د مرستندویه ادارو خبرداری؛ راستانه شوي افغانان له ژمي ژوندي وتلو لپاره مرستو ته سخته اړتیا لري

کډوال

د عکس سرچینه، Getty Images

په افغانستان کې د نهو نادولتي نړیوالو مرستندویه ادارو یوې ډلې پر نړیوالې ټولنې او د بشردوستانه مرستو تمویلوونکو باندې بېړنی غږ کړی چې په سخت ژمي کې دې ستنو شویو او بېځایه شویو افغانانو د ژوندي پاتې کېدو لپاره خپلې مرستې ډېرې کړي.

دغو موسسو په ګډه خبرپاڼه کې همدا راز د افغان کډوالو پر کوربه هېوادونو هم غږ کړی چې د کړکېچ مخنیوي او خپل هېواد ته د خوندي او دوامداره راستنېدنې تر ممکن کېدو پورې دې د هغوی کوربه‌توب ته دوام ورکړي.

خبرپاڼه زیاتوي، له هغه راهیسې چې درې میاشتې مخکې پاکستان له دغه هېواده د "ناقانونه" کډولو د ایستلو اعلان کړی، نږدې نیم میلیون افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي‌ دي.

دغو نادولتي بنسټونو خبرداری ورکړی چې ستنې شوې کورنۍ له یوه ناروښانه راتلونکي او کړاو سره مخ دي او د خپل ژوند بېرته جوړولو وس خو یو ځل نه لري بلکې پر دې برسېره، په سخت ژمي کې د ژوندي پاتې کېدو لپاره ډېر لږ او یا هېڅ نه لري.

په دغو انجوګانو کې د CARE انټرنېشنل، د ډنمارک کډوالو شورا، د ژغورنې نړیواله کمیټه، د اسلامېک ریلف ورلډوایډ، مېري کورپس، د ناروې کډوالو شورا، د ماشومانو د خوندیتوب اداره او ورلډ وېژن انټرنېشنل شاملې دي.

ښځې او ماشومان له لوړ خطر سره مخ دي

ښځې او ماشومان

د عکس سرچینه، Getty Images

د دغو نادولتي بنسټونو په وینا، په راستنو شویو افغانانو کې ۸۰ سلنه یې ښځې او ماشومان دي چې افغانستان ته د ستنېدو پر مهال له لوړ خطر سره مخ دي.

په خبرپاڼه کې د ځينو ستنو شویو کډوالو اندېښنې هم راخیستل شوي.

د مریم په مستعار نوم د پنځو اولادونو د یوې مور له خولې ویل شوي چې د کورنۍ له یوولسو غړو سره له څه سختیو تېرېږی.

مریم ویلي، کومه مالي مرسته چې له پاکستانه د ستنېدو پر مهال ورسره شوې وه، هغه یې یوازې د کډې د لېږدولو لپاره د ګاډي په کرایه لګولې ده.

دې زیاته کړې، "خپلوانو مې جلال اباد کې کور راته پيدا کړ خو اوس یې څښتن کرایه غواړي او موږ هېڅ څه نه لرو. نه پوهېږو چې خوراک ته به څه پيدا کړو؟ کاش خپل کور مو لرلی او دلته کار روزګار وای. مجبور یو موږ ښځې او ماشومان په کوڅو کې خیرات وغواړو"

"۲۹ میلونه خلک بشري مرستو ته اړ دي"

مرسته

د عکس سرچینه، Getty Images

د یادولو ده چې افغانستان له څو لسیزو راهیسې د ناکراریو، جګړو، طبعي پېښو او په وروستیو کې د ویجاړوونکو زلزلو او اقتصادي کړکېچ له کبله پر نړیوالو مرستو تکیه دی.

په همدې حال کې پاکستان هم داسې مهال په جبري ډول افغانان خپل هېواد ته ستنېدو ته اړ کړل چې افغانستان کې سخت ژمی پیل شوی او دا کړکېچ ورسره زیات شوی دی.

که څه هم په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي چې د کډوالو لپاره د سرپناه په برخه کې هلې ځلې کوي خو دا بنسټونه خبرداری ورکوي چې افغانستان د ورستنېدونکو لپاره ډېر لږ څه لري او په دغه هېواد کې ۲۹ میلونه خلک دمګړۍ بشري مرستو ته بېړنۍ اړتیا لري.

د یادولو ده چې تېره ورځ د طالبانو حکومت د کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو وزارت هم خپل هېواد ته ستنېدونکو سره کېدونکې مرستې ناکافي وبللې.

د طالبانو په حکومت کې د کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو سرپرست وزیر خلیل الرحمان حقاني وویل چې د ژمي له را رسېدو سره د کډوالو ستونزې ډېر شوې او باید نړیواله ټولنه یې د مرستو له سیاسي کولو پرته لاسنوی وکړي.