ډاکتران: د یوه مړي پوستکی د اتو کسانو ژوند ژغورلی شي

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES
- Author, سوشیلا سنګ
- دنده, بيبيسي
دا د ۲۰۲۳ کال د سپتمبر ۱۱مې د یوه ماښام کیسه ده. اووه کلن چترش د بهوپال په کروند سیمه کې د خپل کور پر بام لوبې کولې.
د دوی د کور پر سر د برېښنا د لوړ ولتاژ مزې تېر شوي وو. د چترش مور 'منیشا ډانګي' هم پر بام لمر ته غوړولې جامې راټولولې.
یو ناڅاپه چاودنه شوه - منیشا چې شا ته وکتل نو هکه پکه شوه. زوی یې د بریښنا له مزو اور اخیستی و.
هغه یې د یوه ګاونډي په مرسته روغتون ته ولېږداوه.
د چترش پلار 'ګجېندر ډانګي' وايي "موږ تر دې یوه ورځ مخکې دغه کور ته ورکوچېدلي وو. زوی مې د بام پر سر په یوه اوسپنیز سیخ لوبې کولې. هغه ترې د لوړ ولتاژ له مزي سره لګېدلی و چې شارټي یې وکړه او اور ترې خپور شو."
دی زیاتوي "زه او مېرمن مې له خبرو کولو پاتې وو ځکه په داسې ناوړه وضعیت کې د خپل ماشوم لیدل ډېر ګران وو."
د ښکلا او پلاسټیک جراحۍ ډاکتر 'سنیل راټهور بنسل' چې د چترش درملنه یې کړې، وايي "کله چې دا ماشوم موږ ته راوړ شو، بدن یې ۶۰ سلنه سوځېدلی و. یوازې د ملا او پښو پوستکي یې پاتې وو. ماشوم ته څو ورځې مصنوعي تنفس ورکول کېده."
د پوستکي بسپنه ورکولو کې دوه زړیتوب

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES
ډاکتر سنیل وایي، "موږ لومړی د ماشوم ټپ ته د هغه خپل پوستکی پیوند کړ – خو هغه کافي نه و. وروسته مو یې له پلار سره مشوره وکړه او له یوې پښې مو ورته پوستکی را واخیست."
د هغه په وینا "په عام ډول لیدل شوي چې که له ماشومانو سره داسې خواشینونکې پېښې وشي، نو والدین او په ځانګړې توګه پلار ورته د خپل پوستکي ورکولو ته چمتو کېږي. خو که قرباني بالغ کس وي، نو خلک ورته د پوستکي ورکولو کې زړه نازړه وي."
د کورني تاوتریخوالي ښکار او له سوځېدنې ژغورل شوې 'سنهیا چاولې' وايي "که څوک په هره پېښه کې وسوځي، نو لومړی له خپلې ناجوړۍ او دردونو کړېږي. په دې کې ښايي د هغه/هغې له خپل وجوده د پوستکي اخیستل لا نور دردوونکي شي. په داسې وخت کې باید خپل خپلوان او نور د پوستکي بسپنې ورکولو ته ور وړاندې شي."
سنیها زیاتوي چې د دې وجود ۴۰ سلنه سوځېدلی و او هېڅوک هم د پوستکي بسپنې ورکولو ته حاضر نه شول. نو هغې ته د خپل وجود پوستکی پیوند شو."
خو که سنیها ته بل چا خپل پوستکی په بسپنه ورکړی وای، نو د دې دردونه او کړاو به ورسره یو څه راکم او ښايي ژر رغېدلې وای.
ډاکتر سنیل کیسواني د ممبی او د سوځېدو ملي مرکز کې د ښکلا او پلاسټیک جراح دی.
دی وايي پوستکی د وجود یوه مهمه برخه ده او انسانان له بهرني عفونت، تودوخې، سړوخې او د بدن د رطوبت له ضایع کېدو ساتي.
ډاکتر کیسواني زیاتوي چې پوستکی د وجود د ډال په توګه کار کوي.
هغه بيبيسي وویل چې کله د یوه سړي یا ښځې پوستکی وسوځي نو له دغه خوندیتوبه بې برخې کېږي او دا چې "له دې کبله جراثیم په اسانۍ جسم ته داخلېږي او ناروغ د عفونیت ښکار کېږي."
نوموړی وايي "د همدې لپاره پوستکی بسپنه کړی چې د اغېزمن شوي کس ژوند وژغورل شي."
د روغتیا نړیوال سازمان پر بنسټ هند کې هر کال شاوخوا یو میلیون کسان عادي یا سخت سوځي.
په پاکستان، بنګله دېش، کولمبیا او مصر کې بیا ۱۷ سنله سوځېدلي ماشومان عارضي معلول او ۱۸ سلنه نور د دایمي معلولیت ښکار کېږي.
د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې انسانان په ژوندینه د خپل پوستکي یوه برخه بسپنه کوي او یا یې له مرګ وروسته پوستکی اخیستل کېږي او اړمنو خلکو سره مرستې لپاره د وینې په څېر د پوستکو بانکونو کې ساتل کېږي.
بانک کې پوستکی څنګه ساتل کېږي؟

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES
د ډاکتر سنیل کیسواني او ډاکتر شلب کمار په وینا د پوستکي بانکونو کې ګلیسرول نومي کیمیاوي مواد کارول کېږي.
پوستکی د دغو کیمیاوي توکو په وسیله د سانتیګراد له څلورو تر شپږ پورې درجو کې د ۴۵ ورځو لپاره پروسیس کېږي.
دوی وايي له دې پروسې وروسته پوستکی تر پنځو کلونو پورې ساتل کېدای شي، خو دا چې اړتیا ورته ډېره ده نو دومره موده په بانک کې نه پاتې کېږي.
څوک پوستکی بسپنه کولی شي؟
• د مړه انسان له تنه له مرګ وروسته له شپږو تر اتو ساعتونو پورې اخیستل کېدای شي.
• د پوستکي د بسپنه ورکوونکي عمر باید له اتلسو کلونو کم نه وي.
• سل کلن کس هم پوستکی ورکولی شي.
• بسپنه ورکوونکی کس باید جلدي ناروغي ونه لري.
• باید د پوستکي سرطان ونه لري
• بسپنه ورکوونکی باید په اېچ ای وي، ایډز او زېړي اخته نه وي.
د پوستکي بسپنه څومره ګرانه ده؟

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES
ډاکتران وايي د ځیګر او یا بډوډو (ګردو) له پیوندلو سره په توپیر چې د ناروغ او بسپنه ورکوونکي شخص د وجود اوبد یا نسجونه باید سره یو شان وي، د پوستکي پیوند کې دا اړتیا نشته.
د ډاکتر سنیل راټهور په وینا دې ته پلاسټیک جراحي هم ویل کېدای شي، خو دا جراحي د ښکلا لپاره نه بلکې د ژوند ژغورلو لپاره ترسره کېږي.
دی زیاتوي چې پوستکی د 'ډېرمېس او اېپيډېرمېس' دوه پاړکي یا طبقې لري او د پیوندولو لپاره یې پاسنۍ طبقه اخیستل کېږي.
د هغه په وینا د پوستکي بسپنه ورکوونکی شخص ښايي:
• په لومړیو کې عادي ګرځېدل او ورځني کارونه ونشي کړی.
• د ټپونو رغېدل یې درې اوونۍ وخت نیسي.
• دردونه یې دوو اونیو کې ختمېږي.
• له هغې وروسته د پخوا په څېر ورځنی ژوند کولی شي.
د مړي پوستکی له روغتیايي اړخه څومره خوندي دی؟

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES
ډاکتران وايي د پوستکي پیوند د بدن پر پلو او غړو څه منفي اغېزه نه لري او نه هم ورسره کومه جسمي کمزوري رامنځته کېږي.
روغتیايي متخصصان وايي، په دې تړاو ټولنو کې عام پوهاوی کم دی او دا چې دولتونه هم باید د روغتیا په ملي تګلارو کې بدلونونه رامنځته کړي.
د ډاکتر سنیل کیسواني په وینا د پوستکي پر پیوند او درملنه لکونه روپۍ لګښت راځي، نو حکومتونو ته په کار ده چې دې برخې ته بودیجه ځانګړې او زیاته کړي.
په نوي ډیلي کې مېشت ډاکتر 'سورب شرما' وايي خلک ترې وخت ناوخت د بډوډو، سترګو او نورو غړو د بسپنې ورکولو په اړه مالومات پوښتي، خو دا چې د پوستکي د بسپنې په اړه اګاهي کمه ده نو خلک یې پوښتنه هم نه کوي.
ډاکتران وايي، د یوه مړي پوستکی د اتو کسانو ژوند ژغورلی شي.
خو په دې تړاو د عامه پوهاوي لپاره اړینه ده چې رضاکا بنسټونه په ښوونځیو، کالجونو، پوهنتونو او نورو ادارو کې خلکو ته مالومات ورکړ شي.
همدا پوهاوی د ګڼو خلکو ژوند ژغورلی شي.











