سور سمندر کې کړکېچ؛ امریکا او بریتانیا حوثیان پر پوځي ګام ګواښلي

بریتانیا

د عکس سرچینه، UK MINISTRY OF DEFENCE

د عکس تشریح، د بریتانیا دفاع وزارت د اېچ‌اېم‌اېس ډایمونډ جنګي بېړۍ عکس خپور کړی چې د توغندیو توغولو حال کې لیدل کېږي

د امریکا متحدو ایالتونو او بریتانیا سره سمندر کې پر بېړیو د یوه ستر برید له دفع کولو وروسته ویلي، ښايي په یمن کې د حوثيانو خلاف پوځي ګامونه پورته کړي.

د رپوټونو له مخې د امریکا او بریتانیا جنګي بېړیو سې‌شنبه د سور سمندر د پاسه د ایران له ملاتړه د برخمنو حوثیانو ۲۱ بې‌پیلوټه الوتکې او توغندي شنډ کړي دي.

حوثيان وايي تر هغې چې اسرائیلو غزې تړانګې ته د بشري مرستو لېږدېدو ته بشپړه اجازه نه وي ورکړې، په سور سمندر کې به د اسرائیل پر لورو په تلونکو بېړیو بریدونه ته دوام ورکړي.

خو د ملګرو ملتونو امنیت شورا همدا تېره شپه د یوه پرېکړه لیک په صادرولو سره په سملاسي توګه د حوثیانو د بریدونو د درېدو غوښتنه وکړه.

دا پریکړه لیک د امریکا او جاپان لخوا برابر شوی او اصلي بند یې وايي، د امنیت شورا غړي د نړیوالو قوانینو له مخې دا حق لري چې "د بریدونو پر وړاندې د خپلو بېړیو دفاع وکړي."

دوی ویلي، دغه راز بریدونه د بېړیو د ازاد تګ راتګ حقونه کمزورې کوي.

په پریکړه لیک کې دا هم راغلي، چې دغه بریدونه نړیواله سوداګري او سیمه ییز امنیت له ستونزو سره مخامخوي.‌

خو د 'یمن د انقلاب کمېټې' مشر محمد علي الحوثي بیا دا پریکړه‌لیک "سیاسي لوبه" بللې او ویلي یې دي چې پخپله امریکا نړیوال قوانین نقضوي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا له پنځلسو غړو یوولسو دغه پریکړه لیک ته مثبته رایه ورکړه، خو روسیې، چین، موزمبیک او الجزایر ممتنع رایه وکاروله.

تر دې مخکې د امریکا متحدو ایالتونو او څو نورو هېوادونو سره سمندر کې پر بېړیو د حوثیانو بریدونو د ناوړه پایلو خبرداری ورکړی وو.

د بریتانیا دفاع وزیر ګرانټ شاپس پر یمن د احتمالي بریدونو په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل "موږ د وضعیت د څارلو په حال کې یو."

برید

د عکس سرچینه، REUTERS

د عکس تشریح، حوثیانو څه موده وړاندې سور سمندر کې د یوې بېړۍ د نیولو ډراماتیک ویډیو خپره کړې وه

د بېړۍ چلولو یوه نړیوال بنسټ ویلي، چې دمګړۍ د نړۍ شل سنله کانتینیري بېړۍ له سور سمندر ډډه کوي او پر ځای یې د افریقا یوه ډېره اوږده لار کاروي.

حوثیانو ویلي سې‌شنبه یې سره سمندر کې یوه امریکايي بېړۍ په نښه کړه چې د اسرائیل ملاتړ ته روانه وه.

دا د تېر کال د نومبر له ۱۹مې راوروسته سور سمندر کې پر سوداګریزو بېړیو شپږوېشتم برید و.

د امریکا سمندري ځواکونو ویلي چې حوثیانو په دغه برید کې ۱۸ ډرونونه او درې توغندي کارولي وو‌ چې د امریکا او بریتانیا د جنګي بېړیو لخوا وویشتل شول.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر چارشنبه د دا ډول چلند د ناوړه پایلو خبرداری ورکړ.

د بریتانیا دفاع وزیر ګرانټ شاپس بیا وویل، په دې کې هېڅ شک نه ویني، چې په سور سمندر کې پر بېړیو د حوثیانو د بریدونو تر شا دې ایران ولاړ وي.

بریتانیا

د عکس سرچینه، PA MEDIA

لوېدیځو هېوادونو که څه هم تر اوسه په زغرده د یمن شمال لوېدیځ کې د حوثیانو پر اهدافو د ځوابي بریدونو په اړه له څه ویلو ډډه کړې، خو د بریتانیا دفاع وزیر خبرداری ورکړی چې که بریدونه دوام کوي، نو د پایلو پړه به یې د حوثیانو پر غاړه وي.

هغه زیاته کړې چې "موږ به د بې‌ګناه خلکو د ژوند او نړیوال اقتصاد ساتنې لپاره اړین ګامونه پورته کړو."

ایران د یمن شعیه حوثي ملېشې سره ملاتړ کوي او دا ډله په تهران کې رسمي استازی لري.

خو په ملګرو ملتونو کې د ایران دایمي استازي امنیت شورا ته په یوه لیک کې لیکلي چې هېواد یې سور سمندر کې پر بېړیو ترسره شویو بریدونو کې هېڅ نقش نه لري.