هغه ښځه چې هم تشیال او هم د سمندر ژورو ته تللې ده

Dr Kathy Sullivan on the deck of a ship

د عکس سرچینه، Enrique Alvarez

    • Author, پوجو چبریا
    • دنده, بي بي سي

د ناسا پخوانۍ ستورمزلې لومړنی انسان دی چې هم تشیال ته لاړه او هم یې سمندر کې تر ټولو ژورې پېژندل شوې کندې ته ځان ورساوه.

ډاکټره کیتي سولیوان په ماریانا کې د ارام سمندر تر ټولو ژورې کندې ته ځان رسولو سره تاریخ جوړ کړ.

۶۸ کلنې کیتي بي بي سي ته وویل: "ځان مې تشیالي موجود باله، پر ناپېژندل شویو سیارو مې ګام کېښود".

خو نوموړې اوس لومړنۍ ښځه ده چې د ارام سمندر ۱۱ کیلومتره ژورې کندې ته لاړه.

ډاکټره سولیوان د یو نیم ساعت لپاره دې ژورې ته لاړه.

پلټونکی او پانګوال ویکټور وسکوف- چې د نړۍ د سمندر پنځو ژورو کندو ته د تګ له مخې لومړنی کس و- له نوموړې سره دې سفر کې ملګری و.

Investor and explorer Victor Vescovo and Dr Kathy Sullivan

د عکس سرچینه، Enrique Alvarez

ډاکټره سولیوان وايي: "که ویکټور را نه غوښتي نه وی، ښایي هیڅکله داسې چانس په لاس را غلی نه وی".

ماریانا کې د سمندر دا کنده یا تر ټولو ژوره برخه کې اوبه د کنګل په څېر یخې دي او نه هم هلته لمر شته او د اوبو فشار هم ډېر دی.

خو بیا هم ژوند پکې شته او څېړونکو یې په تړاو تازه څېړنې پیل کړې دي.

د متحده ایالتونو د سمندرساتو ځواکونو افسر ډون والش او سوېسی ودانګر یا مهندس ژاک پیکار لومړني کسان و چې پر ۱۹۶۰ کال یې ماریانا کې د دې کندې بېخ ته ځانونه ورسول.

د سینما لوبغاړي جېمز کامرون هم پر ۲۰۱۲ کال په یوازې ځان دې ژورې ته ځان ورساوه.

Dr Sullivan during a space walk from the shuttle Challenger in 1984

د عکس سرچینه، NASA

ډاکټره سولیوان پر ۱۹۷۹ کال د ناسا ستورمزلې وه او لومړني تاریخ جوړوونکي ګام سره لومړنۍ امریکايي ښځه ده چې پر ۱۹۸۴ کال په تشیال یا فضا کې وګرځېده.

هغه له ۵۳۲ ګړیو ډېره تشیال کې وه او پر ۲۰۰۴ کال یې نوم د امریکا د مشهورو ستورمزلو تالار کې ولیکل شو.

وروسته د امریکا متحده ایالتونو سمندري او اتمو سفیر ملي ادارې سره یو ځای شوه او څه مهال وروسته د دې ادارې مشره شوه.

نوموړې چې لا هم سمندر کې وه، له بي بي سي سره خبرو کې یې سمندر او تشیال د انسان لپاره دوه سترې فزیکي صحنې وبللې.

The Limiting Factor LF, an ultra deep-diving submersible, just above the ocean

د عکس سرچینه، Enrique Alvarez

هغه لومړنی انسان دی چې دې دواړو داسې صحنو کې یې قدم اېښی دی، چې له یو بل سره ډېر توپیر لري.

مخکې له دې چې نوموړې ستورمزلې شي، لوړې زدکړې یې د ډاکټرۍ په کچه د ځمکپوهنې برخه کې وکړې او د سمندرپوهنې څو موندونکو یا اکتشافي سفرونو کې یې ګډون وکړ.

کله چې بیا هغې ته چانس په لاس ورغی چې د سمندر یوه کنده باندې څېړنه وکړي، نو په مینه یې دا غوښتنه ومنله.

د موندنکو سفرونو د شرکت ونډه وال راب مک کالوم- چې دا سفر یې برابر کړی و- وايي، ډاکتره سولیوان د نړۍ د سمندرونو "متخصصه ملاتړې" ده.

Dr Sullivan hanging from a winch over the ocean

د عکس سرچینه، Enrique Alvarez

کله چې ډاکټره سولیوان او ویکټور وسکوف د سمندر کندې ته تر تلو وروسته کښتۍ ته ستنېدل له نړیوال تشیالي مرکز سره یې تماس ونیو چې نږدې ۴۰۰ کیلومتره د پاسه پر ځمکه دی.

نوموړې وايي. دا اړیکه یې له پخوانیو ملګرو سره د خاطرو ژوندي کولو لپاره وه.

هغه هیله منه ده چې د دې دا نوښت به سبب شي چې انسانان د ناپېژندل شویو ډګرونو موندلو ته لا ډېر دوام ور کړي.