هغه ښځه چې لومړی ځل یې کورونا ویروس وپېژاند

د عکس سرچینه، Getty Images
هغه ښځه چې په انساني بدن کې یې لومړنی ځل کورونا ویروس کشف کړ، د سکاټلنډ د یوه بس ډرېور لور وه، چې ۱۶ کلنۍ کې یې ښوونځی پرې ایښی و.
جون المیدا وروسته د ویروس انځورولو له مخکښانو یوه شوه او د اوسنۍ وبا له پیله راهیسې یې د څېړنې پایلو ته یو ځل بیا د ډېرو پام اوښتی دی.
کووډ - ۱۹ نوې ناروغي ده، خو دا د کورونا نومي ویروس له کبله رامنځته کېږي، چې ډاکټرې المیدا لومړی ځل ۱۹۶۴ کال کې د لندن سنټ توماس روغتون په لابراتوار کې وپېژاند.
د ویروسونو پېژندنې دغه کارپوه ښځه ۱۹۳۰ کې زېږېدلې وه او د ګلاسګو ښار شمال ختیځ کې رالویه شوه. نوموړې له لږ رسمي زده کړو وروسته ښوونځی پرېښود او د ګلاسګو ښار هستوپیتولوژي برخې په یوه لابراتور کې یې دنده ترلاسه کړه.
وروسته نوموړې د همدې دندې پرمخ بیولو لپاره لندن ته لاړه او د وینزویلا له یوه هنرمن اینریکس المیدا سره یې واده وکړ. مېرمن المیدا له هغه وروسته له کورنۍ سره کاناډا ته لاړه او د طب لیکوال وینټر په وینا هلته یې د اونتاریو سرطان څېړنیز مرکز کې د یوه الیکټرون مایکروسکوپ په مرسته خپلې عالي وړتیاوې نورې زیاتې کړې.
نوموړې د انټي باډي په کارولو سره د ویروسونو یو ځای کولو لپاره چې په اسانۍ ولیدل شي یو نوی میتود رامنځته کړ. ښاغلي وینټر بي بي سي ته وویل، برتانویان د هغې له وړتیا خبر و، ځکه بېرته هېواد ته وغوښتل شوه او د لندن په هماغه سنټ توماس روغتون کې دنده ورکړل شو، چې دا وروستیو کې پر کورونا ویروس د اخته برتانوي لومړي وزیر بوریس جانسن درملنه پکې وشوه.

د عکس سرچینه، Getty Images
مېرمن المیدا له دغه روغتونه له ډاکټر ډیویډ ټیرل سره همکاري پیل کړه، چې د عادي زکام پر ویروسونو یې څېړنه کوله. ډاکټر ټیرل د معایناتو یوه ځانګړې بېلګه چې له نورو ډېرو مختلفه وه، په الیکټرون مایکروسکوپ کې د معاینې لپاره ډاکټرې جون المیدا ته واستوله، چې ذرات یې وڅېړل.
نوموړې په پایله کې ولیدل چې په هغه بېلګه کې شته ویروس د انفلوانزا ویروس ته ورته و، خو کټ مټ هغسې نه وو او په دې توګه ډاکټرې جون المیدا هغه ویروس وپېژاند چې لومړی ځل په انساني بدن کې د کورونا ویروس وبلل شو.

ښاغلی وینټر وايي، ډاکټرې المیدا اصلاً دغه ډول ذرات مخکې د موږکانو او چرګانو پر انفیکشن وهلو بدن غړو کې د څېړنې پر مهال لیدلي وو. نوموړی وايي، د هغې څېړنه هغه وخت ځکه رد شوې وه، چې د ریفرنس جاج اخیستونکو ویل ((هغه تصویرونه چې نوموړې کښلي د انفلوانزا ویروس ذراتو ناسم تصویرونه دي.))
خو یو کال وروسته د نوموړې د څېړنې پایلې نه یوازې دا چې ومنل شوې، بلکې په ۱۹۶۶ کال کې د هغې کښلي تصویرونه هم په طب ژورنال کې خپاره شول.
د ښاغلي وینټر په خبره ډاکټر ټیریل، ډاکټرې المیدا او پروفیسر ټوني واټرسن چې هغه مهال د سنټ توماس روغتون مشر و، دغه نوي پېژندل شوي ویروس ته ځکه کورونا ویروس نوم ورکړ، چې ترې تاو شوې هاله کې تاج ډوله شکلونه ښکاري








