تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د دوبۍ اسمانڅکې ودانۍ به د خوندیتوب باور وساتي؟
د هالیوډ له اعلاناتو، نیولې بیا تر ځلانده اسمانڅکو ودانیو او نړیوالو نندارو چې په کې تل دا یو پیغام رسول کېده، که په دې سیمه کې ناکراري هرڅومره وي دوی به د امن کور وي. د خلیج هیوادونو د دې لپاره لسیزې تیرې کړې چې ځانونه د نړیوالې پانګونې لپاره د ثبات لرونکو مرکزونو په توګه نړۍ ته ور وپېژني.
خو لکه چې په منځني ختیځ کې جګړه پراخېږي، پانګوال دا سیمه تر بل هر وخت د زړه په سترګو څاري.
د اسرائيلو،امریکا او ایران ترمنځ دې کړکېچ دا پوښتنه رادبره کړې چې د ثبات په تړاو د خلیج هیوادونو دا په خوارۍ ترلاسه شوی شهرت پر ځای پاتې کېدلی شي؟ او دا چې مخ په زیاتیدونکي جیوپولیټیک کړکیچونه د بهرنۍ پانګونې، پر سوداګرۍ د باور او د سیمې د اقتصادي هیلو لپاره څه معنا لري؟
په متحده عرب اماراتو او سیمه کې د ټایمز په نوم د هوټلونو مشر محمدعوض الله له بيبيسي سره خبرو کې وویل، که ریښتیا ووایم خلک د جګړې په لومړۍ ورځ وارخطا شول، نه پوهېدل چې څه وکړو. یو شمېر یې هوايي ډګرونو ته ولاړل، خو له نیکمرغه حکومت ټولو ته ډډ ور کړ:
"زموږ د مېلمنو راتګ ونه شو، وېریدلي وو او یا یې نه شو کولای چې را شي، ځکه ډېرو هوايي شرکتونو الوتنې ځنډولي دي. خو ښه خبره دا ده، چې د متحده عرب اماراتو حکومت اعلان کړی، هغه کسان چې سفر نه شي کولی یا تر هغه وخت پورې چې بېرته یې الوتنې پیلېږي د اوسېدو پیسي نه لري، نو لګښتونه به یې حکومت ور کړي."
فایننشال ټایمز ورځپاڼې خپله یوه مقاله کې لیکلي، د تېلو او ګازو بډایه خلیجي هېوادونو د لسیزو راهیسې ځانونه د منځني ختیځ په ناارامه سیمه کې د ثبات د ټاپوګانو په توګه معرفي کړي وو، اوس د متحده ایالاتو او اسرائیلو له یوې خوا او د ایران له بلې خوا وروستۍ جګړې د خلیج د مشرانو لپاره هغه "ویرونکی خوب" رښتیا کړ چې تل ترې وېرېدل.
فایننشال ټایمز دې ته اشاره کوي چې د حالاتو تر خرابېدو وړاندې د دغو مشرانو پیغام روښانه و: "دوی غوښتل چې له داسې جګړې لرې پاتې شي او امریکا ته یې هم د هغې د مخنیوي مشوره ورکړې وه."
د ورځپاڼې په وینا، کله چې جګړه پیل شوه، د امریکایي او اسرائیلي بریدونو پر وړاندې د ایران غبرګون د هغو پلازمېنو په اسمانڅکو ودانیو کې په ګزارونو ولیدل شو چې تل د سوداګرۍ او سیاحت خوندي ځایونه ګڼل کېدل، په ځانګړې توګه دبۍ، ریاض او دوحه.
فایننشال ټایمز وایي، ایران ښايي داسې انګېرله چې په دې بریدونو سره به پر امریکا فشار راوړي چې له جګړې شاته شي، خو خبره سرچپه شوه، د خلیج هغه مشران یې په غوسه کړل چې وړاندې یې پر ډیپلوماټیک حل ټینګار کاوه؛ اوس هغوی د تهران پر ضد د سختو ګامونو پورته کولو په اړه فکر کوي.
که څه هم جګړې په تېرو څو ورځو کې د سوداګرۍ او سیاحت سکتورونو ته زیان اړولی، خو ورځپاڼه وایي لا وختي دی چې د دې جګړې اوږدمهاله اقتصادي اغېزې وڅېړل شي. له بلې خوا، فایننشال ټایمز ټینګار کوي چې د "جګړې وروسته ایران" په اړه د ټرمپ او نتانیاهو د روښانه لیدلوري نشتوالي یو خطرناک بې برخلیکه حالت رامنځته کړی دی.
ورځپاڼه لیکي: "که متحده ایالات د ایران له نظام سره جګړه د هغوی له پرځولو پرته پای ته ورسوي، نو خلیجي هېوادونو ته به په ګاونډ کې یو 'ژوبل پړانګ' ورپاتې شي چې خپله وړتیا او هوډ یې د دغو هېوادونو د پلازمېنو په ویشتلو کې ثابت کړ. او که متحده ایالات د ایران نظام نسکور کړي، نو خلیج ته به په ګاونډ کې یو 'ناکام او مات شوی هېواد' ورپاتې شي چې اسانه نه ده په منظم ډول یو معتدل او ملګري دولت ته بدل شي."
ورځپاڼه په پای کې لیکي، خلیج خپله ټوله هڅه وکړه چې ارامه ښکاره شي. متحده عربي امارات په ځانګړې توګه د بیا رغونې او رغېدو ښه مهارت لري، خو ان که کومه معجزه وشي او جګړه ژر سړه شي، د روانې اونۍ ایراني بریدونو نړۍ ته وښوده چې خلیج له هغې بې ثباتۍ او جګړې خوندي نه دی چې د منځني ختیځ نورې څنډې یې ځپلې دي. د سیمې سوداګریز نوم به ښايي پاتې شي، خو ځلا او هغه پخوانۍ دبدبه یې مخ په کمېدو ده.