د ماشومانو د خونديتوب نړيواله اداره: له پاکستانه ستانه شوي کډوال د ناروغيو د لوړې کچې له ګواښ سره مخ دي

افغان کډوال

د عکس سرچینه، Getty Images

د ماشومانو د ژغورنې نړیوالې ادارې (سېو ده چلډرن) خبرداری ورکړی چې له پاکستان تازه ستانه شوي زرګونه کډوال د خطرناکو ناروغیو د لوړې کچې له خطر سره مخامخ دي او دا خطر ورځ تر بلې زیاتېږې.

د ماشومانو د خوندیتوب نړیوالې ادارې یوه بیان کې ویلي چې په تېره یوه میاشت کې د را ستنو شویو کډوالو لپاره یوازې د دوی په کلینیکونو کې د تنفسي جهاز د مکروبي کېدو څه باندې درې زره او د څه باندې ۱۲۰۰ ماشومانو د اسهال مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

دا اداره وايي په ناروغیو د دې لوی شمېر کسانو اخته کېدو لامل د څښاک د پاکو اوبو نشتوالی او کموالی دی. د ځان وینځلو لپاره د اوبو او د حاجت د رفع کولو لپاره د تشنابونو نشتوالی یې د نورو لاملونو په توګه یاد شوي دي.

سیو دی چلډرن وايي را ستنو شویو کډوالو کې اتیا سلنه یې ښځې او ماشومان دي او د ماشومانو څلورمه برخه بیا له پنځو کلونو کم عمر لري.

را ستانه شوي کډوال په تورخم او سپین بولدک کې په جوړ شویو پندغالو کې اوسېږي چېرته چې د فعالانو په وینا د ژوند لپاره اسانتیاوې کمې دي.

يادې ادارې د تنفسي جهاز د میکروبي کېدو لوی لامل دوړې او خاورې، د لېږد پرمهال د موټر پر سر د سړې هوا وهل او په تنګو پناه ځایونو کې دود او لوګی شته والی ښودلی دی.

افغان کډوال

د عکس سرچینه، Getty Images

یوې مېرمنې دې ادارې ته ویلي "دا ځای د ښځو او ماشومانو لپاره مناسب نه دی، د شپې هوا سړه وي، ماشومان تودې جامې نه لري پاکې اوبه نشته او تشنابونه هم نه لري." دې ویلي لږ تر لږه موږ ته دې د اوسېدو مناسب ځای راکړل شي.

د سیو دی چلډرن ډاکټر ارشاد ویلي که ماشومان دلته د اوږدې مودې لپاره پاتې شي او هواره نوره هم سړه شي نو په ځانګړې توګه ماشومان د لوی خطر سره مخامخ کېدای شي.

د ماشومانو د ژغورنې ادارې په ځانګړې توګه او تنفسي جهاز میکروبي کېدو او د نس ناستې ناروغۍ یادې کړي چې ناروغ د مرګ تر پولې رسولی شي.

ډاکټر سیف الرحمن پښتون چې تېرې دوه اوونۍ یې تورخم کې کډوالو سره د روغتیايي مرستې لپاره تېرې کړې او پرون را ستون شوی بي بي سي ته وویل هلته د را ستنو شویو کډوالو روغتیايی وضعیت او د اسانتیاوو کموالی د اندېښنې وړ دی.

افغان کډوال

د عکس سرچینه، Getty Images

افغانستان کې د طالبانو حکومت د معلوماتو له مخې له کله چې پاکستان لنډمهالي حکومت د افغان کډوالو د وېستلو پرېکړه کړې، څه باندې درې لکه افغان کډوال افغانستان ته رسېدلي، چې یو شمېر یې له اعلان وروسته او یو شمیر نور یې په زور ویستل شوي دي.

کډوال او د کډوالو نړیوال بنسټونه او د بشري حقونو ادارې وايي پاکستان کې له افغان کډوالو سره د بشري معیارونو خلاف چلن شوی.

د ماشومانو د ژغورنې له دې خبرداري یوه ورځ وړاندې هم د ملګرو ملتونو د روغتیا ادارې ویلي وو چې له پاکستانه د ۱.۳ ملیونه کډوالو ستنیدو امکان شته او په دې سره افغانستان کې د ناروغیو ډېرېدلو او لویو روغتیايی خطرونو د رامنځته کېدو وېره لیدل کېږي.

يادې ادارې ویلي وو د دې خطرونو مخنیوي لپاره لس میلیونه ډالرو ته اړتیا ده. چې په وينا يې په دې پیسو به دوی وکولی شي اوه لکه را ستنیدونکو کډوالو ته روغتیايي اسانتیاوې او خدمتونه برابر کړي.