نړیوال بانک ۲۰۲۲ کال افغانستان لپاره له مالي او اقتصادي اړخه ښه بللی

د عکس سرچینه، Getty Images
نړیوال بانک تېر ۲۰۲۲ کال افغانستان لپاره په مالي او اقتصادي برخو کې نسبتآ ښه ارزولی دی.
دغه بانک خپل تازه رپوټ کې چې د جنورۍ پر ۲۵مه خپور شوی ویلي چې تېر کال د افغانستان له صادراتو رانیولې، د انفلاسیون یا د توکو د بیو تر کنټرول، د افغانیو د ارزښت تر ساتل کېدو او همدا راز د عوایدو تر راټولو پورې بېلابېلو برخو کې ښه والی لیدل کېږي.
د نړیوال بانک موندنې ښيي چې افغانستان د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ او نومبر ترمنځ موده کې د ۱ اعشاریه ۷ میلیارد ډالرو په ارزښت توکي صادر کړي.
له ګمرکاتو ترلاسه شوي مالومات ښیي چې نباتي محصولات د افغانستان د صادراتو تر ټولو ډېره (۵۶ سلنه) برخه جوړوي. کانونه یا منرالي توکي او منسوجات هم په وار سره د افغانستان نور ستر صادرات بلل شوي.
د دغو توکو ۶۵ سلنه پاکستان او ۲۰ هند ته صادر شوي او په دې توګه ښکاري چې دا دوه هېوادونه د افغانستان د صادراتو ستر بازارونه دي.
خپاره شوي ارقام ښیي چې افغانستان د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ او جون ترمنځ موده کې د ۲ اعشاره ۹ میلیارد ډالرو په ارزښت توکي وارد کړي هم دي.
د یادونې ده چې په ۲۰۲۰ او ۲۰۲۱ کال کې د افغانستان د ټولو صادراتو ارزښت ۸۰۰ او ۹۰۰ میلیونه ډالر و.

د عکس سرچینه، Getty Images
د نړیوال بانک د اقتصادي څارنې دغه رپوټ کې راغلي چې د افغانستان واکمن نظام د ۲۰۲۲ کال د مارچ له ۲۲مې د همدغه کال د ډسمبر تر ۲۱مې پورې ۱۳۵ اعشاره ۹ میلیارد افغانۍ (۱ اعشاریه ۵۴ میلیارد ډالر) عواید راټول کړي وو.
د دغو عوایدو تر نیمایي ډېر (۵۸ سلنه) په سرحدي ګمرکونو کې له مالیې ترلاسه شوي او پاتې شاوخوا ۷۰۰ میلیون ډالر داخلي عواید دي.
د یادونې ده چې افغانستان کې د طالبانو حکومت د طبیعې سرچینو، په ځانګړې توګه د ډبرو سکرو استخراج ته مخه کړې چې دې د صاراتو او عوایدو دواړو ډېرېدو کې رول لوبولی.
نړیوال بانک دا هم ویلي چې تېر کال افغانیو د سترو بهرنیو اسعارو پر وړاندې خپل سبي ثبات ساتلی دی.
د ۲۰۲۲ کال له جون د همدغه کال تر پایه د ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت ۱ اعشاریه ۵ سلنه او د یورو مقابل کې ۱ اعشاریه ۲ لوېدلی خو د پاکستانۍ کلدارو پر وړاندې بیا ۲۴ اعشاریه ۸ او د هندي روپیو پر وړاندې ۲ اعشاریه ۶ سلنه لوړ شوی.
د افغانستان بانک د افغانیو ارزښت ساتلو لپاره وخت ناوخت ډالر لېلاموي، خو د دغه بانک پر پاڼه د دې جزییات نشته چې ډالر څومره موده کې لېلامېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د نړیوال بانک کارکوونکو د افغانستان اقتصادي څارنې دا رپوټ د افغانستان د احصایې او مالوماتو ملي دارې، د خوړو نړیوال پروګرام، د افغانستان بانک او د دریمګړې ډلې د موندنو په ګډون د بېلابېلو سرچینو د مالوماتو پر بنسټ لیکلی.
دغه بانک اطلاعاتو ته د محدود لاسرسي له کبله ارقامو کې د بدلون د احتمال یادونه هم کړې.
په دغه رپوټ کې راغلي چې د افغانستان بازارونو کې د خوراکي او غیر خوراکي توکو موجودیت او د دغو توکو لاسرسي ته په کتو د انفلاسیون کچه په کمېدو ده.
په دې اړه د رسمي احصایې له مخې ویل شوي، د انفلاسیون کچه چې د ۲۰۲۲ کال جولای کې تر ټولو لوړه ( ۱۸ اعشاریه ۳ سلنه) وه، نومبر کې ۹ اعشاریه ۱ سلنې ته راکښته شوې.
خو نړیوال بانک وايي له دې ټولو سره سره له بانکي حسابونو د هغو پیسو پر نغدو رایستلو لګول شوی محدود لا هم دوام لري، چې واک ته د طالبانو له راګرځېدو وړاندې پکې ساتل شوې.
په رپوټ کې ویل شوي چې اشخاص که څه هم ټاکلې اندازه پیسې اوس هم اخیستی شي، خو مشخص مالي بنسټونه او شرکتونه دې برخه کې له ځینو ستونزو شکایت لري.
د دولتي کارکوونکو په اړه هم ویل شوي چې اوس پر وخت د خپلو تنخواګانو له ترلاسه کېدو راضي دي، په ځانګړې توګه ویل کېږي چې له تېرو دوو میاشتو ښځینه کارکوونکو د سړیو پرتله پر وخت تنخواګانې اخیستې دي.
خو له دې سره هممهاله بانکونو کې د نغدو پیسو له کموالي، د بانکونو پر څانګو له بیروبار او خلکو، په ځانګړې توګه ښځو سره د بانکونو د کارکوونکو له چلن شکایتونه هم شوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
نړیوال بانک وایي د بېړني روغتیایي غبرګون پروژې هم چې د مور او ماشوم اړوند روغتیایي خدمات وړاندې کوي او د بانک لخوا تامینږي، دوام لري.
د دریمګړۍ څارونکې ډلې لخوا راټول شوي مالومات ښیي چې دا ډول ۲۳۰۰ روغتیایی مرکزونو کې شاوخوا ۳ اعشاریه ۳ میلیون ځله تر زېږون وړاندې کتنې شوې او د څه باندې ۶ سوه ۹۰ زره زېږونونو پر مهال یې خدمات وړاندې کړي.
خو ویل شوي چې د روان ژمي له پیل راهیسې افغانستان کې کاري ځواک ته اړتیا بیا کمه شوې ده.
نړیوال بانک دا رپوټ داسې مهال خپور کړی چې ملګري ملتونه وایي افغانان له سخت ژمي او اقتصادي ناخوالو سره لاس ګریوان دي.
یوازې تېرو دوو اوونیو کې له ۱۲۶ ډېر کسان افغانستان کې د سړې هوا پورې له اړوندو عواملو مړه شوي.
مرستندویه ادارې وایي پلان دا دی چې روان کال ۲۸ میلیونه فغانانو ته مرستې ورسوي، چې د دغه هېواد تر نیمايي ډېر وګړي کېږي.
په دوی کې شپږ میلیونه داسې دي، چې د ملګرو ملتونو په وینا د لوږې پر درشل ولاړ دي.
ویل چې که دا ژوند ژغورونکې مرستې په وخت ونه شي، نو ستر بشري ناورین رامنځته کېدای شي.











