چین څنګه غواړي په یوه فضايي زبر ځواک بدل شي

Chinese flag in space with the Earth in the background

د عکس سرچینه، BBC; Getty Image; Nasa

دریو چینایو ستورمزلو شپږ میاشتینی ماموریت پیل کړی چې د خپل هېواد په نوې فضايي اډې کار پیل کړي.

دا د چین هغې هیلې ته د رسېدو پر لور نوی ګام دی چې غواړي خپل هېواد په یوه فضايي زبر ځواک واړوي.

تیانګانګ فضايي اډه څه ده؟

تېر کال چین د تیانګانګ فضايي اډې جوړولو لپاره د لومړي پړاو توکي فضا ته واستول. پلان لري چې د روان کال تر پایه یې ځینې نورې برخې هم بشپړې کړي لکه د مېنګشن ساینس لابراتوار.

راتلونکی کال به د ژونتیان په نوم یو ټېلېسکوپ فضا ته واستوي. دا به تیانګانګ فضايي اډې سره نژدې تم وي. تیانګانګ فضايي اډه به په لمریزه برېښنا چلېږي، خپله به د خوځښت وتیا ولري، دننه د اوسېدو لپاره خونې او د ژوند د خوندیتوب بېړنۍ مرستې اسانتیاوې به په کې وي.

چین یوازې درېیم هېواد دی چې هم یې فضا ته ستورمزلي استولي او خپله فضايي اډه هم جوړوي. تر دې وړاندې یوازې امریکا او روسیې دا کار کړی.

چین د تیانګانګ فضایي اډې لپاره لوی هوډ لري او تمه یې ده چې د نړیوالې فضايي اډې ځای ناستې به شي چې په ۲۰۳۱م کال کې له کاره لوېږي.

د چین ستورمزلي نړیوالې فضايي اډه کې نشته ځکه چې د امریکا قوانین خپله فضايي اداره ناسا له دې منع کوي چې چین سره مالومات شریک کړي.

سپوږمۍ او مریخ ته رسېدو لپاره د چین هوډ

چین

د چین هیله او هوډ یوازې پر فضايي اډي نه تمامېږي. څو کاله وروسته چین غواړي چې د مځکې مدار سره نژدې د اسماني ډبرو یا اسټرایډز سامپلونه / نښې راټولې کړي.

تر ۲۰۳۰م کاله چین غواړي چې خپل ستورمزلي سپوږمۍ ته واستوي، تر همدې مودې باید توانېدلي وي چې مریخ او مشتري سیارو ته له انسان پرته یوه فضايي بېړۍ واستوي چې د ازموینې سامپلونه یا نښې راټولې کړي.

نور هېوادونه څه کوي؟

داسې مهال چې چین خپل فضايي پروګرام پراخوي، ګڼ نور هېوادونه هم پلان لري چې سپوږمۍ ته خپل ستورمزلي واستوي.

ناسا غواړي چې له ۲۰۲۵ کال ورهاخوا د امریکايي او ځینو نورو هېوادونو د ستورمزلو یوه ډله سپوږمۍ ته ولېږدوي او کېنېډي فضايي مرکز کې یې له وړاندې دې موخې لپاره په یوه ستر فضايي توغندي کار پیل کړی.

جاپان، جنوبي کوریا، هند، روسیه او متحده عربي امارات هم سپوږمۍ ته د رسېدو خپل فضايي پروګرامونه لري.

هند خپل دویم سپوږمیز پروګرام پرانېستی او غواړي تر ۲۰۳۰ پورې خپل فضايي تمځای ولري.

تر ۲۰۳۰م کاله چین غواړي چې خپل ستورمزلي سپوږمۍ ته واستوي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، تر ۲۰۳۰م کاله چین غواړي چې خپل ستورمزلي سپوږمۍ ته واستوي

دې سره هم مهاله، د اروپا فضايي اداره د سپوږمۍ پر پروګرام له ناسا سره ګډ کار کوي او پلان لري چې کوچني سټلایټونه د سپوږمۍ مدار ته واستوي چې ځمکې سره د ستورمزلو اړیکي ښې تینګې شي.

فضا لپاره قوانین څوک ټاکي؟

د ملګرو ملتونو د ۱۹۶۷م کال فضايي تړون کې ویل شوي چې هېڅ هېواد د فضا پر کومې برخې د ملکیت دعوه نه شي کولی.

د ملګرو ملتونو د ۱۹۷۹م کال د سپوږمۍ تړون کې ویل شوي چې له فضا باید سوداګریزه ګټه وانه خېستل شي خو امریکا، روسیې او چین دغه تړون نه دی لاسلیک کړی.

اوس امریکا د ارتېمېز لایحه وړاندې کړې چې په کې ویل شوي څه ډول هېوادونه په ګډه د سپوږمۍ له مېنرالونو ګټه اخېستلی شي.

روسیه او چین دغه لایحه نه مني او وايي امریکا هېڅ حق نه لري چې د فضا لپاره قوانین وټاکي.

د چین د فضايي فعالیتونو تاریخ

چين

چین په لومړي ځل د ځمکې مدار ته سټلایټ یا سپوږمکۍ په ۱۹۷۰م کال کې واستوله. هغه مهال له چین پرته یوازې جاپان، امریکا، پخوانی شوروي اتحاد او فرانسه توانېدلي وو چې فضا ته سپوږمکۍ واستوي.

تېرو شلو کلونو کې چین له ۲۰۰ ډېر توغندي فضا ته استولي.

دوی سپوږمۍ ته هم له انسان پرته یو ماموریت شانج - ۵ استولی چې د کاڼو نښې راټولې او ځمکې ته یې د ازموینې لپاره راوړي.

چینايي ماموریت د سپوږمۍ پر سطحه خپل د هېواد بیرغ نښلولی چې د امریکا له بیرغونو لوی دی.

چین ۱۳ ستورمزلي فضا ته استولي. په پرتلیز ډول امریکا ۴۳۰ او روسیې ۱۳۰ ستورمزلي په بریالي ډول فضا ته لېږدولي.

د چین فضايي پروګرام لګښت څوک ورکوي؟

Artist's impression of the Tiangong space station in orbit.

د عکس سرچینه، Getty Images

د چین دولتي رسنۍ شینهوا ویلي د چین په فضايي پروګرامونو کې نژدې ۳۰۰ زره کسان کار کوي، دا د هغو کسانو پرتله ۱۸ برابره ډېر شمېر دی چې د امریکا فضايي ادارې ناسا سره په کار بوخت دي.

د چین ملي فضايي اداره په ۲۰۰۳ کال کې پیل شوه او لومړنۍ بودیجه یې دوه مېلیارده یوانه (۳۰۰ میلیون امریکايي ډالره) وه.

خو په ۲۰۱۶ کې چین خپل فضايي صنعت شخصي سکتور ته پرانېست، او د چین دولتي رسنیو له مخې شخصي سکتور اوس د کال نژدې یو نیم مېلیارد ډالره د چین په فضايي پروژو لګوي.

چین ولې فضا ته ډېر لېواله دی؟

چين

چین غواړي د سپوږمکیو یا سټلایټ ټکنالوژي پراخه کړي چې په مخابراتي سکتور، هوايی چلن اداره، د موسم پېژندنې او ګڼو نورو برخو کې به ترې ګټه اخېستل کېدای شي.

خو ډیری فضايي سپوږمکۍ یې نظامي دنده هم لري. په مرسته به یې وکولی شي خپل سیالان وڅاري او د اوږد واټن توغندیو سره هم هدف ته د رسېدو په برخه کې مرسته کولی شي.

لوسېندا کېنګ چې د بریتانیا په پورټسمت پوهنتون کې د یوې فضايي پروژې مشره ده وايي چې چین یوازې د لویې کچې په فضایي ماموریتونو تمرکز نه کوي.

دا زیاتوي: "چین د فضا په ټولو اړخونو کې پرمختیا غواړي. دوی سیاسي هوډ لري او د خپلو پروګرامونو سر ته رسولو لپاره بودیجه او نورې اسانتیاوې هم لري. "

چین د سپوږمۍ په ماموریتونو کې د دې لپاره هم لېوالتیا لري چې دا ورته د سپوږمۍ پر سطحه د کم یافته مېنرالونو لکه لیتیم د کیندلو زمینه برابروي.

خو د لندن پوهنتون د فضايي قوانینو او پالیسۍ پروفیسور سعید مستشار وايي چې سپوږمۍ ته د چین تکراري ماموریتونو استول د پیسو لپاره نه بلکې د خپل ځواک ښوولو لپاره دي.

دی وايي: "دا د ځواک او ټکنالوژۍ په برخه کې د پرمختیا ښکارندويي ده."

د دې رپوټ په چمتو کولو کې جېرېمي هوېل او ټېم بولر هم مرسته کړې.