چین د نوي فضايي مرکز لومړنۍ بنسټیزه برخه تشیال ته واستوله

چین

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، چین وايي فضايي مرکز به یې تر ۲۰۲۲ کال پورې عملآ ګټې اخیستلو ته چمتو شي

چین د یوه نوي دایمي فضايي یا تشیالي مرکز د بدنې مهمه برخه تشیال یا فضا ته استولې ده. دا د بېجینګ لخوا پر تشیالي پروګرام د زیاتېدونکي تمرکز د هڅو وروستۍ لړۍ ده.

د تیانهې تشیالي مرکز د بدنې دا برخه چې د عملې د اوسېدو ځای پکې شامل دی، د وېنچانګ فضايي توغونو له مرکز د لانګ مارچ -۵ بي توغندي په وسیله واستول شوه.

چین تمه لري چې دغه نوی فضايي مرکز به یې تر ۲۰۲۲ کال پورې عملآ ګټې اخیستلو ته چمتو شي.

دمګړۍ د ځمکې پر مدار یوازې یو 'نړیوال تشیالي مرکز' شته چې چین ترې ایستل شوی دی.

بېجینګ د فضايي څېړونو برخه کې تر خپلو نورو سترو نړیوالو سیالانو وروسته لاس په کار شوی دی.

دغه هېواد په لومړي ځل په ۲۰۰۳ کال یو ستورمزلی د ځمکې مدار ته واستاوه او په دې توګه له شوروي اتحاد او امریکا وروسته دریم هېواد شو چې دا کار کوي.

چین تر دې وړاندې د تیانګونګ -۱ او تیانګونګ-۲ په نوم دوه ازمیښتي تشیالي مرکزونه د ځمکې مدار ته استولي وو چې دواړو د ستورمزلو د نسبتآ لنډمهاله اوسېدو لپاره امکانات درلودل.

تیانهې به چې چیني ژبه کې د اسمانونو د همغږۍ معنا لري، لږترلږه د لسو کلونو لپاره د ګټې اخیستلو جوګه وي.

بېجینګ پلان لري چې تر راتلونکي کال د تیانګونګ فضایي مرکز بشپړولو لپاره لږترلږه په لسو ورته نورو تشیالي توغونو کې ددغه مرکز د بدنې ټولې برخې تشیال ته واستوي.

تیانګونګ فضايي مرکز به له ۳۴۰ تر ۴۵۰ کیلومتره ارتفاع کې د ځمکې په مدار څرخي.

دمګړۍ یوازې نړیوال فضايي مرکز "ای اېس اېس" د ځمکې مدار کې موجود دی چې د روسیې، امریکا، کاناډا، اروپا او جاپان په ګډه جوړ کړی دی. چین ته په دې پروژه کې د شاملېدو اجازه نه وه ورکړ شوې.

نړیوال تشیالي مرکز په ۲۰۲۴ کال تقاعد کېږي او تر هغه وروسته د دې امکان خورا ډېر دی چې تیانګونګ به د ځمکې په مدار یوازنی چورلېدونکی فضايي مرکز وي.

د چین فضايي هیلې او اهداف

چین

د عکس سرچینه، Reuters

چین د دغه نوي فضايي مرکز لومړۍ برخه داسې مهال تشیال ته استوي چې دغه هېواد یوه میاشت وړاندې روسیې سره په ګډه اعلان وکړ چې په ګډه د سپوږمۍ پر سطحه د فضایي مرکز د جوړولو پلان لري.

د چین د تشیالي پروګرام یوه مختصص شنونکی چېن لان 'اې پي اېف' خبري اژانس سره مرکه کې دا پروژه "ستر ګام" بللی و.

هغه ویلي و: "دا به د چین لپاره د نړیوالې فضايي همکارۍ ستره پروژه وي، نو ځکه مهمه ده."

چین په دې وروستیو کلونو کې په زغرده خپلې فضايي هیلې او اهداف پر مخ وړي.

دغه هېواد پام وړ اندازه بودیجه پر فضايي څېړونو متمرکزه کړې ده او په ۲۰۱۹ کال کې لومړی هېواد شو چې د سپوږمۍ لرې اړخ ته یو بې عملې ربوټ ولېږه.

د چین ولسمشر شي جين پینګ د خپل هېواد د فضایي هاند و هڅو ملاتړی دی.

د دغه هېواد دولتي رسنۍ په دوامدار ډول "فضايي اهداف" د "ملي تجدید" پر لار ګام بولي.