سره سمندر کې د امریکا په مشرۍ د کښتیو امنیت لپاره ټلواله جوړه شوې

سور سمندر

د عکس سرچینه، Getty Images

په سره سمندر کې ګډوډي لامل شوې چې امریکا د سره سمندر په لار کې د کښتیو د ساتنې لپاره نړیوال سمندري عملیات پیل کړي.

تر اوسه په دغه امنیتي ګروپ کې شامل هېوادونه بریتانیا، کاناډا، فرانسه، بحرین، ناروې او هسپانیه شامل دي.

د امریکا د دفاع وزیر لویډ اسټین وویل: "له یمن څخه د حوثي یاغیانو په بې پروا بریدونو کې وروستي زیاتوالی د سوداګرۍ ازاد بهیر ګواښي، بې ګناه سمندري ځواکونه له خطر سره مخ کوي او له نړیوال قانونه سرغړونه کوي."

په یمن کې د حوثي یاغیانو لخوا پر کښتیو له برید وروسته یو شمېر شرکتونو خپلې لارې بدلې کړې دي.

سور سمندر په نړۍ کې د تېلو او اوبلنو طبیعی ګازو بار وړونکو کښتیو او همدارنګه نورو سوداګریزو توکو لپاره یوه له مهمو لارو دی.

په سره سمندر کې پر سوداګریزو کښتیو بریدونه د تېلو او نورو توکو بیې د لوړېدو له خطر سره مخ کړې دي.

د نړۍ دویم لوی بار وړونکو کښتیو شرکت، مارسک د سه شنبې په ورځ وویل، دوی به خپلې ځینې کښتۍ د افریقا شاوخوا لارو ته واړوي.

د تېلو لوی شرکت بي پي د دوشنبې په ورځ وویل، دوی به د لنډ مهال لپاره له دغې مهمې سوداګریزې لارې څخه د خامو تېلو لېږد ودروي. د انرژۍ سیال بل شرکت شیل د وضعیت په اړه لا تر اوسه څه نه دي ویلي.

د سره سمندر بدیله د افریقا لار په سمندر کې شاوخوا څه باندې ۵۶۰۰ کیلو متره واټن اوږدوي، چې شاوخوا لس ورځې ډېر وخت نیسي.

د تیلو پر بیو اغېز

د تېلو بیې

د عکس سرچینه، Getty Images

اوس مهال د تېلو په بیو کې بدلونونه دومره ډېر نه دي او د دوشنبې په ورځ یوازې یو سلنه لوړوالی پکې راغلی و، خو د سه شنبې په ورځ د خامو تېلو یوه بېرل بیه شاوخوا ۷۸ ډالرو ته لوړه شوې.

د کښتیو لارې بدلول به یوازې پر تېلو اغېز ونه کړي بلکې د نورو توکو په بیو به هم خپل اغېز ولري.

دا مهال د سره سمندر له لارې د نړۍ ۱۲ سلنه سوداګري ترسره کېږي، چې په کال کې تر یو ټریلیون ډالرو په ارزښت توکي ترې لېږدول کېږي.

حوثي یاغیانو له حماس څخه خپل ملاتړ اعلان کړی او ویلي یې دي چې اسرائیلو ته تلونکې کښتۍ په نښه کوي او پر بهرنیو کښتیو بې پيلوټه الوتکې او توغندي کاروي.

د نومبر میاشتو په وروستیو کې د یمن حوثي یاغیانو د سور سمندر سویل کې د یوې کارګو بېړۍ د برمته کولو ویډیو خپره کړې وه.

په هغې ویډیو کې ښکارېدل چې وسله وال سړي له یوې چورلکې پر دې بېړۍ ورکښته کېږي. خو تل ابیب رد کړې وه چې د حوثیانو لخوا نیول شوې بېړۍ دې اسرائیلۍ وي.