د ځمکې په اندازه ۲ سیارې وموندل شوې

امريکايي ساينسپوهانو د ځمکې د سيارۍ په اندازه دوه نورې سيارې موندلې دي.

داسې ښکاري چې دواړې سيارې ډبرينې دي، خو د ژوندي څيزونو امکان پکې لږ ليدل کېږي؛ ځکه چې د ساينسپوهانو په وينا، د کېپلر ۲۰ ايف او کېپلر ۲۰ اي سیارې لمر ته ډېرې نژدې دي.

ساينسپوهان ددې سيارو موندل يو مهم او لوی پرمختګ بولي.

دوی وايي شايد ډېر پخوا به په دې سيارو کې ژوند کېدی شوای او شرايط به يې هم د ځمکې په څېر وو، چې د پلټونکې ډلې له خوا د ځمکې د غبرګونو سيارو په توګه يادې شوې دي.

BBC © 2014.بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .