پاکستان کې د غورځېدلو اسماني کاڼو کیسه

د عکس سرچینه، PA Media
- Author, صادقه خان
- دنده, خبریاله
شهاب ثاقب په اصل کې له لکیوالو ستورو وتونکي هغه کاڼي دي چې د ځمکنۍ کورې له تشیال تېرېږي او ځمکې ته ځان رسوي.
ډېر وخت د سخت اصطکاک له امله هوا کې ټوټې ټوتې شي او کله هم ځان ځمکې ته ورسوي.
دا ډول کاڼي پاکستان کې هم غورځېدلي، چې ځینې یې اوس هم شته او نور یې بهر وړل شوي دي.
د هواپوهنې نړیواله اداره وايي، پاکستان کې له ۱۸ پېړۍ تر ۲۰۲۰ کال ۱۷ اسماني کاڼي یا شهاب ثاقب غورځېدلي.
دوی کې یوازې د بلوچستان په ژوب کې د یوه کاڼي تایید او شننه شوې ده.
ګلګت بلتستان او د پنجاب بکر کې د دې کاڼو خبرونه د رسنیو ښکلا جوړ شول، خو څه مالومات یې و نه شول او نه هم اړوند ډیټابېس کې ثبت شول.
پر دې کاڼو څېړنه ولې مهمه ده؟

د عکس سرچینه، GEOLOGICAL SURVEY OF INDIA
لمري نظام کې د مریخ او مشتري ترمنځ د لکیوالو ستورو ابادي ده چې سټیرایډ بېلټ یې بولي.
ستورپوهان وايي، دا ستوري له مایکرو مېټر نیولې تر لوی حجم پورې کاڼو باندې بدلېدلی شي.
پوهان ځمکې ته راغلي دا کاڼي څېړي او ور سره نوې موندنې کوي.
دا کاڼي نه یوازې جیولوجي کې د څېړنو لپاره ګټور دي، بلکې پر ځمکه د ژوند د پیل او بشپړتیا پېژندلو سربېره لمري نظام او نورو سیارو کې د کیمیايي جوړښت په هکله هم ګټور مالومات ترې ترلاسه کېږي.
د ۲۰۱۹ کال نومبر کې د ناسا یوه مرکز او د جاپان د توکیو پوهنتون پر دې شهاب ثاقب څېړنه وکړه.
نتیجه یې دا وه چې دوی کې د شکرې مالیکول شته، خو له دې مخکې په دوی کې امینو اسیډ او نیوکلیوبېس موندل شوي وو.
۱۸ پېړۍ

د عکس سرچینه، GEOLOGICAL SURVEY OF INDIA
د هواپوهنې مالوماتو له مخې، ۱۸ پېړۍ کې پر هند د برتانوي واکمۍ پر مهال ۱۸۵۸ تر ۱۹۴۷ د اوسني پاکستان پنجاب او سند کې د اسماني کاڼو څلور پېښې شوې دي.
لودران کې پر ۱۸۶۸، د خیرپور ټامیوالي کې پر ۱۸۷۳ او جنګ او د سند په ګمبټ کې پر ۱۸۹۷ کال دا پېښې شوې دي.
۱۸ پېړۍ کې پاکستان کې د څلورو غورځېدلو اسماني کاڼو له ډلې یوازې د خیرپور کاڼي مالومات شته چې د ۱۸۷۳ کال د سپټمبر پر ۲۳ د پنجاب په خیرپور ټامیوالي کلیواله سیمه کې د زورورې چاودنې سره څو کاڼي غورځېدلي دي.
۱۹ پېړۍ کې
د هواپوهنې د مالوماتو له مخې، ۱۹ پېړۍ کې پاکستان کې د اسماني کاڼو ۱۰ پېښې شوې دي.
دې کې پر ۱۹۰۱ د سند په سندړي، پر ۱۹۰۵ کال د بلوچستان کرخ، پر ۱۹۱۵ کال د سند په سوني، پر ۱۹۱۷ کال د سند په یاسین ګړۍ، پر ۱۹۲۶ کال د سند کوټا لالو، پر ۱۹۳۶ کال د پښتونخوا په اروندو، ۱۹۴۸ کال د پښتونخوا مردان، ۱۹۵۰ کال د پښتونخوا ټل، ۱۹۵۵ کال د پنجاب کرلو والا، ۱۹۶۱ کال د بلوچستان کولاک، ۱۹۶۸ کال د پنحاب لودران او ۱۹۸۳ کال د پنجاب رحیم یارخان کې شوې دي.
په دې لسو پېښو کې هم یوازې د کوټ لالو پېښې مالومات شته.
۲۱ پېړۍ کې

د عکس سرچینه، NADEEM NAZ
د هواپوهنې مالوماتو له مخې اوسنۍ پېړۍ کې پاکستان کې د شهاب ثاقب یا اسماني کاڼو دوه پېښې شوې چې یوه پر ۲۰۱۷ کال د سند په لاډکي او بله د ۲۰۲۰ کال د بلوچستان ژوب کې ده.
رسنۍ وايي، پر ۲۰۱۷ کال ګلګت او پر ۲۰۱۸ کال د پنجاب بکر کې هم دوه پېښې وشوې، چې رسنیو کې هم راغلې، خو وروسته دا کاڼي په مرموز ډول ورک شول.
د بکر کاڼی
د ۲۰۱۸ کال د اګسټ پر ۱۸ د پنجاب د بکر ولسوالۍ په دریاخان کې څو شهاب ثاقب وغورځېدل چې د یوه کاڼي وزن له دریو تر څلور کیلوګرامو و.
ځايي خلک په حقیقت نه پوهېدل او ځینو ویل له چاودنې پورته شوي کاڼي دي او ټول کړي یې وو.
خو وروسته پولیس او رسنۍ خبرې شوې او د پولیسو په لاس دا کاڼی د پنجاب پوهنتون تر ځمکپوهنې څانګې ورسول شو.
د ګلګت کاڼی

د عکس سرچینه، NADEEM NAZ
د ۲۰۱۷ کال مارچ کې د ګلګت بلتستان په غذر او دیامر ولسوالۍ کې د شپې ځايي وخت نهه بجې اسمان کې ځلېدونکي شیان ښکارېدل او وروسته زورورې چاودنې سره څو کاڼي وغورځېدل.
د سیمې اوسېدونکی جاوید اقبال وايي، چاودنه دومره زوروره وه چې ټوله دره یې ولړزوله او څو ګړیو کې یې خبر خواله رسنیو کې لاس په لاس شو او په سبا یې خبر رسنیو کې هم خپور شو.
د ژوب کاڼی
د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ پر نهمه د بلوچستان ژوب ولسوالۍ کې له زورورې چاونې سره د ۱۸،۹ کیلوګرامه وزن سره لوی شهاب ثاقب او ور سره څو کوچني کاڼي ځايي خلکو وموندل.
د ژوب د قمرالدین کارېز اوسېدونکی سردار نور محمد وايي، له پېښې وروسته له کوټې څو کسان ورغلل او ټول کاڼي یې په دې هیله ترې واخیستل چې د نورو پلټنو لپاره یې اسلام اباد ته وړي، خو اوس تور دا دی چې دا ۱۹ کیلوګرامه کاڼی د څلور لکه روپیو بدل کې د افغانستان له لارې قاچاق شوی دی.

د عکس سرچینه، ARIZONA STATE UNIVERSITY
د لکیوالو ستورو او نورو ګرانبیه ډبرو سوداګر مایکل فارمر دا کاڼی اخیستی او د ۲۰۲۰ کال فرورۍ کې یې یوه نندارتون کې پلور ته وړاندې کړی دی.
نندارتون کې د امریکا د اریزونا ایالتي پوهنتون دا کاڼی د څېړنو لپاره واخیست او د دوی د مالوماتو له مخې دا کاڼی د مریخ او مشتري ترمنځ د لکیوالو ستورو اړوند دی چې سیلکون، اوسپنه او نکل په څېر عناصر لري او د څېړنو لپاره ډېر مهم دی.
د کاڼو غورځېدل نوې پېښه نه ده. چې له مایکرو مېتر نیولې تر لوی وزن پورې هر کال نږدې ۱۵ زره ټنه ځمکې ته را غورځي.
دا کاڼي نړۍ کې ریکارډ کېږي او پرانیستي مارکېټ یا جېمز او منرل نندارتون کې پېرل یې هم عام دي.









