امریکا کې لومړنۍ مسلمانه مرستیاله والۍ غزاله هاشمي څوک ده؟

غزاله هاشمي د ټاکنو له ګټلو وروسته پلویانو ته د وینا پر مهال

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، غزاله هاشمي د ټاکنو له ګټلو وروسته پلویانو ته د وینا پر مهال

د نیویارک ښاروال په توګه د لومړني مسلمان 'زهران ممداني' حیرانونکې بریا ښايي د سرلیکونو سرټکی وي، خو هغه یوازینی سیاستوال نه و چې د سې‌شنبې پر شپه یې تاریخ جوړ کړ.

غزاله هاشمي هم د ویرجینیا مرستیالې والۍ په توګه ټاکل کېدو سره لومړنۍ مسلمانه ښځه شوه، چې د امریکا په یوه ایالت کې دا څوکۍ ګټي.

اغلې هاشمي د خپلې بریا په وینا کې وویل: "دا [بریا] په دې هېواد او په دې مشترک‌ المنافع کې د شته فرصتونو د ژوروالي او پراخوالي له کبله ممکنه وه."

هاشمي جمهوريپال جان ریډ ته ماتې ورکړه چې د تلویزیوني خپرونو پخوانی محافظه کار کوربه او دې څوکۍ لپاره د ویرجینیا په کچه لومړنی ښکاره همجنس خوښوونکی نوماند و.

له استادۍ تر سیاسته

Hashmi, in a green jacket and headscarf, poses for a phone selfie with a woman wearing a white headscarf, whilst a man with a turban watches on smiling.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، غزالې هاشمي جون کې د مرستیال والۍ څوکۍ ته نوماندۍ لپاره د ګوند په داخلي ټاکنو کې هم پنځه سیالان مات کړي‌ وو

هاشمي په ۱۹۶۴ کال د هند په حیدراباد ښار کې زېږېدلې او لا څلور کلنه وه چې له خپلې مور او مشر ورور سره امریکا ته کډواله شوه.

دوی په جورجیا کې له خپل پلار سره چې د جورجیا سویلي پوهنتون کې یې تدریس کاوه، مېشت شول.

هغه په داسې وخت کې رالویه شوه چې لا هم په دولتي ښوونځیو کې نژادي توپیر په بشپړ ډول له منځه نه و تللی.

هغې په عالي امتیاز له لیسې تر فارغېدو وروسته په جورجیا سویلي پوهنتون او د اتلانتا په ایموري پوهنتون کې زدکړې وکړې.

"د بحران شېبه"

هغه نږدې ۳۰ کاله د ورجینیا په کالجونو کې د ادبیاتو استادې او مدیرې په توګه دنده ترسره کړې وه خو په ۲۰۱‍۹ کال د ډونلډ ټرمپ لخوا پر "مسلمانانو بندیزونو" دې ته وهڅوله چې پخپله یوې دولتي څوکۍ ته ځان ونوموي.‌

هاشمي د ټرمپ لومړۍ دوره کې د یوې مسلمانې امریکایۍ په توګه د "بحران له شېبې" سره د مخامختیا یادونه کړې.

هغې ۲۰۲۰ کال په یوه مرکه کې وویل: "داسې مې احساسوله چې باید لا ډېر عام او څرګند حضور ولرم او دغو مسایلو ته ځواب ووایم."

د ډونلډ‌ ټرمپ تګلارو سره مخالفت غزاله هاشمي وهڅوله چې دولتي څوکۍ ته ځان ونوموي

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د ډونلډ‌ ټرمپ تګلارو سره مخالفت غزاله هاشمي وهڅوله چې دولتي څوکۍ ته ځان ونوموي

هغه ۲۰۱۹ کال کې د ویرجینیا د سنا یوې ایالتي څوکۍ ته چې له جمهوریپالو سره وه،‌ ځان نوماند او ټاکنې یې په حیرانوونکې توګه وګټلې. دې له دیموکراتانو سره مرسته وکړه چې له کلونو وروسته په لومړي ځل د دغه ایالت د مقننه ‌قوې کنټرول ترلاسه کړي.‌

هغه مهال هم غزاله لومړنۍ مسلمانه ښځه وه، چې د ویرجینیا ایالت د سنا د یوې څوکۍ د ګټلو تاریخ یې جوړ کړی و.‌

هغې سږ کال د ویرجینیا د مرستیالې والۍ څوکۍ ته د نوماندې په توګه په خپل بریالي کمپاین کې د عامه زده کړې پر ملاتړ، د حکومت له خوا د تمویلېدونکي مېډیک‌ایډ روغتیا پاملرنې سیسټم پر پراخولو او د جنین سقطولو حق پر ساتنې تمرکز وکړ.

غزالې هاشمي د سې‌شنبې پر ورځ د خپلې بریا په تړاو وینا کې یو ځل بیا دې ته اشاره وکړه، چې ولې یې سیاست ته د ورننوتلو پرېکړه کړې وه.‌

هغې خپلو ملاتړو ته وویل، "غوښتل مې په چپه خوله د څنډې شویو ټولنو د په نښه کېدو او قرباني کېدو د نندارې پر ځای غبرګون وښيم."