چین وايي، فضايي بېړۍ یې د سپوږمۍ لیرې خوا کې ښکته شوې

چانګ 6 ماموریت د می په میاشت کې د چین له وینچانګ سپیسپورټ څخه پیل شو

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، چانګ ۶ ماموریت د مې په میاشت کې د چین له وینچانګ فضايي اډې څخه پیل ش
    • Author, جورجینا رانارد/ لورا بیکر
    • دنده, د بي‌بي‌سي ساینسي خبریاله/ د بي‌بي‌سي د بېجينګ خبرياله

چین وايي، د دوی بې عملې فضايي بېړۍ په بریالیتوب د سپوږمۍ لیرې برخه کې ښکته شوې ده - داسې یو نا معلوم ځای چې تقریباً هلته هېڅوک د تګ هڅه نه کوي.

د چین ملي فضایي ادارې (CNSA) وویل چې چانګ ۶ د یکشنبې په سهار (بیجینګ په وخت: ۶:۲۳)، (شنبه د ګرېنویچ ۲۲:۲۳) د جنوبي قطب-ایتکن بیسن کې ښکته شوه.

د مې پر درېمه ددغه پیل شوي ماموریت موخه دا ده چې په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره له دې سیمې قیمتي ډبرې او خاوره راټوله کړي.

دا تحقیقات کولی شي د سپوږمۍ ځینې زړې ډبرې د هغې له جنوبي قطبي خولې څخه راوباسي.

د ښکته کېدو بهیر له خطرونو ډک و؛ ځکه چې د سپوږمۍ لیرې خوا ته له رسېدو وروسته له بېړۍ سره اړیکه خورا ستونزمنه ده. چین یوازېنی هېواد دی چې مخکې یې دا لاسته راوړنه ترلاسه کړې وه او په ۲۰۱۹ کې یې د چانګ -۴ ښکته کېدل تجرب کړي وو.

د چانګ ۶ فضايي بېړۍ د وینچانګ له فضايي مرکزه تر توغولو وروسته د سپوږمۍ په مدار کې د ځمکې پر لور د انتظار په حال کې وه.

د ماموریت لینډر برخه بیا له مداره جلا شوه چې د سپوږمۍ اړخ ته ښکته شي او د تل لپاره له ځمکې لیرې شي.

د چین شینهوا دولتي خبري اژانس د CNSA په حواله ویلي، د ښکته کېدو په جریان کې، د بصري خنډونو مخنیوي یو خپلواک سیسټم په اتوماتيک ډول د خنډونو موندلو لپاره کارول شوی و، د لید وړ وړې کیمرې سره د سپوږمۍ سطحې د روښانتیا او تیارې پراساس د نسبي خوندي ښکته کېدو ځای یې غوره کاوه.

ښکته‌کوونکی د ښکته کېدو خوندي سیمې پر سر نژدې ۱۰۰ متره (۳۲۸ فوټه) لوړ بند پاتې و او د ورورو عمومي ښکته کېدو د مخه له یوه درې ګوټیزه (3D) سکنر ګټه واخیستل شوه.

CNSA وویل له دې عملیاتو سره د Queqiao-2 ریلي سپوږمکۍ ملاتړ و.

د چین دولتي رسنیو دا بریالۍ ښکته کېدنه "تاریخي شېبه" بللې ده.

دولتي خبري رسنیو وویل کله چې چانګ بېړۍ د یکشنبې په ګهیځ پر سپوږمۍ ښکته شوه "د بیجینګ فضايي الوتنې کنټرول مرکز کې د خوشالۍ او هڅونو چکچکې وشوې".

په وروستي چینایي سپوږمۍ ماموریت کې کیپسول ، چانګ ۵ ، په ۲۰۲۰ کې خاوره او ډبرې ورسره راوړې

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په وروستي چینایي بېړۍ ماموریت کې کیپسول ، چانګ ۵ ، په ۲۰۲۰ کې خاوره او ډبرې ورسره راوړې

دا فضايي بېړۍ باید تر دریېو ورځو له سطحې د موادو راټولولو لپاره په عملیاتو تېرې کړي چې د CNSA په وینا په دې ماموریت کې"ډېری انجینري نوښتونه، لوړ خطرونه او لویه ستونزه" شامله وي.

د منچسټر پوهنتون د سپوږمۍ جیولوجۍ کې متخصص پروفیسر جان پېرنټ فېشر روښانه کوي چې "ټول خورا لېواله دي؛ ځکه چې موږ ښايي دغه ډبرې یو نظر وګورو چې هېچا مخکې نه دي لیدلې."

هغه د سپوږمۍ نورې ډبرې تحلیل کړې چې د امریکا اپولو ماموریت او پخوانیو چینایي ماموریتونو کې راوړل شوې دي.

مګر هغه وايي چې د سپوږمۍ له بشپړې بېلې ساحې د ډبرې تحلیلولو فرصت کولی شي د سیارې د جوړښت په اړه بنسټیزو پوښتنو ته ځواب ووایي.

تر دې دمه راټولې شوې ډېرې ډبرې اورشیندې (آتش فشاني) دي، هغه څه ته ورته دي چې موږ یې په ایسلینډ یا هواوي کې موندلی شو، خو په لیرې خوا کې مواد به بېلابېله کیمیا ولري.

"پروفیسر وايي "دا به له موږ سره مرسته وکړي هغو لویو پوښتنو ته ځواب ووایو، لکه سیارې څنګه جوړېږي، ولې قشرونه جوړوي، په شمسي نظام کې د اوبو اصل څه دی؟."

د CNSA په وینا، د ماموریت موخه دا ده چې د برمې او میخانیکي بازو په کارولو سره شاوخوا دوه کیلوګرامه (۴،۴۱پاوه) مواد راغونډ کړي.

د جنوبي قطب – اتکین حوزه، په شمسي نظام کې تر ټولو لویه پېژندل شوې د ټکر یوه خوله غوندې ده.

پروفیسور پرنټ-فیشر وايي له هغه ځایه څېړنې کولی شي د سپوږمۍ له داخلي برخې هغه مواد راټول کړي چې د سپوږمۍ له مرکزي برخې راوځي.

د سپوږمۍ سوېلي قطب د سپوږمۍ په ماموریتونو کې راتلونکی سرحد دی - هېوادونه لېواله دي چې په سیمه پوه شي ځکه چې هلته ډېر فرصت شته چې کنګل دې موجود وي.

اوبو ته لاسرسی به د ساینسي څېړنو لپاره په سپوږمۍ کې په بریالیتوب سره د انساني اډې جوړولو ته فرصت برابر کړي.

که ماموریت بریالی شي، سپوږمکۍ به بېرته ځمکې ته له قېمتي نمونو سره د ستنېدو له ځانګړي کپسول سره بېرته راستنه شي.

د ویډیو تشریح، چین څنګه له سپوږمۍ د ډبرې نمونې راوړې

مواد به په ځانګړو شرایطو کې وساتل شي چې د امکان تر حده یې اصلیت وساتل شي.

په چین کې ساینسپوهانو ته به لومړی فرصت ورکړل شي چې ډبرې تحلیل کړي او وروسته به د نړۍ څېړونکي هم وکولی شي د دې فرصت ترلاسه کولو لپاره غوښتنه وکړي.

دا دویم ځل دی چې چین له سپوږمۍ د نمونو راټولولو ماموریت پیل کړی.

په ۲۰۲۰ کې چانګ ۵ د بېړۍ له نژدې غاړې ته چې د Oceanus Procellarum په نوم یادېږي، له یوې سیمې څخه ۱،۷ کیلو ګرامه مواد راوړل.

چین په دې لسیزه کې د بې‌عملې درېیو نورو ماموریتونو پلانونه هم لري؛ ځکه چې دوی په سپوږمۍ کې د اوبو په لټه کې دي او هلته د دایمي اډې د جوړولو په اړه څېړنه کوي.

د بیجینګ د پراخې ستراتېژۍ موخه دا ده چې تر ۲۰۳۰ کال پورې په سپوږمۍ کې یو چینایي ستورمزلی قدم ووهي.

د امریکا متحده ایالات هم په پام کې لري چې سپوږمۍ ته ستورمزلي بېرته ستانه کړي، د ناسا موخه دا ده چې په ۲۰۲۶ کې خپل ارټیمیس ۳ ماموریت پیل کړي.‌