اسپانیا په داسې حال کې رسمي ویر اعلان کړی، چې د سېلابونو له کبله د مړینې شمېر له ۱۵۰ کسانو اوښتی

اسپانیا

د عکس سرچینه، Reuters

د اسپانیا سختو خونړیو سېلابونو له کبله، چې د دې هېواد په تاریخ کې کمساري بلل کېږي، د وژل شویو کسانو شمېر ۱۵۸ تنو ته رسېدلی دی.

رپوټونو کې ویل شوي، مرستندویان د ژوندي پاتې کسانو په لټون کې له ستونزو سره مخامخ دي.

په داسې حال کې چې د دې هېواد په ځینو برخو کې لا هم ګڼ بارانونه اوري، د مرستې لپاره ۱۲۰۰ اضافي مرستندویان او ډرون هم سېلاب ځپلو سیمو ته استول شوي دي. د اسپانیا لومړی وزیر پیدرو سانچیز په دې هکله وايي، ''د اوس لپاره تر ټولو مهمه چاره دا ده، چې د امکان تر حده د ډېرو خلکو ژوند وژغورل شي.''

درمل پوه میګویل د والینسیا په پیپورتا سیمه کې خپل پلورنځي ته د اوښتي زیان اندازه معلوموي.
د عکس تشریح، درمل پوه میګویل د والینسیا په پیپورتا سیمه کې خپل پلورنځي ته د اوښتي زیان اندازه معلوموي.
زورور سېلاب په لارو او کوڅو کې ولاړ موټرونه هم بې ځایه کړي دي.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، زورور سېلاب په لارو او کوڅو کې ولاړ موټرونه هم بې ځایه کړي دي.

د پنجشنبې پر شپه چې ځینې سیمې سختو سېلابونو وځپلې اوسېدونکي یې په داسې حال کې ولیدل شول، چې له ویجاړو شویو ودانیو یې مړي راایستل.

په یوازې یوه سېلاب ځپلې سیمه والینسیا کې د ۱۵۵ کسانو مړینه ثبت شوې ده، دوه نور کسان بیا په لویدیځه کاستیلا لامانچا سیمه کې مړه شوي او یو بریتانوی سړی بیا په اندلسیه کې د سېلابونو له کبله مړ شوی دی.

د والینسیا په پایپورتیا ښارګوټي کې چې د یوه سیند اوبه له غاړو واوښتې، د ۴۰ کسانو مړینه تائید شوې ده.

په داسې حال کې چې د هېواد په ختیځو او سویلي سیمو کې د نورو بارانونو وړاندوینه شوې، د اسپانیا پاچا فیلپ شپږم خبرداری ورکړی، چې ''بېړنیز وضعیت لا پای ته نه دی رسېدلی'' او لومړي وزیر سانچیز له خلکو غوښتي چې د اړتیا په صورت کې په خوندي ځایونو کې پناه واخلي.

د والینسیا او هېواد نورو برخو تر منځ د ریل پټلۍ او سړکونه تړلي دي او د تګ راتګ لارې بندې دي.

په اسپانیا کې په رسمي توګه درې ورځنی ویر اعلان شوی، پر دولتي ودانیو د دې هېواد بیرغ نیم ځوړند دی، او د څو دقیقو لپاره د خاموشۍ غوره کولو مراسم ترسره شوي دي.

د پنجشنبې پر ورځ د والیسنیا سیمې په شاوخوا کې د سېلابونو له کبله د اوښتي زیان یو هوايي تصویر

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د پنجشنبې پر ورځ د والیسنیا سیمې په شاوخوا کې د سېلابونو له کبله د اوښتي زیان یو هوايي تصویر

بل لور په خلکو کې له دې کبله غوسه په ډېرېدو ده، چې څنګه د یوه پرمختللي اروپايي هېواد چارواکي و نه توانېدل خلکو ته پر وخت د احتمالي خطر په هکله خبرداری ورکړي.

په دې هکله پوښتنې راپورته کېږي، چې د بېړنیو چارو مدیریت ادارو ولې ناوخته خبرداری خپور کړ.

د دې سېلابونو په هکله د بېلابېلو لاملونو خبرې کېږي، خو د اقلیمي بدلون له کبله تودېدونکی چاپېریال تر ډېره بریده د دې سېلابونو یو لوی لامل بلل کېږي.