فضا ته د توغول شوي چینایي توغندي ټوټې بېرته ځمکې ته راپرېوتې

د عکس سرچینه، Getty Images
چیني او امریکا چارواکي وايي چې فضا ته د یوه استول شوي چینایي توغندي ټوټې یا پاتې شونې د هند او ارام سمندرونو کې راپرېوتې دي.
د چین فضایي اژانس ویلي د "لانګ مارچ ۵" توغندي ډېر پاتې شوني اتموسفېر کې سوځېدلي.
وړاندې فضایي متخصصانو ویلي و د دې احتمال ډېر کم دی چې دغه توغندی دې د استوګنې پر کومه سیمه راپرېوځي.
په دې غېر کنټرول شوې توګه د توغندیو راګرځېدو فضا کې د کثافاتو د مسوولیت په اړه پوښتنې راولاړې کړې دي.
ناسا هم مخکې د چین پر فضايي اژانس غږ کړی و چې خپل فضایي توغندي له نړیوال نورم سره سم داسې جوړ کړي چې ځمکې ته د راګرځېدو پر مهال په کوچنیو برخو ووېشل شي.
چین فضا کې د تیانګونګ په نوم د یوه مرکز پر جوړولو کار کوي او دا توغندي د دغه مرکز د پرزو او وسایلو لېږد لپاره توغول کېږي.
لانک مارچ ۵ توغندی تېره یکشنبه فضا ته توغول شوی و او تیانګونګ مرکز ته یې د یوه لابراتوار بدنه ولېږدوله، خو د راګرځېدو پر مهال له کنټرول ووت.
د دغه توغندي د راپرېوتلو د ځای په اړه اندېښنو ته په کتو د چین حکومت تېره چارشنبه وویل چې د توغندې ډېره برخه به اوبو کې پرېوځي او د ځمکې خلکو ته یې خطر ډېر کم دی.
په هره توګه د ۲۰۲۰ کال مې میاشت د عاجل ساحل په څېر پر استوګنځي سیمه د دې توغندي د کومې برخې د راپرېوتو احتمال هم موجود و.
لانګ مارچ ۵ توغندی نږدې ۵۴ متره لوړ او ۲۵ ټنه وزن یې درلود.
د چین دولتي ورځپاڼې ګلوبل ټایمز لوېدیزې رسنۍ تورنې کړې ګوندې د دغه توغندي خلاف د امریکا تبلیغاتي کمپاین پر مخ وړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
چین د تیانګونګ فضايي مرکز د جوړولو چارې د ۲۰۲۱ کال اپرېل کې پیل کړې.
دغه هېواد هیله من دی چې دا مرکز به د ۲۰۲۲ کال تر پایه بشپړ شي.
بېجېنګ له امریکا، روسیې او څو نورو هېوادونو سره د نړیوال فضایي مرکز پروژه کې شامل نه دی.










