د ۲۰۲۴ کال پیل کې له هرو "درو افغان ماشومانو یو یې" له لوږې سره مخ دی

د عکس سرچینه، Getty Images
د ماشومانو د خوندیتوب نړیوال سازمان (سېو ده چلډرېن) خبرداری ورکړی چې د ۲۰۲۴ کال په پیل کې به د خوړو د کړکېچ له امله له هرو دریو ماشومانو څخه یو له لوږې سره مخ شي.
د دې ادارې په وینا، په نوي کال کې به په افغانستان کې شاوخوا اته میلیونه ماشومان د لوږې له بحران سره مخ شي ځکه چې یخنۍ لا له وړاندې پیل شوې، د وچکالۍ، زلزلې او اقتصادي ستونزو سربېره به ستونزې لا پسې ډېرې شي.
یو شمېر افغانانو له بي بي سي سره په وروستیو ورځو کې د هغو سختو تجربو په اړه خبرې وکړې چې دوی او د دوی کورنۍ د سړې هوا له امله ورسره مخ وې.
دوی وايي، د خراب اقتصادي وضعیت او په لرو پرتو سیمو کې د سختو واورو له امله د لارو بندېدو ته په پام سره د ډېرو خلکو اقتصادي وضعیت د پخوا په پرتله خراب شوی دی.
یو شمېر یې ویلي، چې دوی اندېښمن دي، چې ښايي ماشومان او زیانګالي کسان به له کافي خوراکي توکو او سونتوکو پرته له سږني ژمي ژوندي ونه وځي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د نړیوالې لوږې په اړه د دغې ادارې د شدید خوراکي خوندیتوب د کچې په راپور کې د نويو خپرو شویو شمېرو وړاندوینه کوي چې د ژمي په میاشتو کې به په افغانستان کې د لوږې له بحران یا "بېړنۍ کچې" سره د مخ خلکو شمېر لوړ شي، خو وايي د تېر کال د همدې مودې پرتله وضعیت په ټولیزه توګه یو څه ښه شوی دی.
د ماشومانو د خوندیتوب ادارې په وینا، اټکل کېږي چې ۱۵،۸ میلیونه وګړي، چې د افغانستان د نفوس له دریمې برخې څخه زیات دي، به د ۲۰۲۴ کال تر مارچ میاشتې پورې د خوراکي توکو له شدید کمښت سره مخامخ شي، چې له دې جملې څخه نیمایي یې شاوخوا ۸ میلیونه ماشومان دي.
د دغه بنسټ په وینا، په افغانستان کې د ژمي په رارسېدو سره د کار فرصتونه کمېږي او د خوراکي او سونتوکو بیې معمولاً لوړېږي.
یوې افغان مېرمنې د ماشومانو د خوندیتوب موسسې ته ویلي، چې ډېری کورنۍ د لوږې له بحران سره مخ دي. دغې ښځې خپله اوه میاشتنۍ لور د خوارځواکۍ له امله د افغانستان په شمال کې یوه کلینیک ته راوړې وه.
هغې وویل: "کله ناکله موږ د خوړلو لپاره ډوډۍ نه لرو او موږ په لوږه ویدېږو. "دا ویجاړوونکی دی چې ګورم زما ماشوم کمزوری کېږي او د خواړو لپاره ژاړي."
سږ کال د سړوښې موسم په رارسېدو سره افغانستان له پاکستان او ایران څخه د سلګونو زرو کډوالو او پنا غوښتونکو له جبري اخراج سره مخامخ دی.
د طالبانو د حکومت د چارواکو په وینا، له دغو دوو ګاونډیو هېوادونو شاوخوا یو نیم میلیون کسان افغانستان ته ستانه شوي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د ماشومانو د خوندیتوب اداره وايي، افغانستان سږ کال د خوراکي توکو په مرستو کې له پرله پسې درېیو کمښتونو سره مخ شو. هغه کورنۍ چې د دغه هېواد په هرات کې د پرله پسې زلزلو له امله یې خپل کورونه او خوراکي توکي له لاسه ورکړي، ډېرې زيانمنې شوې دي.
نړیوالو سازمانونو په مکرر ډول خبرداری ورکړی چې "په دې ژمي کې د فنډونو له سملاسي راجلبولو پرته، د میلیونونو افغانانو د لوږې احتمال شته."
"سیو ده چلډرېن" ویلي چې نړیواله ټولنه باید افغانستان له پامه ونه غورځوي او په دې ژمي کې د خلکو د ژوند ژغورلو لپاره باید سملاسي بشري مرستې زیاتې کړي.
د افغانستان د خلکو لپاره چې لا له وړاندې په اقتصادي ستونزو کې ژوند کوي، ژمی لا ډېر ننګوونکی کېږي.
د تېر کال په جنورۍ میاشت کې یوې سختې یخنۍ چې تودوخه منفي ۳۶ درجو ته رسېدلې وه په ځینو سیمو کې لږ تر لږه ۱۶۰ کسان ووژل.
د هرات د زلزلې له امله زیانمنې شوې ډېرې کورنۍ وايي چې د اکتوبر په میاشت کې په دغه ولایت کې تر دوه زره زیات کسان ووژل او ګڼۍ کورنۍ په موقتي خیمو کې ژوند کوي.
څه باندې دوه کاله مخکې د طالبانو تحریک واک ته ورسېد چې بیا وروسته ډېری مرستندویه موسسو له افغانستان سره خپلې دودیزې مرستې بندې کړې او یا یې د پام وړ کمې کړې.
د ماشومانو د خوندیتوب اداره وايي، یوازې بریتانیا سږ کال له افغانستان سره په خپلو مرستو کې نژدې ۶۰ سلنه کموالی راوستی دی.











