسپانیا او ایټالیا کې یې تر ټولو ډېر ګولونه وهلي او د غوره ګول وهونکي لقب ورکړل شوی دی.

هغه د کلب په کچه ۷۰۱ ګولونه وهلي دي. ۴۵۰ ګولونه یې د ریال مادرید، ۱۴۵ ګولونه د منچسټر یونایټېد، ۱۰۱ ګولونه د یوونتوس او ۵ ګولونه هم د سپورتینګ لپاره وهلي.

د رونالډو عمر ۳۷ کلونو ته رسېدلی خو په تېر فصل کې د انګلیس غوره سیالیو کې د منچسټر یونایټېډ لپاره غوره ګول وهونکی شو.

تېر کال د اروپا ملتونو جام سیالیو کې تر ټولو غوره ګل وهونکی شو. اوس به هڅه کوي چې په قطر سیالیو کې خپل وروستۍ چانس هم وازمايي که کولای شي دغه ویاړ بیا هم خپل کړي.

لېونل میسي (۳۵ کلن ارجنتین)

لېونل میسي

د عکس سرچینه، Reuters

زیاتره کسان لېونل میسي د فوټبال په تاریخ ستر لوبغاړی بولي. هغه د خپلې ملي لوبډلې او هم د کلبونو په کچه سیالیو کې ډېر ویاړونه خپل کړي دي.

لېونل میسي اووه ځله د سرو زرو توپ ګتلی دی. څلور ځله یې د اروپا اتلولي ګټلې، ۱۱ ځله د اسپانیا لیګونو کې اتل شوی، ۱۰ځله د فرانسې او یو ځل هم د سویلي امریکا هېوادونو جام اتلولي ګټلې ده.

خو تر اوسه یې د نړیوال جام ګټل نه دي پر ه نصیب شوي. د برازیل ملي لوبډلې کیپټان ویلي د قطر سیالۍ به یې په دغه راز سیالیو کې وروستۍ هغه وي.

له همدې کبله ډېری په دې باور دي چې تر تقاعد مخکې به پر خپلو ویاړونو د سرو زرو بوټ هم ور اضافه کړي.

مسي د خپلې ملي لوبډلې لپاره ۱۰۶ او د کلبونو په سیالیو کې ۷۰۶ ګولونه وهلي.

روملو لوکاکو (۲۹ کلن - بلجیم)

روملو لوکاکو

د عکس سرچینه، Reuters

لوکاکو د بلجیم لپاره ۶۸ ملي ګولونه کړي چې ددغه هېواد په تاریخ کې تر ټولو غوره ګول وهونکی دی. هغه د روسیې په نړیوال جام کې د رونالډو په شان څلور ګولونه وکړل. لوکاکو د ۲۰۱۹ – ۲۰۲۱ کلونو ترمنځ د یوونتوس لپاره ډېر ښه وځلېد، خو په چلسي لوبډلې کې بیا دومره بریالی نه وو. خو د فصل په پای کې د پور په توګه ایتر ته ستون شو. د ټپي کېدو له امله وتوانېد یوازې په پنځو لوبو کې ګډون وکړي او یوازې دوه ځله په ګولو بریالی شو.

بلجیم تر ډېرو شکونو او د هغه تیاریو ته په کتلو سره لوکاکو ته په ملي لوبډلې کې ځای ورکړ.

که تر ټپي کېدو وروسته د پخوا په شان خپلې لوبې ته ستون شي نو ښايي د قطر په سیالیو کې تر ټولو غوره لوبغاړي جایزه هم ترلاسه کړای شي.

نیمار (۳۰ کلن برازیل)

نیمار

د عکس سرچینه، Reuters

نیمار د فوټبال اوسنۍ نړۍ یو له ډېرو ښو لوبغاړو دی، هغه هم د میسي او کریستیانو رونالډو په شان ډطر ویاړونه ګټلي دي.

که څه هم هېڅکله یې د سرو زرو توپ نه دی ګټلی خو د اروپا اتلانو لیګ، لالیګا او فرانسې لیک کې یې خپلې تجربې کارولې دي.

له خپلې ملي لوبډلې سره یې د ۲۰۱۶ کال المپیک سرو زرو مډال او ۲۰۱۳ کال کې د کنفدراسیونونو جام خپل کړی دی.

د اروپا اتلولیو کې یې لا ځای تش او دا ویاړ یې نه دی په برخه شوی.

نیمار هم ویلي د قطر سیالۍ به یې وروستۍ هغه وي، نو خپلې ټولې هڅې به کاروي چې د سرو زرو بوت خپل کړي.

رابرټ لیوانډوفسکي (۳۴ کلن - پولنډ)

رابرټ لیوانډوفسکي

د عکس سرچینه، Getty Images

پولنډي بریدګر لوبغاړی یو له خورا بشپړو او باثباته لوبغاړو څخه دی چې د فوټبال نړۍ په وروستیو کلونو کې لیدلی. په بایرن میونخ کې یې په خپلو اتو فصلونو کې، هغه له لومړي فصل پرته په ټولو سیالیو کې تر ۴۰ ډیر ګولونه کړي دي.

 د دې دورې په جریان کې، بایرن په پرله پسې توګه اوه کاله د بونډېس لیګا اتلولي وګټله او د اروپا د چیمپینز ۱ لیګ اتلولي یې هم خپله کړه. د ۲۰۲۰ او ۲۰۲۱ په فصل کې، هغه لیوانډوفسکي د ۴۱ ګولونو په وهلو سره ، هغه وتوانید چې د څو لسیزو وروسته د ګیرډ مولر تاریخي ریکارډ مات کړي.

دی به هڅه کوي چې په قطر کې بیا خپله ښې لوبې نندارې ته وړاندې کړي او د سرو زرو بوټ ګټلو لپاره به خپلې هیلې ژوندی ساتي.