د 'جبل طارق په اندازه' کاڼی د ځمکې ترڅنګ تېر شو

د عکس سرچینه، NASA/JPL-Caltech/GSSR
ستورپېژندونکو ویلي، ''د جبل طارق په اندازه یو لوی فضايي کاڼی د ځمکې ترڅنګ په سلامتۍ سره تېر شوی''.
ددغه کاڼي قطر کابو یو کیلومتر ښودل شوی، چې د ځمکې او سپوږمۍ ترمنځ د تشې څه کم پنځه ځلې اندازې په واټن کې له ځمکې لرې تېر شوی.
دغه ګاڼي ته 2014 JO25 نوم ورکړل شوی، چې له ۲۰۱۴ کال راپدېخوا د ځمکې څنګ ته تر ټولو لوی تېر شوی ګاڼی ګڼل شوی دی.
ستورپېژندونکي وايي، دا کاڼی له ځمکې نه نژدې ۱٫۸ میلیون کیلومتره (۱٫۱ میلیون میله) لرې د اپرېل میاشتې پر ۱۹مه د لندن پروخت د شپې یوه نیمه بجه تېر شوی دی.
دوی وايي، ددغه کاڼي د لیدو لپاره د چارشنبې شپې تپه تیاره ښه وخت و.
د امریکا د فضايي سازمان ناسا اړوند یوه رادار په کلیفورنیا ایالت کې ددغه کاڼي د لیدو خبر ورکړی، چې وايي ممپلي ته ورته شکل یې درلود او په هرو پنځو ساعتونو کې یوځل تر خپل ځان چورلېده.
په ۲۰۲۷ کال په همدې کچه د یوه ورته اسماني کاڼي د تېرېدو اټکل هم شوی دی.








